سیاسی

نړۍ دې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني!

افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې څلور لسیزو جګړو ځپلى او  اقتصادي روزګاری يې په کم حساب دى. نو همدا څلور لسیزې بدبختۍ ددې لامل ګڼلی شو، چې  افغانستان د پرمختګ له مزله پاتې  شوی هېواد دی.

لیکنه: شېرمحمدامیني استانکزی

افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې څلور لسیزو جګړو ځپلى او  اقتصادي روزګاری يې په کم حساب دى. نو همدا څلور لسیزې بدبختۍ ددې لامل ګڼلی شو، چې  افغانستان د پرمختګ له مزله پاتې  شوی هېواد دی.

د وخت حکومتونو د هېواد په جوړولو کې که  څه هم هڅې کړې دي؛ خو تر شاه يې بهرنۍ استخباراتي کړیو خپلې ګټې ترلاسه او د افغانستان د پرمختګ لپاره يې خنډونه جوړ او د هېواد د پرمختګ مانع ګرځېدلي

دي .

د هېواد د نه پرمختګ  ټوله پړه نه يوازي په نورو هېوادونو وتپل شي؛ بلکې د وخت  مشران هم ګرم  بللی شو، چې د نظام په دننه کې مغرضو ډلو ته ځاى ګکى ورکړی وو او خپلې ګټی یې په کې کولې. د نظام په چارو کې لاس وهونکو هېوادونو ته په ټنده ځواب نه ؤ ورکړی او د حکومتولۍ په چارسمبالښت کې دهېواد مينو او کدري افرادو ته ځای  په نظر کې نه ؤ نیول شوی، چې مغرضې ډلګکۍ يې لرې او  د چاسوسۍ سرحدونه ورباندې تړلې واى، بيا به هرڅه سم پر ځای پاتې ؤ .

خو اصل کې د نظام د ناکاميو سببونه؛ نامنظمه حکومتولۍ، د نه همغږۍ شتون، اسلامي اصولو ته نه پاملرنه، لویې، بې عدالتۍ، فساد او د يووالي نه شتون یادولی شو، چې د افغانستان تېر نظامونو د ړنګېدو سبب شول او ورسره  افغان ولس سخت وځپل شول .

د جمهوریت  نظام په دوره کې دې هېواد ته  زښته زياتې پيسې راغلې، خو پر ځاى ددې، چې افغانستان پری  ورغول شي؛ بلکې د ډيريو مفسدينو او خاينينو جيبونه پرې ډک شول. په افغانستان کې د پيسو د دا مرستې د نړيوالو مرستندويو هېوادونو لخوا کېدې، نو افسوس چې د سم لګښت مديريت يې ونه شو چې څنګه راغلې او چېرته ولګېدې!؟

خو نن ورځ چې په هېواد کې اسلامي نظام رامنځته شوی او د عدالت په کښې شته اسلامي هېوادونه ځانونه په دې بېوسو افغانانو نه دي پوهولي، چې اسلامي نظام دې په رسميت وپيژندل شي او ورسره تعامل وکړي .

ډيره ګيله له ګاونډ هېوادونو نه کېږي، بيا له هغه هېوادونو څخه چې د افغانستان ګاونډ نه؛ بلکې مذهبي او اسلامي مشترک سرحد لري، لاهم هغوی د رسمیت په پېژندلو کې ناغیړي ښيي .

افغانستان له ټولو نړيوالو هېوادونو سره د سیاست له اړخه  ډيپلوماتيکو اړيکو په پاللو کې هڅې روانې کړې دي، چې د راکړو ورکړو او د ښو مناسباتو په  درلودو یو بل سره همدردي ولري .

افغانستان نه يوازې اسلامي هېوادونو سره په دې لار کې مزلې وهي؛ بلکې له غير اسلامي هېوادونو سره هم د ډپلوماسي او ښو اړيکو په جوړلو کې د غوره مناسباتو په پاللو او ګاللو ته ژمن پاتې شوی ده .

په اوس وخت کې خو ډيره اړتيا شته، چې د افغانستان اسلامي امارت نظام دې په رسميت وپېژندل شي، له ولس او نظام سره دې د بشري مرستو لړۍ  پیل او دوام ورکړي، ځکه د هېواد وګړي له اقتصادي ننګونو سره لاس او ګريوان دي او د افغانستان حکومت په نړیوالو ټولنو او نورو هېوادونو غږ کوي، چې د افغانانو سره دې تل پاتې مرستې وکړي او دافغانستان کنګل شوې پیسې دې  له امریکا را خوشې کړي .

همداراز د افغانستان له بېوزله ولس سره د مرستو لړۍ، چې د پرمختيايي کارونو په برخه کې لګول کېږي، ولس او د نړۍ مرستندویه سازمانونو او هېوادونو ته بشپړ ډاډ ورکوي، چې په سمه لاره لګول کېږي  او حساب يې زره  زره ولس سره شريک او د عدل تلې کې به وتلل شي .

نو د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو ټولو معیارونو سره جوړ نظام دی، باید چې  په رسمیت وپېژندل شي، ورسره په هر برخه کې ملاتړ يې او  مرستې وشي، چې دا به د هغو هېوادونو انساني همدردي پر ډاګه کړي،کوم چې خپل ځانونه د نړیوالو حقونو مدافعین بولي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *