فرهنگی

ملي فرهنګ ته پاملرنه د ټولو هېوادوالو مسئولیت دی!

کلتور  ديوې ټولنې هغه مادي او معنوي ارزښتونه، رواجونه، عنعنات او عقاید دي، چې ټولنه دتکامل لوري ته بیايي .

شیرمحمدامیني ستانکزی

کلتور  ديوې ټولنې هغه مادي او معنوي ارزښتونه، رواجونه، عنعنات او عقاید دي، چې ټولنه دتکامل لوري ته بیايي .

زموږ اصیل افغاني کلتور داسلامي کلتور پر بنسټ رامنځته شوی؛ نو د دې لپاره پکارده، چې خپل اصیل کلتور دپردیو هېوادونو له ناوړه کلتورونو څخه وساتو، چې په دې کار سره به مو خپل اسلامي او افغاني مسوولیت او رسالت په ښه توګه ترسره کړی وي. همدارنګه دخپل افغاني دود په پرمختګ او رواجولو کې کوټلي ګامونه اخيستي وي .

یوملت ترهغه وخت پورې ژوندی پاتې کېدای شي، چې کلتور يې ژوندی وي او خپل کلتور ته يې لازمه پاملرنه کړې وي.

دا چې کلتور دیوې ټولنې ملي هویت په پاتې کېدو کې نوي او راتلونکي نسلونو لپاره مهم رول لري، نو همداسې په ژغورنه او ساتنه کې هرافغان مکلف دی، چې په رواجولو کې لومړیتوب ورکړي، څو زموږ راتلونکي نسلونه په افغاني کلتور  وویاړي . دکلتوري چارو کارپوهان وايي: کله چې دیوې ټولنې کلتور له منځه لاړشي، نو ټولنه هم دله منځه تلو ګواښ سره مخ کیږي او بالآخره دنېشت کندې ته لویږي .

نن ورځ ډېری هېوادونه په دې هڅه کې دي، چې څنګه پرموږ خپل کلتور پلې کړي، دوی له هرو ممکنه لارو کوښښ کوي، چې زموږ په هېواد کې خپلو ناوړو کلتورونو ته وده او په رواجولو کې برلاسی ترلاسه کړي .

خو بیاهم ددغو هڅو او کوښښونو پر وړاندې داطلاعاتواوکلتور وزارت دتاریخي سیمو، ټولنیزو معیارونو، پخواني او تاریخي رواجونو، ديني او مذهبي ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او زیار يې ایستې، چې دهېواد ډېریو سیموکې ملي، تاریخي او هنري آثارو، آبدو او لرغونوسیمو ته ځانګړې پاملرنه او هڅه کوي، چې دهېواد ملي هویت خوندي پاتي وي .

نوموړې اداره خلکو ته جوته کړې، چې دخپل ملي او اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړي او دلرغوني افغانستان هويت راتلونکي نسلونو ته  په پاتې کیدو؛ ټول هېوادوال په رابللو مسوولیت منونکي وګڼي .

سره له دغو کلتوري هڅو په دې  ورستیو ورځو کې دهېواد ډېریو سیمو کې ځوانانو بېلابېل کلتوري او ادبي خوځښتونه پيل کړي دي او دکلتوري ناستو، مشاعرو، لیکنو، دتاریخي او کلتوري آثارو دخوندیتوب او رغولو پرمټ يې تر یوه بریده کلتوري لړۍ يې ځلولي. خو نه یوازې په دې بسنه وشي؛  بلکې په دغه اوږده کلتوري مزل کې ټول هېوادوال خپل ایماني او وجداني مسوولیت په ښه توګه اداء کړي .

داطلاعاتو او کلتور وزارت  نه ډېره غوښتنه کیږي، چې دتاریخي آبداتو، کلتوري سیمو، هنري آثارو، سیلاني سیمو او مقدسو اماکینو په ساتنه کې ترخپلې وسې مرستې او غوره چوپړتیاوې ترسره کړي . له نېکمرغه ویلی شو، چې دلوګر داطلاعاتواوکلتور ریاست هم په دې وروستیو ورځو کې په دې توانیدلی، چې دافغاني کلتور په پراخیتا، وده  او رغولو کې ګړندي قدمونه اوچت کړی دي، دځوانانو لپاره يې کلتوري، علمي، ادبي ناستې جوړې کړي، ولس ته يې دکلتور په ډ‌ګر کې عامه پوهاوی او ارزښتناکې علمي، معلوماتي او کلتوري افکارو پر وړاندې کولو اودلیکنو له لارې  مقالې خپرې کړی دي .

په پای کې ټول ولس باندې غږ کوو، چې خپل ملي او مذهبي ارزښتونو ته په جدي پاملرنې سره دکلتوري یرغل مخنیوی او قاچاق وړونکي دې ته پرې نږدي، چې زموږ دهېواد ملي هويت، ملي شتمنۍ، دتاریخي آثارو زېرمې او قيمتي ‌ډبرې چور او تالان کړي؛ بلکې په وړاندې يې خپل ملي رسالت اداء او په ساتنه او رغونه کې له اړوندې ادارې سره پوره مرسته اوهمکاریو ته راودانګي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن