اجتماعی

د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې راشه درشه

په اسلامي نړۍ کې د پاک الله(ج) له خوا په یوه کال کې دوه اخترونه په ډیره زیاته مینه، خوښي، خوشحالي او پاک خدای(ج) ته په سپیڅلي عبادت کولو سره لمانځل کېږي او په ټولومسلمانانو کې د شوال لومړۍ ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده او د «ذی الحجې» په لسمه ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده او دغه ورځې  د ټولو مسلمانانو له خوا په خوشحالیو، خوښیو، لیدنو کتنو او مبارکیو لمانځل کېږي او د اخترونو په لومړۍ ورځ خلک جامع جوماتونو ته ورځي او هلته د اختر لمونځ ادا کوي او په دې توگه د اخترونو د خوشحالۍ لپاره مسلمانان نوې جامې کوي،

شاه محمود درویش

په اسلامي نړۍ کې د پاک الله(ج) له خوا په یوه کال کې دوه اخترونه په ډیره زیاته مینه، خوښي، خوشحالي او پاک خدای(ج) ته په سپیڅلي عبادت کولو سره لمانځل کېږي او په ټولومسلمانانو کې د شوال لومړۍ ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده او د «ذی الحجې» په لسمه ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده او دغه ورځې  د ټولو مسلمانانو له خوا په خوشحالیو، خوښیو، لیدنو کتنو او مبارکیو لمانځل کېږي او د اخترونو په لومړۍ ورځ خلک جامع جوماتونو ته ورځي او هلته د اختر لمونځ ادا کوي او په دې توگه د اخترونو د خوشحالۍ لپاره مسلمانان نوې جامې کوي، ځانونه ښکلي جوړوي… او په ټولیزه توگه ښځې، نارینه، ځوانان، پیغلې او ماشومان په دغې ستره خوشحالۍ کې برخه اخلي او په ډیرې خوښۍ اختر په ډول ډول سیمه ییزو دودونو لمانځي، ديادونې وړده چې څه باندې دوه مياشتې مخکې موږ کوچنی اختر ولمانځه او دادی اوس موږ ټول دنيکمرغه لوې اختر په درشل کې يو، البته په لوې اختر کې دټولنې په هروګړي او کورنۍ چې ژوند يې په بشپړې هوساينې پرمخ روان وي او دخپلو اړتياوو په پوره کولو سربېره دوئ يوڅه پانګه هم ولري نو په داسې کورنيو او وګړو (قرباني واجب) ده. همداشان د علمای کرامو په وينا هرمؤمن مسلمان که هغه نارينه وي يا ښځينه په دې شرط چې دهغويئ په ملکيت کې (دوه سوه درهمه) يا دهغو شرعي قيمت پراصلي اړتيا سربېره موجود وي دغه څيز که طلا، نقره، ګاڼه (زيورات)د تجارت مال يا دکورنۍ له اصلي اړتيا څخه زيات سامان وي، پرې قرباني واجب ده، د قرباني په مال باندی دکال تيريدل شرط دی، دصغير ماشوم له خوا دده پرپلار (ولي) (په ظاهر الرويه) قرباني واجب ده.

د یاددښت وړ ده سربېره پردې چې د نیکمرغه اختر په دریو ورځو کې لیدنه کتنه هم ددغه اختر د مراسمو یوه برخه گڼل کېږي چې له یوه پلوه له استثنا پرته ټول نارینه ښځې، ځوانان او مشران په ډیري خوشحالۍ او د زړه له کومې په کې برخه اخلي د خواشینیو کینو او کدورتونو په هیرولو او درښتیني محبت په څرگندولو د دوستانو او خپلوانو کورنو ته ورځي، نو هر شخص هڅه کوي مخکې له مخکې د اختر د خوښی او خوشحالی وسایل د خپل وس او توان په اندازه برابر کړي او د ډول ډول وچو او تازه میوو دسترخوان په خپل کور کې و غوړوي او د دوستانو، عزیزانو او خپلوانو لیدل د خوښي په ځانگړو احساساتو او ډیرې خوشحالۍ وستایي او ښه راغلاست ورته ووایي او له بله پلوه د یو او بل له حال او احوال څخه هم باخبره شي، نو په دې اساس لازم او ضروري برېښي چې په اختر کې د ماشومانو له زیاتو خوړو څخه مخنیوی وشي او په ټولیزه توگه  ټولو هیوادوالو ته ښایي چې د اختر په نیکمرغه ورځو کې له زیاتو خوړو څخه ډډه وکړي ځکه چې په هر حالت کې زیات خوراک روغتیا له گواښ سره مخامخوي په دغو ورځو کې ټول هیوادوال هڅه کوي د خپلو دوستانو د ښې میلمه پالنې په موخه د خپل وس او توان په اندازه ډول ډول وچې او تازه میوې، کیک، کلچې ، همداراز د قرباني غوښې او نور خواړه او خوندور څیزونه د دوست مخې ته کېږدي، د دوستانو میلمه پالنې او دوست پالنې ته باید د قدر په سترگه وگورو او خپلی روغتیا ته هم  ځانگړی پاملرنه وکړو ځکه چې وایي:(کاري بکن به اندازه تاترا از پانیندازه) نو اړینه ده چې د اختر د ورځو د مراسمو په اړوند په لومړي قدم کې باید خپلو اولادونو ته بشپړ معلومات ورکړو، یعنې د دوستانو د تگ او راتگ په اړوند چې زموږ په ټولنه کې په دودیز ډول د اختر د مبارکې په ویاړ په  هره کورنۍ کې راشه درشه کوي، نو د دوستانو د راتگ پرمهال اولادونو ته باید وویل شي چې لومړی دوستانو ته سلام او وروسته د اختر مبارکې ووایی او بیا په ډیره مودبانه توگه ورسره دمخه ښې مراسم هم ترسره کړي. البته داهم اړینه ده چې خپل اولادونه باید په دې وپوهوو کله چې د اختر خواړه د دوئ مخې ته ایښودل کېږي په ډیر مودبانه ډول ترینه استفاده وکړي له ډیر خوراک څخه ډډه وکړي ځکه چې په دغو ورځو کې ستاسو ډیر خوراک روغتیا له گواښ سره مخامخوي او خداي(ج) مه کړه که چيرې په دغو ورځو کې  ستاسو کوم اولاد د ډیر خوراک له امله ناروغه کېږي نوبې له شکه به په دې اړوند تاسې، ستاسې اولادونه، ستاسو خپلوان او دوستان له خواشینۍ سره مخامخ شي او هم به مو د اختر د ورځو د خوښۍ شیبې په خواشینۍ بدلې شي، نو مخکې له دې چې زموږ هیوادوال او د هغوي کورنۍ له دا ډول خواشیني سره مخامخ شي، باید پورته ټکي په بشپړه توگه په پام کې ولري  ترڅو د اختر د خوښي ښې شیبې او ورځې مو په خوښي تیرې او اوږد مهاله روغتیا مو د ټولو اولادونو په برخه شي، په دی هیله چې د نیکمرغه کوچني اختر ورځې پرته له هر ډول امنیتي ننگونو د بشپړ امنیت او نیکمرغه سولې په فضا کې د هیواد په گوټ گوټ کې په خیر سره تېرې شي او ټول پتمن هیوادوال د خوښي او خوشحالۍ دغه ورځې په ښه توگه ولمانځي او خونډ ترینه واخلي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *