صحت

د انسان په مغزو کې دچيپ نصبول تائید شول

د نیورالنک په نوم د اِیلن ماسک کمپنۍ له امریکایي چارواکو څخه د اجازې ترلاسه کولو وروسته اوس کولی شي د انسان په مغزو کې د چيپ نصبول تجربه کړي. ماسک غواړي له دې ټکنالوژۍ څخه د فلج او ړندو کسانو په درملنه کې استفاده وکړي.

مبشر

د نیورالنک په نوم د اِیلن ماسک کمپنۍ له امریکایي چارواکو څخه د اجازې ترلاسه کولو وروسته اوس کولی شي د انسان په مغزو کې د چيپ نصبول تجربه کړي. ماسک غواړي له دې ټکنالوژۍ څخه د فلج او ړندو کسانو په درملنه کې استفاده وکړي.

د امریکایي میلیاردر اِیلن ماسک د برین امپلانټ يا مغزي پيوند کمپنۍ نیورالنک شرکت وېیلي چې د امریکا د خوړو او درملو سازمان له خوا یې د خپلې لومړنۍ انساني آزموينې اجازه ترلاسه کړې ده. د دغې کمپنۍ تر ټولو نوې لاسته راوړنه یو داسې چيپ دی چې د انسان په مغزو کې تر نصبولو او له کمپیوټر سره یې تر وصلولو وروسته په مرسته یې د مغزو له تل څخه معلومات او خاطرې ډاونلوډ کېدلی شي.

د یوه نوي رپوټ په حواله نیورالنک یو داسې عصبي امپلانټ يا پيوند تیار کړی چې بې له بهرني هارډ وېر څخه په مغزو کې روان فعالیتونه د بې سیمه ټکنالوژۍ په مرسته لوستلی او خپرولی شي.

نوموړي شرکت په ټویټري پيغام کې دغه تائید مهم ګام بللی دی. دا داسې چيپ دی چې په مرسته یې له کمپیوټر سره تر نښلول کېدو وروسته د مغزو په ژورو کې معلومات او خاطرې ډاونلوډ کېدلی شي. ایلن ماسک اراده لري چې له دې ټکنالوژۍ څخه د نابینا او فلج یا ګوزڼ ناروغانو د درملنې په برخه کې هم کار واخیستلی شي.

ماسک په یوه مرکه کې وېیلي چې د بیزوګانو په مغزو کې د دغه چيپ نصبولو تجربه کامیابه شوې ده. پر بیزوګانو تر آزمایل کېدو وروسته وېیل کېدای شي چې دغه تخنیک محفوظ او د باور وړ دی.

ساينسي کوښښونه:

د مختلفو کمپنیو ساينس پوهان د مغزو له پاره د مصنوعي ځیرکتیا پر تیارولو کار کوي، چې د ملا تیر (حرام مغز) د شدید ټپ درلودونکو کسانو د مغزو له څپو څخه په استفادې خبرې یا ټایپنګ وکولی شي.

»د سگریټو او الکهولو استعمال ماغزه زړوي«

له ۲۰۱۹ م کال وروسته ماسک لږ تر لږه څلور ځله وړاندوېنه کړې وه چې د هغه د طبي سامان آلاتو کمپنۍ به ډېر زر د فلج یا ګوزڼ او نابینایۍ په څېر پيچلو ناروغیو له پاره د انسان په مغزو کې د چيپ نصبولو آزمایش پيل کړي.

وېیل شوي چې تر اوسه د انسان په مغزو کې د دې چيپ د نصبولو آزمایښت له پاره د داوطلبانو د نوم ثبتولو لړۍ لا نه ده پيل شوې.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *