افغانستان

ملا برادر اخوند د ایران له لوړپوړو امنیتي او ملکي چارواکو سره لیدنې ترسره کړې

په یاده لیدنه کې دواړو لورو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې پر ښې همغږۍ، د اوبو مدیریت، ترانزیټ او د ایران له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړي.

په یاده لیدنه کې دواړو لورو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې پر ښې همغږۍ، د اوبو مدیریت، ترانزیټ او د ایران له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د یادې لیدنې پر مهال د افغانستان او ایران اړیکو ته په اشارې سره ویلي، افغانستان او ایران تل په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې ښې او دوستانه اړیکې لرلې دي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د یادو اړیکو د پياوړتیا او پراختیا لپاره په ګډه ډېرې هڅې شوې دي او دا هڅې لا هم دوام لري.

د نوموړي په وینا؛ افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته په کتو سره دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدای شي او اړتیا ده، چې د دغه موخې ترلاسه کولو لپاره دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې او تخنیکي ټیمونه په ګډه سره کار وکړي.

ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له ایران څخه د مهاجرینو د کوربه‌توب مننه کړې او ویلي يي دي؛ ایران د مهاجرینو په اړه اسلامیت، بشریت  ګاونډیتوب او د هغو حقوق او نورمونه پېژني.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا رییس احمدیان د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړی او د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته یې په ایران کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د ښه سلوک په اړه ډاډ ورکړی.

نوموړي د ترانزیټ موضوعاتو ته په اشارې سره ویلي؛ ایران او افغانستان د چین د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې ډېر مهم رول لري، چې چین د افغانستان له لارې ایران، عراق، سوریې او مدیترانه سمندر سره نښلولی او اروپا ته رسولی شي.

همداشان د ریاست‌‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هیواد د کورنیو چارو له وزیر احمد وحيدي  سره وکتل.

دغه لیدنه د ایران د کورنیو چارو وزارت کې ترسره شوه چې له ملا عبدالغني برادر اخوند سره د اسلامي امارت یوشمېر وزیرانو او د وزارتونو باصلاحیته استازو هم ګډون پکې درلود.

د غونډې په پیل کې د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند د ایران دولت له همکاریو څخه مننه وکړه او وویل، چې د ایران دولت تل په سختو شرایطو او حوادثو کې د افغانانو لاسنيوی کړی او همدا اوس هم زمونږ د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی.

همدا راز ملابرادراخوند د خپلو خبرو په دوام وویل، نن ښه فرصت برابر شوی څو دواړه دوست هیوادونه په اقتصادي او امنیتي برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، ځکه یو باثباته او پرمختللی افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی. د دغه لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ایراني لوري وغوښتل څو په دغه هېواد کې د بېلابېلو سپکو جرمونو په تور افغان بندیان خوشي او پاتې نور افغان حکومت ته وسپاري. دغه بندیان به د بند پاتې وخت د افغانستان په زندانونو کې تېر کړي.

ملا برادر اخوند د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، اسلامي امارت د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هڅه کوي څو افغانان په خپل هیواد کې با عزته ژوند ولري او په خپل هیواد کې د خپلو هیوادوالو د خدمت جوګه شي.  همدا راز د یادې لیدنې پر مهال له مخدره توکو سره مبارزه د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب وباله او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق صفر ته راټیټ شوی.

د دغه لیدنې پر مهال د ایران د کورنیو چارو وزیر ښاغلي احمد وحيدي افغان پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې نن تر ټولو ښه فرصت برابر شوی څو ایران او افغانستان په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې له شته فرصتونو په ښه توګه استفاده وکړي. د نوموړي په خبره، ایران له خپلې خاورې د افغاني محصولاتو ترانزیټ ته لومړیتوب ورکوي، څو د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راشي. ښاغلي وحیدي همدارنګه د افغاني محصولاتو لپاره ایران د یو نږدې او ښه مارکېټ په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه، چې افغان لوری دې خپل محصولات له ایران سره په دغه هېواد کې د بازارموندنې په موخه شریک کړي، څو په ایران کې ورته د خرڅلاو ښه فرصتونه برابر کړي.

د ایران د کورنيو چارو وزیر ښاغلي وحيدي همداشان په ایران کې د افغان کډوالو مېشت کېدل د ایران لپاره یو ښه کاري فرصت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د افغان کډوالو د لا ښه انسجام او د هغوی ستونزو ته د رسېدو په موخه د دواړو هېوادونو له لوري یو مشترکه کمېټه جوړه شي.

ښاغلي وحيدي د خپلو خبرو په دوام وویل، د سرحداتو پیاوړتیا، د دواړو هيوادونو ترمنځ مشترک بازار، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه، د سرحدي پوستو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ترانزیټ پراختیا او په سرحدي سیمو کې د دواړو هيوادونو د وګړو د ژوند ښه والی د ایران لومړیتوب دی او ټینګار یې دا دی چې په یادو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پرله‌پسې او مؤثرې هڅې وکړي.

د دې ناستې په ترڅ کې همداشان له چابهار څخه تر نیمروز، هلمند او کندهار پورې د رېل پټلۍ پر جوړېدو، افغان محصلینو ته د زده کړو د ښه فرصت پر ایجاد، د افغانستان له لارې له چین سره د ایران اتصال او د افغانستان له لارې ازبیکستان د ایران په واسطه له عمان بحيرې سره نښلول هغه موضوعات وو، چې په دغه غونډه کې پرې بحث وشو. ایراني لوري د افغانستان له لارې له چین سره پر وصلېدلو ټینګار وکړ او دا چاره یې د دواړو هېوادونو په ګټه وبلله. ملا برادراخوند هم دې موضوع ته د اهمیت ورکولو او د کار ګړندي کولو  ډاډ ورکړ.

د ناستې په پای کې پرېکړه شوې، چې دواړه هېوادونه باید له راغلي فرصت څخه په ښه توګه استفاده وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي چې د ایران او افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *