سیاسی

په ټولنه کې د ثبات ساتلو لپاره دبندیانو ښوونه او روزنه یوه محوري خبره ده

اسلامي امارت هوډ لري چې په خپل اصلي مفهوم سره د هېواد زندانونه د اصلاح او تعلیم په مرکزونو بدل کړي.

اسلامي امارت هوډ لري چې په خپل اصلي مفهوم سره د هېواد زندانونه د اصلاح او تعلیم په مرکزونو بدل کړي.

د باختر آژانس مبصر لیکي: د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري چې د زندانونو د چارو د تنظیم په موخه د زندانونو د مدیریت طرزالعمل تنظیم کړي.

د افغانستان اسلامي امارت له نظره زندانونه د هغو کسانو پر وړاندې چې په یو ډول نه یو ډول د ټولنې پر وړاندې درېدلي د هغوی د آزادۍ د سلبولو او د فردي او اجتماعي ژوند د مغشوشولو ځای نه دی، بلکې زندانونه په اصل کې د ښوونې او روزنې مرکزونه دي، چې یو زنداني د بند د مودې له پوره کولو وروسته د سالم شخص په توګه ټولنې ته وړاندې شي.

په افغانستان کې د زندان نوم، هغه هم په تېرو ۴۰ کلونو کې چې دغه هېواد د زیاتو بدلونونو شاهد دی، له هغه ځای سره تشبیه کېږي چې له ټولنې څخه شړل شوي، مجرمین او خلاف کاران پکې راټول شوي او هلته اعدامونه او ظلمونه په ذهن کې تصوروي.

خلک حق لري چې د زندانونو په اړه منفي قضاوت ولري، اعدام، شکنجه او د آزادۍ سلبول هغه بې نظمي کړنې دي، چې د تېرو حکومتونو پرمهال د هېواد په زندانونو کې تجربه شوي دي، خو اوس د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې له زندانونو څخه یوه بله څېره جوړه کړي، او له دې وروسته به زندانونه د ټولنې د قانون ماتوونکو د روزنې او اصلاح ځای وي او دا خبره په اسلامي امارت پورې تړلې سرچینې کړې، چې له دې وروسته به زندانونه د مجرمینو د تأدیب او انسان  جوړونې مرکزونه وي، چې دقیقه او امېدواره کوونکي خبره ده.

د افغانستان اسلامي امارت لپاره د زندانیانو او مجرمینو روزنه یو سترهدف دی چې له خیر او ثواب څخه خالي نه ده، د هېواد په زندانونو کې مسوولین هڅه کوي ترڅو هغه تګلاره غوره کړي چې زندانیان په ښه توګه وروزل شي.

د اسلامي امارت له نظره، هغه درس چې بندي باید د بند په موده کې زده کړي، هغه احسان، عدل او له نورو سره ښه چلند دی او دا کار هغه وخت شونی دی چې د بندي په حق کې عدالت رعایت شي او له هغه سره په زندان کې انساني چلند وشي.

د قانون جوړوونکو له نظره، یوازې مجازات د ټولنې د خوندیتوب لپاره کافي نه ده، د ټولنیزو نظم د ساتلو لپاره باید نور اقدامات هم وشي، د مجرمینو روزنه کېدای شي چې ټولنې ته د روزل شوي او خیر غوښتونکي کسانو په توګه وړاندې شي، او د سالمې روزنې په شتون کې، هغه کسان چې له بند څخه خوشې شوي دي، باید ځان په ټولنیزو معاملو کې یو فعال او رغنده غړی وویني، نه د یو ګوښه شوي فرد په توګه، یوازې سزا ورکول د ټولنې د دفاع وسیله  نه ګرځي، د یوې ټولنې د ثبات د رامنځته کولو لپاره باید خلاقانه چلند غوره شی، له بندیانو سره ښه چلند ټولنیزو اخلاقو ته نوی رنګ ورکوي او اسلامي امارت په همدې فکر سره د هېواد د زندانونو د مدیریت لپاره اقدام کړی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *