اجتماعی

په جنایي تحقیقاتو کې د وېښتانو اهمیت

په اکثره جرمي اعمالو او قتلونو کې او په ځانګړي ډول هغه قتلونه، اخلاقي جرایم یاضرب او جرحه سرقت او اعتصاب اجباری زنا لواطت ترافیکې پیښی او داسی نورو جرایمو کې د ویښتانو د اثارو او علایمو د پیدا کیدو احتمال ډیر زیات وي خو د پېښې په ځای کې د ويښتیانو اثار او علایم باید په ډیر دقت او سړه سینه سره جمع شي ځکه چې د پېښې په ځای کې د ويښتیانو د اثارو پیدا کول جمع کول او حفظ کول د جنایی محقق د مهمو اجراآتو له جملی څخه ګڼل کیږي په دې لېکنه کې به د ویښتانو پیژندنه، د ویښتانو جنايي اهمیت، د ویښتانو په واسطه د هویت پېژندنه، او د پېښې په ځای کې د وېښتانو د اثارو ثبت او حفظ ( ساتلو ) باندې رڼا واچوو.

پوهیالی عبدالحی ابراهیمي
سریزه
په اکثره جرمي اعمالو او قتلونو کې او په ځانګړي ډول هغه قتلونه، اخلاقي جرایم یاضرب او جرحه سرقت او اعتصاب اجباری زنا لواطت ترافیکې پیښی او داسی نورو جرایمو کې د ویښتانو د اثارو او علایمو د پیدا کیدو احتمال ډیر زیات وي خو د پېښې په ځای کې د ويښتیانو اثار او علایم باید په ډیر دقت او سړه سینه سره جمع شي ځکه چې د پېښې په ځای کې د ويښتیانو د اثارو پیدا کول جمع کول او حفظ کول د جنایی محقق د مهمو اجراآتو له جملی څخه ګڼل کیږي په دې لېکنه کې به د ویښتانو پیژندنه، د ویښتانو جنايي اهمیت، د ویښتانو په واسطه د هویت پېژندنه، او د پېښې په ځای کې د وېښتانو د اثارو ثبت او حفظ ( ساتلو ) باندې رڼا واچوو.
د ویښتانو پیژندنه:
ویښته هغه تار شکله او ریښه ماننده شکلونه دي چې په مختلفو رنګونو او مختلفو ځایونو کې د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو د پوستیکې پر مخ نمو کوي.
د ویښتانو ساختمان
د فزیالوژی د علم په اساس ویښتان په دوه برخو ویشل شویدي:
الف:ـ دویښتانو خارجی برخه : د ویښتانو خارجی برخه د لاندي درېيو برخو څخه جوړه شویده.
۱: د ویښتانو ریښه:
۲: د ویښتانو ساقه:
٣. د ویښتانو څوکه:
لومړی) د ویښتانو ریښه: د ويښته هغه برخه ده د کومې په واسطه چې ویښته د پوستکې پرمخ وده کوي.
دوه یم) د ویښتانو ساقه: له هغې برخې څخه عبارت دی چې د ويښته د ريښې څخه شروع کېږي او تر څوکې پورې دوام کوي.
درېیم) د ویښتانو څوکه: له هغې برخې څخه عبارت ده چې لومړی د پوستکې پرمخ راوځي او وروسته د نمو څخه د ساقې په اخرنې برخه کې قرار لري.
هر کله چې د پېښې په ځاي کې کوم ویښته جناېې محقق پیدا کړي د لاندي شکلونو در لودونکې وي.
۱.کله چې د سر ويښته قطع شي؛ نو مقطع يې دایروي شکل لري.
٢. کله چې د بريتو ويښتان قطع شي؛ نو مقطع يې مثلث شکل اختیاروي.
٣. کله چې د تناسلي آله ويښتان قطع یا اصلاح شي؛ نو مقطع يې بيضوي شکل اخلي.
ب:ـ د ویښتانو داخلي برخه: که چېرې ویښتان د قوي میکروسکوب لاندې وليدل شي نو معلومه به شي چې د ویښتانو داخلي برخه هم د درېيو برخو څخه تشکیل شویده:
١. د ويښته د داخلي برخې لومړی قشر(Medulla)
۲ . د ويښته د داخلي قشر (Cortex )
۳. د ويښته د داخلی برخي خارجي قشر
د ویښتانو جنايي اهمیت
ویښتان په جنايي تحقيقاتو کې مهم رول لري او د ویښتانو په واسطه لاندې اړین معلومات لاسته راتلی شي:
الف: د حرارت د درجې معلومول:
مثلا: کله چې د حرارت درجه لوړه شي د ویښتانو رنگ تغیر کوي او که د اور لگېدنې په قضایاوو کې که د حرارت درجه (۱۵۰ سانتی گرید) ته ورسېږي؛ نو که ویښته تور وي سور رنگ غوره کوي.
ب: میخانیکې تاثيرات معلومول:
د ویښتانو په واسطه ځینې میخانیکې تاثيرات تثبيت کولی شو مثلا: د میکروسکوب د مطالعاتو په اساس موږ کولای شو چې معلوم کړو چې آیا دا ویښته غوڅ شوي، فشار ورکړل شوی او که ایستل شویدي.
ج: مسلکې گرد معلومول:
همدارنگه د ویښتانو په واسطه ځینې مهم قراین هم په لاس راتلی شي چې دغو قراینو ته په جنایي اصطلاح کې مسلکې گرد (د شغل مطابق گرد لکه د ژرندوال په ويښتانو باندې د اوړو د زراتو گرد چې ښکاره کوي چې دا وېښته د چا دي؟ او همدارنگه که موږ د پېښې په ځای کې د داسې ویښتانو سره مخ کیدلای شو چې د فلزاتو زرات ورباندې وي؛ نو دا ښکاره کوي چې دا ویښتان د اهنگر دي).
د: جنسیت معلومول:
په همدې ترتیب ځينې عالمان په دې عقیده دي چې کېدای شي د ویښتانو په واسطه جنسیت معلوم شي چې آیا دا ویښتان د نر دي او که د ښځې؟
هـ : سن (عمر) معلومول:
د ویښتانو په واسطه عمر هم معلومولی شو، اولسټرلن (Aulsterlan )چې الماني عالم دی د ویښتانو متوسط قطر په مختلفو عمرونو کې تعيین کړی دی.
د انسان او حيوان د وېښتانو توپیر
د ډېرو تحقیقاتو په نتيجه کې جنايي علوم په دې قادر شول چې د ویښتانو انواع یو د بل څخه تفکیک کړي چې د همدې تحقیقاتو په دوام اوس جنايي علوم کولی شي د انسان او حيوان د ویښتانو تر منځ تفکیک وکړي چې په لاندې ډول دي.
د نر او ښځې د وېښتانو توپېر
دغه توپېر د دوو مشخصاتو په واسطه کېږي.
١. د ویښتانو د مقطع په اساس: که چېرې د ویښتانو مقطع ( ۰۰.۸) ملي متره څخه کمه وي؛ نو دا ویښتان د نر دي او که د ( ۰ ، ۰۸) ملي متر څخه زیاته وي د ښځو ویښتان دي.
٢. د ویښتانو د اوږدوالي په اساس: د نرانو ويښتان په عمومي ډول د (۳) سانتي متره څخه تر (۱۵) سانتي متره پورې اوږدوالی لري حال دا چې د ښځو ویښتان د (۳۰) سانتي متره څخه تر (۵۰) سانتي متره پورې اوږدوالی
لري.
د مصنوعي او اصلي وېښتانو توپیر
د طبيعي او مصنوعي ويښتانو تر منځ فرق ډېر ساده دی چې په لاندې د لایلو سره موږ کولی شو د طبيعي او مصنوعي ويښتانو تر منځ فرق وکړو.
۱. طبيعي ویښتان ریښې لري؛ مگر برعکس مصنوعي ویښتان ریښې نه لري.
٢. اکثره مصنوعي ویښتان ډېر چټل وي دا ځکه چې مصنوعي ويښتان ډېر زیات د گرد او غبار د جذبولو قابلیت لري؛ مگر که طبعي ویښتان هر څومره خیرن وي بیا هم د مصنوعي پاکو ویښتانو څخه پاک وي.
نوټ : نورتوپیرونه يې د مکرسکوپ په واسطه لیدل کېږي.
لاسته راغلي ویښتانو د ځای تعین
که چېرې لاسته راغلي ویښتان د (۳) سانتي مترو څخه کم وي او د طبعي څوکې لرونکې وي دا ویښتان د سيني ، مټو او ورنونو دي. خو که چېرې لاس ته راغلي ویښتان د (۳) سانتي مترو څخه زیات وي نو دا ویښتان به یادسر وي یا به د ږیري خو د یادولو وړ ده چې د ویښتانو په پېژندلو کې تنها طول په نظر کې نه نیول کیږي.
د پېښې په ځای کې د وېښتانو د اثارو ثبت او حفظ
کله چې جنایی محقق د پېښې په ځای کې ویښتان پیدا کړي، لومړی یې باید ثبت (عکاسي، اندازه او په پروتوکول کې يې درج کړي او د حامل جسم سره یوځای د بعدي اجراتو لپاره لابراتوار ته ولېږل شي.
یادونه: د لابراتواري تحقيقاتو لپاره باید (۱۰۰) تاره ویښتان د بدن د مختلفو ځایونو څخه اخیستل کېږي چې ویښته باید د بدن د پوستکې سره ډېر نږدي غوڅ شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *