اجتماعی

په تولیدي کارخانو او فابریکو پانګونه دهېواد اقتصاد پیاوړی کوي

دې ټکي ته مو باید ډیر پام وي چې په هېواد کې دننه پانګونه او دصنعت پراختیا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کېږي، پر دې بنسټ د هېواد ټولو قدرمنو پانګه والو ته ښایی چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي ځکه په ټولیزه توګه په هېواد کې د تولیدي فابریکو او کارخانو جوړول او رغاول د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کېږي، اوس مهال له شک پرته افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډیر ښه امکانات لري، یعني د طبیعي زیرمو اوکانونو لکه، طلا، اوسپنې، مسو، تیلو، گازو... اونورو قیمتی ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز پراخې طبیعې زیرمې، پریمانه اوبه، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي، البته په دې برخه کې واقعاً د افغانستان اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسئول ارگانونه ډنډه لری چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرنی پانگه وال دیته وهڅوي چې په پراخه کچه په دې برخه کې پانگونه وکړي، هیره دې نه وي چې په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت دنده اومسوولیت هم دی چې د امنیتی مصؤنیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه، آرام اوهوسا خاطرپانگونی وکړي او په ګران افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی.

شاه محمود درویش
دې ټکي ته مو باید ډیر پام وي چې په هېواد کې دننه پانګونه او دصنعت پراختیا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کېږي، پر دې بنسټ د هېواد ټولو قدرمنو پانګه والو ته ښایی چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي ځکه په ټولیزه توګه په هېواد کې د تولیدي فابریکو او کارخانو جوړول او رغاول د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کېږي، اوس مهال له شک پرته افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډیر ښه امکانات لري، یعني د طبیعي زیرمو اوکانونو لکه، طلا، اوسپنې، مسو، تیلو، گازو… اونورو قیمتی ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز پراخې طبیعې زیرمې، پریمانه اوبه، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي، البته په دې برخه کې واقعاً د افغانستان اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسئول ارگانونه ډنډه لری چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرنی پانگه وال دیته وهڅوي چې په پراخه کچه په دې برخه کې پانگونه وکړي، هیره دې نه وي چې په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت دنده اومسوولیت هم دی چې د امنیتی مصؤنیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه، آرام اوهوسا خاطرپانگونی وکړي او په ګران افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی.
البته داهم یوڅرگند واقعیت دی که دسیمې او نړۍ هېوادونه د نورو مرستو پرځای په افغانستان کې پانگونې وکړی، له شک پرته چې زمونږ دپتمنو او جگړه ځپلو خلکو په گټه تمامېږی، ځکه له یوپلوه زموږ خلک کسب اوکارزده کوی، له بل پلوه هېوادوالو ته په هېواد کې دننه دکاراو سالمو بوختیاوو زمینه هم برابریږي او په ټولیزه توگه دهېواد او هېوادوالو د اقتصادی پرمختګ سبب کېږی، له شک پرته چې دغسې پانګونې به بهرنیو هېوادونو ته د کارموندلو لپاره زموږ د ځوانانو د تګ اړتیا هم له منځه یوسي، پردې بنسټ په ځانګړي توګه د هېواد ملي پانګه وال باید د ملي او هېوادنی سپیڅلي احساس له مخې په هېواد کې دننه په مختلفو برخوکې پانګونې وکړي، یعنې د یوسالم رقابت په اساس د هېوادوالو د لومړیتوبونو په نظرکې نیولو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مختلفو څیزونو د تولیداتو سترې او کوچنئ فابریکې او کارخانې جوړې کړي ترڅو په هراړخیز ډول د هېوادوالو داړتیا وړ څیزونه په هېواد کې دننه تولید اود خلکو د استفادې وړ وګرځي، له نیکه مرغه چې په هېواد کې د ډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله ویل شوي چې په کندهار کې د تریشل دوه کارخانې هرکال ۹۰۰ ماشینونه تولیدوي، د کندهار د صنعتي پارک د آمر په وینا په دې ولایت کې د تریشل ماشینونو د دوو کارخونو په فعالیت سره د تریشل ماشینونو د پیرلو لپاره نورو هېوادونو ته د لسګونه میلیونه افغانیو دتلو مخه نیول شوې ده، د نوموړي په وینا: «مونږ په صنعتي پارک کې د تریشل ماشینونو دوه کارخانې لرو، دا کارخانې د کال ۹۰۰ تریشله تولیدوي، یوماشین په یو میلیون کلدارې دی دا مو بهرته د ۹۰۰ میلیونه کلدارو د وتلو مخه نیولې، داپیسې مو د کرنې برخې ته ځي یا صنعتکارانو ته پاتې کیږي . »
د کندهار په صنعتي پارک کې د غنمو د تریشل ماشینونو د جوړولو د یوې کارخانې مسئول په وینا، چې له تیرو شپږو کلونو راهیسې د کندهار په صنعتي پارک کې فعالیت کوي او دې موده کې یې له ایران، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو څخه د واریدونکو تریشل ماشینونو مخه نیولې ده، دنوموړي په وینا د ورځې تر څلورو د تریشل ماشینونه جوړوي او دغنمو د حاصلاتو د رسیدو پرمهال بیا میاشت کې تر ۲۶۰ پورې د تریشل ماشینونه جوړوي او کیفیت یې هم له بهر څخه د واریدونکو هغو په پرتله څو برابره ښه دی، اوس هم نږدې ۳۴ ولایتونو ته په لوړ کیفیت د تریشل ماشینونه صادروي. »
په ورته وخت کې د تریشل جوړولو کارخانې یوشمیر کارکوونکي له نورو پانګوالو او سوداګرو څخه غواړي چې په هېواد کې د ورته کارخانو په جوړلو سره بهرته د ځوانانو د تګ مخه ونیسي.
له شک پرته چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هرډول تولیدي کارخانو او فابریکو جوړیدل غوره اقدام دی ځکه چې دغه فابریکې او کارخانې خلکو ته د کاري زمینې پر برابرولو سربیره د هېواد په اقتصادي وده کې هم مهم رول لري. البته داهم واقعیت دی چې په هېواد کې دننه دهر راز صنعتي او تولیدي کارخانو او فابریکو جوړول په کوردننه د هېوادوالو د اړتیاوړ څیزونو د برابرولو ترڅنګ په ټولیزه توګه د ګران هېواد په اقتصادي ودې او پرمختګ کې ګټور ارزښت لري او هم هېواد له وارداتي حالت څخه صادراتي حالت ته ور اړوي، په دي هیله چې دافغانستان اسلامي امارت لاهم کورني او بهرني پانګوال په هېواد کي دننه پانګونې ته وهڅوي او د امنیتی مصئونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه، آرام اوهوسا خاطرپانگونی وکړي او په افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی. دیادونې وړه ده چې د هېواد قدرمن پانګه وال او ملي سوداګر باید کندهار ولایت په څیر دهېواد په نورو ولایتونو کې هم د ډول ډول تولیدي فابریکو او کارخانو پرفعالولو پانګونه وکړي ترڅو له یوه پلوه دهېواد بې کارو او بې روزګارو هېوادوالوته په کې د سالم کار او روزګار زمینه برابره شي او له بل پلوه په دغه تولیدي او صنعتي کارخانو او فابریکو کې د باکیفیته تولیداوتو پر مت د هېوادوالو اړتیاوې هم په مناسبو وختونو کې پوره شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *