صحت

د تنباکو او سګرتو څکول مختلفې ناروغۍ رامنځته کوي

تنباکو هم هغه بوټي دی چې د نورو مخدره توکو په څېر ترینه استفاده کول په یو ډول د انسان روح، دماغ او ذهن متاثره کوي، چې د ژوندانه د چاپیریال د ککړتیا ترڅنګ په تدریج سره په خلکو کې مختلفې ناروغي هم رامنځته کوي

شاه محمود درویش

تنباکو هم هغه بوټي دی چې د نورو مخدره توکو په څېر ترینه استفاده کول په یو ډول د انسان روح، دماغ او ذهن متاثره کوي، چې د ژوندانه د چاپیریال د ککړتیا ترڅنګ په تدریج سره په خلکو کې مختلفې ناروغي هم رامنځته کوي، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوي، چې په افغانستان کې کابو ۲۷ سلنه خلک په منظم ډول له تنباکو څخه استفاده کوي چې دوه اعشاریه ۶ سلنه یې ښځې دي ، یعنې په هیواد کې د نارینه وو او ښځو په ګدون ۲۷ سلنه هیوادوال له تنباکو څخه په استفادې او کارونې اخته یا روږدي دي، چې په ټوله کې څوک یې د سګرت په څکولو او چلم کې د کارونې او څوک یې هم په خوله کې لکه د نسوار او پان په شکل استفاده کوي، چې له امله یې ډیری دغه هیوادوال د خولې د سرطانونو په ناروغۍ هم اخته شوي دي. همداراز ویل شوي چې د نړۍ په کچه هر کال ۸ میلیونه خلک د تنباکو د کارونې له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي، البته د تنباکو دود (لوګی) یولامل د هوا د ککړتیا دی او د مختلفو ناروغیو سبب هم کېږي.

بناءً زمونږ قدرمن کروندګر باید هڅه وکړي چې د نیشه یې توکو په څیر په خپلو کروندو کې تنباکو هم کښت نه کړي، ځکه چې له تنباکو څخه په مختلفو ډولونو استفاده خلکوته روغتیایي ستونزې او ډول ډول ناروغۍ پیداکوي، نوله شک پرته ویلی شو چې له تنباکو څخه په کارونې چې هیوادوالو ته کومې ستونزې او ناروغۍ رامنځته کېږي په هغه کې ۵۰ سلنه هغه کروندګر چې په خپلو ځمکو کې تنباکو کري، دوئ هم مقصر او ګناه کار بلل کېږي ځکه په اګاهانه او غیر اګاهانه ډول چې زمونږ  بزګران په خپلو کروندو کې د حلال کرکیلې پرځای حرام توکي کښت کړي، نو دقانون او شریعت په وړاندې  به هم دوئ بې له شکه چې ملامت او ځواب ویونکي وي.

البته دې ټکي ته موهم باید پام وي چې په نړۍ کې دهرانسان لپاره ترهرڅه نه غوره شتمني روغتیا ده، ځکه هرشخص د بشپړې روغتیا اوسلامتیا په درلودلو سره کولی شي د رب العالمین د رښتیني عبادت د ادا کولو ترڅنګ، خپل ورځینۍ چارې هم په ښه توګه پرمخ یوسي او په دې ډول د ځان، دخپلې کورنۍ او په ټولیزه توګه هیواد او هیوادوالوته د غوره خدمتونو مصدر وګرځی، نوځکه هر انسان ته ښایي چې د خپلې روغتیا او سلامتیا په ساتنه کې ډیر هوښیار، ځیرک او هڅانده و اوسېږي، پردې اساس په هره ټولنه کې د نورو لاملونو ترڅنګ سګرت څکول هم هغه عمل دی چې ځینې و ګړي (نارینه، ښځې، ځوانان …) پرې اخته یا روږدي دي، البته دا خو ټولو ته روښانه ده چې سګرت له تنباکوڅخه جوړ شوی محصول دی، نو همدغه د سګرت څکول د دوئ روغتیا او سلامتیا  ګواښي او د ژوند په بهیر کې  دوئ له ډول ډول روغتیایي ستونزو  سره مخامخوي، د یادونې وړ ده چې په دې هکله مطالعاتو ښودلې ده، هغه ځوانان چې سګرت څکوي او یا هم د دوئ میندو د امیدوارۍ په دوران کې یې سګرت څکولي  په دوئ کې د اوریدلو د ستونزو امکان او همدارنګه په ښه توګه د نورو کسانو په خبرو د پوهیدو ستونزې زیاتې دي، په دې هکله د څیړونکو له لورې د ۶۷ تنو تنکیو ځلمیانو پرمخ د ازمایښت په لړ کې داسې پایله ترلاسه شویده: هغه کسان چې د سګرت د دود(لوګي) له ګواښ سره مخامخ شوي، پر یوځای دفعتاً د یوې پېښې یا غږونو په هکله هغوئ نشي کولی چې په راحتي سره فکر وکړي او غږونه تشخیص کړي، او ددغه ګروپ په هکله یې زیاته کړې، چې د دوئ (اسکن) ښیي په دود (لوګي) دخطر په وړاندې د مغز سپین رنګه ماده  چې د پیغام لیږدونې ډنډه او مسئولیت لري، د بدلونونو سره یې مخ کوي، څیړونکو د تنکیو ځلمیانو تر مطالعې لاندې ماغزه (اسکن) کړل او ویې موندله، احتمال لري چې د هغو کسانو د مغز سپین رنګه ماده چې د سګرت د دود(لوګي)  په وړاندې شتون لري، لوړه  وي، ډیره ده.

تیرو مطالعاتو ښودلې وه چې د ماشومانو د مغز سپین رنګه ماده چې له حد نه زیات یې پرمختګ کړی دی د غږونو  په لیږدولو کې ستونزې لري، ځکه چې نوموړې ماده له پاتې مغز سره همغږی نه ده.

څیړونکي په دې عقیده دي چې د مغز سپین رنګه مادې زیات تولید د (نیکوتین) له امله دی ځکه چې د (استیلکولین) په نوم د ترکیبي تحریک باعث کېږي.

کمپیوټري ټسټونو د( ۱۳ نه تر ۱۸ ) کلونو د ځوانانو د ګروپ پرمخ، همداشان ډیر تائیدي شواهد د نوموړي موندنې په هکله برابرکړي. ددغه څیړنو په هکله ویل شوي، چې له دغه ستونزو څخه متاثره کسان په هغه چاپیریال کې چې د حواس د ګډوډیدو عامل شتون ولري خامخا ستونزې هم وي، دا کیدای شي د لوست ټولکی وي، چیرې چې ټول خبرې کوي او یو پرجم اوجوش چاپیریال دی، دغه ستونزه د نورو ستونزو سره په ګډه لکه: رفتاري اختلال کولی شي زده کوونکی په تحصیل کې د ناکامۍ پرلورې را وکاږي، په همدې ترتیب هغه کسان چې د نورو د سګرت د دود(لوګي) په وړاندې شتون لري، امکان لري چې هغوئ خپل د اوریدو حس او ځواکمنتیا له لاسه ورکړي، تیرو مطالعاتو ښودلې وه    هغه کسان چې سګرت څکوي کیدای شي خپل د اوریدلو ځواکمنتیا له ګواښ سره مخامخ کړي، خو وروستي مطالعات چې د تنباکو د کنټرول په خپرونه کې په ګڼ شمیر امریکایانو باندې ترسره شوې، ښودلې ده چې ددې امکان هم شته هغه کسان چې سګرت نه څکوي او دسګرتي کسانو د سګرت د لوګي په وړاندې شتون ولري دا خطر هغوئ ته متوجه دی.

څیړونکي په دې عقیده دي چې د سګرت دود د غوږونو په ډیرو کوچنیو رګونو کې د وینې جریان د ګډوډیدو لامل کېږي، دغه لامل ددې سبب کېږي چې په کافې اندازه اکسیجن غوږونو ته و نه رسیږي او سربیره پردې هغه مواد چې د اوریدو په موخه د وینې په هغه رګونو کې چې غوږونو ته غځول شویدي په یوځای کې را غونډ شي چې دغه لاملونه بالاخره د انسان د اوریدو ځواکمنتیا زیانمنوي، البته دغه لامل له هغه زیانونو څخه چې سړی د ډیر اوچت غږ سره مخامخ کېږي او یاهم شخص زړیږي منځته راځي، کاملا توپیر لري، د پوهانو دغه څیړنې چې د ( میامی او فلوریدا ) په پوهنتونونو کې د اوریدو د ځواکمنتیا  په موخه په ګڼ شمیر سګرت څکونکو او غیر سګرتی کسانو ترسره شوې،( دغو کسانو په خپل ژوند کې هیڅکله سګرت نه و څکولي او یاهم څه موده وړاندې یې سګرت پریښي وو).

همداراز ویل شوي، هغه وخت چې سړی د لوګي د ګواښ په وړاندې و درېږي یوډول ماده د هغه په بدن کې جوړیږي چې (کونینین) نومیږي، څیړونکې دغې موضوع ته په پاملرنې او یا د تېرو ترسره شویو مطالعاتو په لړکې دیته متوجه شول، هغه کسان چې د نورو دسګرت د لوګی په  وړاندې شتون لري د دوئ د اوریدو ځواکمنتیا د نورو د اورېدو له ځواکمنتیا څخه کمزورې ده، دغه موضوع دا ښيي که چیرې تاسې سګرتي هم نه یاست او ستاسو په خوا کې ستاسو دوستان یا دکورنۍ غړي مو سګرت څکوي ستاسو د اوریدو ځواکمنتیا هم د خطر سره مخامخ ده.

البته ځانګړي څیړونکي په دې هکله داسې ویلي: دغه څیړنې ښیي چې د سګرت لوګی نه یوازې د سګرت څکوونکي ته ډیر ضررونه لري، بلکې دهغه شاوخوا خلک هم قرباني کوي.

همداشان نورې څیړنې هم ښیي چې په سګرتو روږدي کېدل یا دسګرتو څکولوته لیوال کېدل کېدای شي چې وراثتي او ژنتیکي و اوسیږي. پوهانو د انسان پرمغز  په خپلو څیړنو کې  په دې توانیدلي، ددې لامل چې ولې ځینې کسان نه شي کولی د سګرتو د څکولو عادت له ځانه لرې کړي او دسګرتو څکول پریږدي، پیدا کړی دی.

څیړونکي وایي: دغه لاس ته راوړنه کولی شي له دوئ سره پرسګرتو د روږدو کسانو د درملنې او دسګرتو دعادت پریښودو په برخه کې د غوره شیو په پیداکولو کې مرسته وکړي، په دغو څیړنو کې معلومه شوېده چې په ځینو کسانو کې په ځانګړي ډول په ارثي توګه د نیکوتین دحساس پروتیني اخیستونکو یوه فرعي برخه شتون لري چې دسګرت د نه څکولو د حس په کمزورتیا کې اغیزه لري، په عادی حالت کې د پروتیني اخیستونکې برخه په مغز کې ددې لامل کیږي، ترڅو د نیکوتین کچه د انسان په بدن کې له خپلې ځانګړې اندازې څخه لوړه شي او دبدن لیوالتیا  دغه مادې ته کمه شي، په داسې حال کې په هغه کسانو کې چې د سګرت په نه څکولو قادر نه دي، دغه برخه په ښه توګه عمل کوي.

پوهانو په آزمایښتي توګه په حیواناتو کې د یو ژنتیکي خوځښت  په رامنځته کولو او له مغز څخه ددغه اخیستونکي برخې په لمنځه وړلو کې دېته متوجه شول چې په دغه حالت کې هغوئ له عادې کچې څخه زیات نیکوتین مصرفوي، دغه شان یوه څیړنه  چې په نږدې دوه نیم میلیونه کسانو ترسره شوې ده، ویل شوي دي هغه ښځې چې سګرت څکوي څو ځلي یې ددې خطر ډیر دی چې د نارینه وو په پرتله ژر د زړه په ناروغۍ اخته شي، دا څیړنه په امریکا کې د میشتو ساینس پوهانو له خوا د سینګاپور، ناروې او ترکیې په ګډون په یوشمېر هیوادونو کې ترسره شوې ده، البته په څیړنه کې دا نه دي ویل شوي چې ولې  په ښځو کې د زړه په ناروغي داخته کیدو احتمال ډیر دی؟ خو وایي: ښایي چي ښځې د نارینه وو په پرتله د سګرتو  ډیر کیمیاوي زهري مواد جذب کړي، نوموړې څیړنه وایي، ښایي همدا لامل وي چې ښځې د نارینه وو په پرتله دسږو په سرطان هم ډیر اخته کېږي.

پردې اساس په ټولیزه توګه دې پایلې ته  رسېږو هرهغه عوامل او کړنې چې په پایله کې زمونږ روغتیا او سلامتیا ګواښوي باید دهغو دمخنیوي د لارو چارو په موخه هر راز ګټور معلومات  چې ترلاسه کوو په رښتیني توګه پرې عمل وکړو، ترڅو د ژوند په بهیر کې بشپړه روغتیا، سلامتیا او تلپاتې هوساینه مو خوندي پاتې شي.

همداراز د ټولنې ټولو وګړو او په ځانګړی توګه ځوانانو او تنکیو زلمیانو ته د خپلې روغتیا او سلامتیا  دساتنې په موخه ډیره اړینه او ضروري ده چې د سګرتو له څکولو او یا د نورو مخدره توکو له کارونو څخه ځانونه وساتي، ځکه د سګرتو په ګدون د هر راز دخانیاتو استعمال  د دوئ روغتیا او هوسا ژوند له ګواښ او ستونزو سره مخامخوي، پردې اساس هر هیوادوال ته ښایي چې د سګرتو او نورو دخانیاتو د استعمال په موخه چې کومې پیسې له دوئ څخه مصرف کېږي، هغه پیسې دې د تازه میوو اخیستلو ته ځانګړې کړي ترڅو په دې ډول هم له ناوړه عملونو څخه و ژغورل شي او هم د تازه میوو له استفادې سره د دوئ بدن غښتلی او بشپړه روغتیا یې همیشنۍ شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *