افغانستان

کابل کې د افغان صنعت ملي سمپوزیم جوړ شو

په کابل کې د جرمني د «سیتیان» انسټیټیوټ، افغان صنعتکارانو او چارواکيو په همکارۍ د صنعت کارانو لپاره ملي سمپوزیم جوړشو.

په کابل کې د جرمني د «سیتیان» انسټیټیوټ، افغان صنعتکارانو او چارواکيو په همکارۍ د صنعت کارانو لپاره ملي سمپوزیم جوړشو.
افغان صنعتکاران د دې ډول سمپوزیمونو جوړول د خپلو کارونو د ودې لپاره ګټور بولي.
دا په تېرو دوو کالو کې په افغانستان کې لومړنی سمپوزیم دی چې افغان صنعتکاران یې د کار لپاره ګټور ګڼي.
د سپنج توشک د یوه شرکت رئیس عبدالحلیم خانزي ووېیل چې د ملي او نړیوالو سمپوزیمونو جوړول د دوی د سوداګرۍ په وده کې خورا ګټور تمامېدای شي.
د نورستاني نقاشۍ هنرمنده فروزان صديقي وايي، په نړيوالو سمپوزيمونو کې د دوى ګډون اړين دى، ځکه د ده په وينا، د دوى نقاشي اثار په هېواد کې دننه څوک نه پېري، بلکې بهرنيان يې په مناسبه بيه پېري.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو د عمومي ریاست سلاکار روح الله هوتک ووېیل: «دوی په دغه سمپوزیم کې ژمنه کړې چې د صنعتکارانو د ستونزو د حل په برخه کې به عملي ګامونه پورته کوي، په ورته وخت کې، موږ د همکارۍ ځینې تړونونه لاسلیک کړل.»
په دغه سمپوزیم کې د جرمني د (SATIN) موسسې کارګرانو، افغان صنعتکارانو، د شلو مېرمنو په ګډون، ګډون کړی و.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *