افغانستان
اقتصاد وزارت: بهر کې مېشت پانګهوال هېواد کې پانګونې ته هڅوو
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په دوبۍ کې له ځينو سوداګرو سره په لېدنه کې په افغانستان کې یې د سوداګرو پر پانګونې ټینګار کړی دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په دوبۍ کې له ځينو سوداګرو سره په لېدنه کې په افغانستان کې یې د سوداګرو پر پانګونې ټینګار کړی دی.
په دې کتنه کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال له ټولو هغو سوداګرو چې له هېواده بهر دي، غوښتي چې افغانستان ته راستانه شي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، اوسمهال اړتیا ده چې د صنعت، کرنې، کانونو او انرژۍ په برخو کې پانګونې وشي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و، په هېواد کې د سرپرست حکومت تر واکمنېدو وروسته د کانونو د استخراج په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو لهخوا د کانونو د استخراج په برخه کې د اووه مېلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.