په افغانستان کې له سولې اوبیارغونې د چین ملاتړ
د چین ولسمشر شي جېن پېنګ وايي، د افغانستان د ګاونډیانو تر منځ د همغږي کوونکي په توګه په ګډه د سولې راوستو او بیارغونې ته ژمن دی.
د چین ولسمشر شي جېن پېنګ وايي، د افغانستان د ګاونډیانو تر منځ د همغږي کوونکي په توګه په ګډه د سولې راوستو او بیارغونې ته ژمن دی.
د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د جمعې په ورځ د دې هېواد په شیان ښار کې د « چین او مرکزي اسیا» په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: «موږ باید په سیمه کې سوله وساتو. چین د قانون د پليتابه، امنیت او دفاع په برخو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د وړتیاوو د لوړولو لپاره له هغوی مرستې ته چمتو دی. موږ به د افغانستان د ګاونډیو په منځ کې له خپل همغږي کوونکي رول نه په ګټې اخیستنې سره په افغانستان کې په ګډه سوله او بیارغاونه تروېج کړو.»
بلخوا، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ایران له ایرنا خبري اژانس سره به خبرو کې وېیلي، سولهییز او باثباته افغانستان د سیمې په ګټه دی او زیاتوي، د افغانستان له اوسنیو حاکمانو سره د نړۍوالې ټولنې رغنده تعامل یوه اړتیا ده.
خو د پاکستان لومړي وزیر وېیلي، ترهګري لاهم د افغانانو ژوند ګواښي او د نړيوالې ټولنې تګلاره باید متوازنه او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ټولګډونه حکومت د جوړېدو د لومړيتوبونو پر بنسټ وي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي: «نړيواله ټولنه باید پهدې حساس پړاو کې د افغانانو تر څنګ وي. د دغه هېواد له لنډمهالو واکمنو سره رغنده تعامل اړین دی. هغه څه چې نن ورته اړتیا ده، له ترهګرۍ او د نېشهيي توکو له قاچاق سره د مبارزې او د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په ګډون د نړيوالې ټولنې د لومړیتوبونو پر بنسټ په انډول برابره تګلاره ده.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: «کله چې چین د یو لوی صنعتي هېواد په توګه له پاکستان سره د تولید او سوداګرۍ او د دغه هېواد د پرمختګ په برخه کې ستر تړونونه لاسلیکوي؛ افغانستان ته هم اړتیا لري.»
بلخوا، د اسلامي امارت ویاند له افغانستان سره د همکارۍ په پار د سیمې د هېوادونو هڅې ستایي او پهدې برخه کې د عملي ګامونو پر پورته کېدو ټینګار کوي.
د اسلامي امارت ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد وايي: «موږ د هغو څرګندونو هرکلی کوو چې د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي، خو باید ووایو چې عملي ګامونو ته اړتیا ده او دا هېوادونه باید عملي ګامونه پورته کړي، په افغانستان کې سوله، ثبات او امنیت، ښې لاستهراوړنې دي. باید په سیمهییزه کچه یې ستاینه او ملاتړ وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د نړۍ د سیاسي تفاهم د رامنځته کېدو خبره وکړه او د نورو ناورینونو د مخنیوي لپاره یې له افغانستان سره د نړۍ همکاري مهمه وبلله.