صحت

له ټولنې د انسان لرې والی د مختلفو رواني ناروغیو سبب کېږي

طبعي ده ، چې انسان ټولنیزمخلوق دی او په ټولنه کې له خلکو سره په یوځای ژوند کولو ښه ښکاري ، که یو انسان په یوه جغرافیا کې په یوازیتوب ژوند وکړي نودهغې جغرافیا له مزایاووبه هیڅ خوند وانه خلي ، همدارنگه که یو انسان له ټولنې څخه تجرید او بیزار ژوند ولري نو طبعي ده چې له مختلفو روحي او رواني ستونزو او نارغیو سره به مخ وي ، ډیری ارواح پوهان په دې باوردي چې دډیرو روحي او رواني ناروغیو علت له طبیعت څخه د انسانانوگوښه توب او لرې والی دی ، دنننۍ نړۍ ټولې هغه روحي ناروغۍ لکه د زړه  تنگ توب ، ډیفریشن (ژورخفگان) ، استرس او ناامیدي له طبیعت او چاپیریال څخه د فاصلې نیول ښودل شوي دي . په داسې حال کې چې روان پیژاندو ددې ناروغیود مخنیوی او علاج لپاره مختلفې لارې چارې او درملونه تجویزاوپه گوته کړي دي د ژورخفگان لپاره یې لرې ځایونو ته سفراوله نویو ځایونو اونویوخلکو سره د لیدنې کتنې نسخه تجویزکړی ده ځکه د رواني ناروغیو زیات متخصصان په درماني طبیعت  یا  eco_ therapy باورلري دا ډول ناروغان باید ډیر وخت په طبعي چاپیریال کې له خلکو سره سپري کړي . د رواني ناروغیو متخصصان په دې باوردي چې انسانانو ملیونونه کالونه په طبیعت کې ژوند کړی دی اوله هغه سره سازش کړی دی چې له همدې امله له ډیروطبیعي مناظرو لکه اوبو، غرونو ، مختلفوگیاوو او ډول ډول حیواناتو سره بلدیت اوله هغه سره یې (خو) او الفت نیولی دي او اړیکه یې ورسره پیدا کړې ده ، خو په دې وروستیو دوو پیړیو کې کله چې صنعتي انقلاب را منځ ته شو د انسانانو فاصله له طبیعت سره کمه شوه ځکه ښاري ژوند ته یې مخه کړه چې په ښارې ژوند کې بیا د انسان کاري پروگرام د پخوا په شان دلمرسترگې (لمرختو څخه ترلمر لودېدو) پورې نه دی ټاکل شوی بلکې دلته (ساعت ) دی چې کاري فعالیت تنظیموي او دلته بیا که وغواړو یا ونه غواړو موږ له طبیعت څخه لرې کېږوځکه هڅه کوو چې د اته ساعته کارپه ځای لس ، دولس ، څوارلس او آن شپاړس ساعته کاروکړواوپه لږ پاته فارغ وخت کې خو گورو چې په دې دوو دریو وروستیو لسیزو کې ( انترنیتي)  محصولاتو زموږ ټولنیز ژوند د آی فون صفحې ته را ټول کړی بیا د هغه په کتلو لگیا وو اود طبعي مناظرو دلیدو وخت رانه تللی وي.

حیا ت الله حلیم

کریگ چالکوئیست د سانفرانسیسکود جان آف کیندې د پوهنتون د رواني ناروغیو متخصص چې یوپند کتاب یې هم د طبیعت په وسیله د ذهنی او رواني ناروغیو ددرملنې په اړه لیکلی : وایی :

همدا اوس موږ په لوړه کچه له طبیعت څخه فاصله نیولې ده اوطبعي مناظرنورزموږ په ذهن او ژوند کې ځای او اهمیت نلري او نن د نړۍ ترنیمایي ډیروگړي په ښارونو کې په ککړه هوا کې ژوند کوي او ډیرکسان حتی په سختۍ هم په آزاد طبیعت کې یوه پاکه ونه او یا د طبیعت نورې ښکلاوې نشي لیدلای اوکتلای او په عین حال کې داسې بریښي چې بشر په دې هڅه کې دی چې په ډیره چټکۍ په طبیعت کې د طبعي بقایاوو د زیرمو شتون له منځه یوسي او یا بدلون ورکړي چې یو له اندیښنو څخه د اقلیم په څرنگوالي کې ننني منفي بدلونونه دي چې د تکنالوژۍ د پر مختگ پربنا را منځ ته شوي دي او په طبیعت یا د ژوند په چاپیریال ناوړه اغیز لري ، د رواني ناروغیو متخصصین سپارښتنه کوي چې روحي او رواني ناروغان د طبیعت لمنې ته پنا راوړي او یا حد اقل له طبیعت سره خپله اړیکه پیاوړې کړي ، د طبیعت لمنې ته را گرځېدل کومه سخته خبره نه ده ځکه هغه ناروغان چې د رواني ناروغیو له وجې په روغتونونو کې بستر دي کولای شي د طبیعت په زړه کې د خپلې درملنې په خاطرپه خوشحاله سفرونو پیل وکړي له ښاره بل ته ولاړشي او که کلیوال وي له خپل کلي نه ددوستانو کره بل کلي ته.

د وروستیو پلټنو په ترڅ کې جوته شوې چې که په رواني ناروغیو مبتلا کسان په ورځ کې یوازې له ۱۵ څخه تر ۳۰ دقیقو پورې له کورڅخه بهرچاپیریال سره اړیکه ونیسي او نورددې توان نلري چې بیرون وگرځي ښایې بشپړ کفایت وکړي دا په داسې حال کې آزاده هوا منظره لرونکی طبیعت زموږ لپاره شفا بښوونکی او د اغیز ناک کمک سبب کېدای شي . هغه څیړنې چې په ۲۰۰۷ کال د لندن د Essex په پوهنتون کې ددې ناروغانو په اړه شوی جوته شوی چې په ورځ کې یوساعت یا لږ ډیره په آزاده هوا کې پلې گرځېدل هم د رواني ناروغیو په درملنه کې اغیز ناک رول لري خو دا په داسې حال کې ده هغه محل چې موږ یې د پلي گرځېدلو لپاره ټاکو ډیرمهم دی ځکه هغه مکان چې هلته ډیربیرباراو ازدهام نه وي نسبت هغه محل ته چې هلته ډیرشور او زوږ وي ، مهم دی ځکه موږ په داسې محل کې وگرځو چې هلته بشپړه آرامي وي.

ددې ترڅنگ پلی تگ کولای شي چې د بدن د اړتیا وړ د (ډي) ویتامینونه هم له لمرڅخه واخلي .

روان پیژاندې په دې باوردي چې زموږ نړۍ اوس د تکنالوژۍ د پرمختگ له وجې یوه داسې حال ته مخ د بدلېدو په لور روانه ده چې باید نه وای بدله شوې او که چیرې زموږ ژوند په همدې ترتیب پر مخ روان وي نو حتمي به د خپلې روغتیا په اړه د غیرمترقبه پیښوشاهدان وو ، بشر که نن د تکنالوژۍ په برخه کې د پر مختگ په لور روان دی  خو د بدني، روحي او رواني روغتیا په درملنه او مخنیوي کې مخ په ځوړ روان دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *