افغانستان
په ننګرهار کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ونیول شول
په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو مسئولینو د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د نیولو خبر ورکړی دی.
په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو مسئولینو د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د نیولو خبر ورکړی دی.
د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي باختر آژانس ته وویل، چې دغه وسلې او مهمات د ننګرهار ولایت نازیانو ولسوالۍ په لنډي کلي کې له یو کس څخه نیولې، چې په کې کلاشينکوفونه ۲ جيمرونه، ۲ لاسي بمونه، ۱ د کلاشينکوف کنداغ، سربېره ګڼ شمېر د هاوان، دهشکې، اېم ۱۶، زيکويک ګولۍ شاملې دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې سلګونه میله وسلې او مهمات نیول شوي وو.