اجتماعی

د سيمې د اتصال لپاره د رېل پټلۍ  او ارزانه او اسانه سوداګري

يو شمېر افغان سوداګر وايي، چې ۹۵ سلنه سوداګريزه راکړه ورکړه يې د رېل پټلۍ له لارې کېږي. دا سوداګري وروسته له هغه پيل او پراخه شوه، چې د هېواد يو شمېر بندرونه د رېل پټلۍ له ليکو سره ونښلول شول او د هېواد په څو ځايونو کې د رېل پټلۍ ليکې جوړې شوې.

حمزه

يو شمېر افغان سوداګر وايي، چې ۹۵ سلنه سوداګريزه راکړه ورکړه يې د رېل پټلۍ له لارې کېږي. دا سوداګري وروسته له هغه پيل او پراخه شوه، چې د هېواد يو شمېر بندرونه د رېل پټلۍ له ليکو سره ونښلول شول او د هېواد په څو ځايونو کې د رېل پټلۍ ليکې جوړې شوې.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې وېيلي، چې يوازې يې په تېره غويي مياشت کې ۴۲۷ زره او ۵۹۵ متريک ټنه توکي د رېل پټلۍ له لارې صادرات او وارد شوي دي، د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې وياند عبدالسميع دراني وېيلي چې هره ورځ د رېل پټلۍ له لارې ۸ قطاره سوداګريز مالونه افغانستان ته راوړل کېږي او يو قطار هم د افغانستان له خوا بهر ته پر همدې پټلۍ لېږدول کېږي. ده زياته کړې، چې تېر کال هره مياشت دا صادرات او واردات ۳۸۳ زره متريک ټنه وو. د هغه په خبره تېر کال ۴،۶ ميليونه متريک ټنه صادرات د رېل پټلۍ له لارې شوي دي.

وېل کېږي، چې افغانستان له څلورو هېوادونو سره همدا اوس د رېل پټلۍ د ليکو په واسطله نښلول شوی دی، چې ټول ټال دغه ليکې ۲۷۲ کيلو متره اوږدوالی لري.

د رېل پټلۍ پر مټ سوداګريزه راکړه ورکړه ډېره ارزانه تمامېږي او د هېواد پر اقتصاد نېغ په نېغه مثبته اغېزه لري. د دې ترڅنګ افغانستان له څو کالو راهيسې له بهر سره د هوايي دهليزونو له لارې راکړه ورکړه لري، دا ځکه چې د مځکې له لارې د افغانستان د سوداګرۍ په مخ کې سخت خنډونه پراته دي، په همداسې حالت کې د رېل پټلۍ له لارې راکړه ورکړه د افغانانو د اقتصادي ودې لپاره حياتي ارزښت لري.

په نړيواله اوسيمه ييزه کچه هم هڅې روانې دي، چې د افغانستان له ستراتيژيک اهميت څخه غوره ګټه پورته کړل شي او سيمه د افغانستان له لارې سره وصل کړل شي،اوس د سيمې هېوادونو منلې چې د افغانستان موقعيت د سيمې د اتصال سبب ګرځېدلی اوله دې پرته د سيمې اتصال ناممکن دی.

په دې وروستيوو کې د افغانستان د رېل پټلۍ ملي ادارې پلاوي په ترکيه کې د رېل پټلۍ نړيوالې ټولنې په غونډه کې د ګډون لپاره ترکيې ته لاړ او د دې ټولنې د منځني ختيځ څانګې په غونډه کې يې د تېر یو کلن مزل معلومات وړاندې کړل.

دغه غونډه چې د ترکیې په کوربتوب په استانبول ښار کې جوړه شوې وه، د ایران، اردن، سعودي عربستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د رېل پټلۍ مشرانو په کې ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو د معلوماتو له شریکولو خورا خوښي څرګنده کړه، د اوسپنې پټلۍ ادارې فعالیتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او ژمنه يې وکړه چې له افغان رېل پټلۍ سره به خپلې مرستې ډېروي.

د رېل پټلۍ نړیوالې ټولنې (UIC) موخه دا ده چې د رېل پټلۍ لپاره نړیوال معیارونه رامنځته کړي، په نړۍ کې د اورګاډي ټرانسپورټ ته وده ورکړي، د اورګاډي شرکتونه سره نږدې کړي او په روان 1302 کې د رېل پټلۍ ترمنځ د تجربو تبادله اسانه کړي. د رېل پټلۍ نړیواله ټولنه (UIC) په 1922 کال کې په اکټوبر مياشت کې د فرانسې په پاریس ښار کې ايجاد شوه چې له 90 کلونو ډېر عمر لري.

دا ټولنه يا اتحادیه د رېل ټرانسپورټ په جوړښت کې مختلفې برخې يا څانګې لري، لکه د مسافرینو، کارګو، تیز رفتار سیسټمونو، بیړیوو، نښو، د رېل خوندیتوب او امنیت برخې د دې ټولنې څانګې فعالیتونه کوي، همدا رنګه دا ټولنه د رېل پټلۍ او رېل صنعت د ودې او پراختيا لپاره متخصصین او تخنیکي وړتياوې لري او په دې برخو کې د اړو هېوادونو لکه افغانستان، د رېل پټليوو اړتیاوې پوره کوي.

د دې ټولنې هڅې دا دي، چې د رېل پټلۍ په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي، د هرات ـ خواف رېل پټلۍ دوهمه برخه هم تر کار لاندې ده او له دې لارې افغانستان په اسانه د منځني ختيځ د رېل پټلۍ او همدا رنګه له اروپايي هېوادونو سره نښلېدلی شي. افغانستان له نن څخه نږدې سل کاله وړاندې د رېل پټلۍ چارې پيل کړې، خو د جګړو او يرغلونو له امله دا هڅې له خارو سره خاورې شوې.

د لومړي ځل لپاره افغانستان له جرمني څخه د رېل پټلۍ تاسيسات راوړل او په کابل کې يې ۷ کيلو متره رېل پټلۍ جوړه کړه، په 1920 زيږديز کال کې شاه امان الله له يوه جرمني شرکت (هنشل) څخه د دغه هېواد په کسل ښار کې د رېل تاسیسات وپيرل او بيا يې د کابل ښار او د دارالامان قصر ترمنځ لاره کې د رېل لومړۍ پټلۍ جوړه کړه، دا ليکه د مسافرينو د وړلو راوړلو لپاره ایجاد شوه، چې د برېښنايي واگنونه پر مټ يې تګ او راتګ کاوه. له بده مرغه چې دا ليکه هم د جګړو د اور خوراک او دړې وړې شوه او پاتې نور تيار کړل شوي تاسيسات او وسايل يې تر ننه پورې په جرمني کې پاتې شول. د دې لومړۍ رېل پټلۍ پاتي شوني لا تر اوسه هم د دار داالامان مانۍ په څنګ کې پراته دي، چې په ملي موزيم کې د تاريخي اسارو په توګه ساتل کېږي.

اوس د حیرتان بندر د رېل پټلۍ را غځول شوې ده، چې پرې د سون توکي را وړل کېږي. بل لوری د هرات تورغونډۍ بندر له لارې افغانستان له ترکمنستان سره د رېل پټلۍ پر مټ وصل شوی دی، دا پټلۍ يو کيلو متر د افغانستان خوا ته را غځول شوې ده او د پاتې کارونو لپاره يې هڅې کېږي. د رېل پټلۍ د پراختيا لپاره هڅې او هيلې اوس پراخه شوې دي. د افغانستان ګاونډيان هم پوهېدلي، چې له افغانستان پرته بله ارزانه، اسانه او غوره لار نه لري، چې پرې له سيمې سره وصل شي، نو دا هېوادونه اړ دي، چې دې لارې ته لومړيتوب ورکړي او د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان له لارې وصل شي. که افغانستان د سيمې د اتصال پر مرکز عملاً بدل کړل شي، نو په اسانه له اروپا سره هم وصلېدای شي.

د خلکو او سوداګرو لويه غوښتنه هم همدا ده، چې په افغانستان کې دې د سالم رقابت لپاره هڅې پراخه کړل شي، دا نه يوازې د تل پاتې سولې سبب ګرځي، بلکې د سيمې څو سوه کلن کړکېچ ته هم د تل لپاره د پای ټکی ږدي.

افغانستان د سيمې د وصل مرکز دی او له دغه مرکزه بايد په ښه او غوره توګه کار واخيستل شي، دا کار د سيمې او په تېره بيا د ګاونډيوو هېوادونو په اجماع او عملي هڅو پورې اړه لري. د سيمې او ګاونډ هېوادونه بايد د خپلې تل پاتې او روا ګټې لپاره د رېل پټليوو په پراختيا او تکميل کې همکاري وکړي، په دې برخه کې د چين او منځنۍ اسيا هېوادونو هڅې د ستاينې وړ دي، خو دا هڅې بايد سراسري او د اکمال تر بريده ورسول شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *