اخبارافغانستان

بغلان کې ۲۰ ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پلخمري ښاروالۍ مسئولینو ویلي چې په دغه ولایت کې یې ۲۰ ټولګټې پروژې پلې کړې دي.

د پلخمري ښاروال عبداللطیف مظلوم د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې په دغو پروژو کې د یاد ښار په لومړۍ، دویمه او درېمه ناحیه کې د مارکېت جوړول، د فرعي سړکونو کانکرېټ، د فرهنګي کلوپ جوړول، د تفریحي پارک او د قهوه خانې بڼ روښانول او نورې کوچنۍ پروژې شاملې دي، چې په ګټې اخیستنې سره یې سلګونو کورنیو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي. مظلوم زیاته کړه چې ددغو پروژو لګښت د یاد ښاروالۍ له لوري ۲۰۴ میلیونه افغانۍ  ورکړل شوې ده. نوموړي د ښاریانو لپاره د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ او زیاته یې  کړه، چې سږکال مو په بېلا بېلو سیمو کې د سبزیجاتو د مارکېت جوړول، د ۶۵ کیلومتره فرعي سړکونو کانکرېټ کول او د فاتحې تالار د جوړولو په ګډون ځینې نورې ټولګټې پروژې هم په پلان کې لري چې د مقاماتو له منظورۍ وروسته به یې چارې عملي شي.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *