اجتماعی

سمسورځنگلونه د هیواد په ښکلا کې ستر ارزښت لري

دا حقیقت خو ټولو ته څرګند او روښانه دی چې ځنگلونه په اصل کې د هیواد طبیعي شتمنۍ بلل کیږي په ساتنه او پالنه کې یې هیوادوال هم ګډ مسوولیت لري،

شاه محمود درویش

دا حقیقت خو ټولو ته څرګند او روښانه دی چې ځنگلونه په اصل کې د هیواد طبیعي شتمنۍ بلل کیږي په ساتنه او پالنه کې یې هیوادوال هم ګډ مسوولیت لري، البته سمسور ځنگلونه او زرغونې سیمې د هر هیواد په ښکلا او دچاپیریال په هراړخیز خوندیتوب کې هم ستر ارزښت لري، ځکه  همدا ځنگلونه د ژمي په موسم کې د واورو انبارونه په خپلو غیږوکې ساتي او بیا دپسرلي په مهال د غرونو په رگونو کې ننوزي، دکاریزونو او دچېنو داوبو دزیاتوالي لامل گرځي اوپه ټولیزه توگه ژوندیو موجوداتو ته  ژوند ، خوند ، رنگ او ښکلا وربخښی او هم دخطرناکو سیلاوونو د راوتلو مخه نیسي ، له شک پرته چې دطبیعي منابعو په لړکې ځنگلونه هغه ستره پانگه او شتمني بلل کېږي چې دملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي، له بله پلوه دهیواد د چاپیریال په پاکوالی کې هم ستر ارزښت لري، البته زمونږ په گران  هیواد کې  ددغی شتمنی دساتنې، ودی او پراختیا له پاره د ځنگلونو دساتنې او څارنې په موخه مسوول ارگانونه  گمارل شوي او په دې برخه کې په هراړخیزه توگه هڅه اوهاند کوي او ددې ترڅنگ خلک هم باید د ځنگلونو په ساتنه ، وده او پراختیا کې فعاله ونډه واخلي ، چې له بده مرغه په تیرو څو کلونو کې زمونږ په ټول هیواد کې  ډیری ځنگلونه په مختلفو طریقو (دځینو بهرنیو هیوادونو دمغرضو کړیو او دهیواد د زورواکو ترمنځ د جوړښتونو او سازشونو له امله) له منځه وړل شوي دي ، البته زمونږ په هغو ولایتونو کې چې تریوه حده ځنگلونه شتون لری د مسوولو ارګانونو او ځایي خلکو له خوا باید دهغې څارنې ، پالنې او پراختیا ته ډیره پاملرنه وشي او له وهلو څخه یې خو باید په جدی ډول مخنیوی وشي ځکه چې ځنگلونه د هیواد ملي او طبیعی شتمنی بلل کېږي، نو په حقیقت کې ددغه ملي شتمنۍ ساتنه او څارنه د هرپتمن هیوادوال انساني وجیبه ده ، البته دغه ځنگلونه به هغه وخت  زمونږ د اړوندو ولایتونو د پتمنو او غیرتمنو خلکو پراقتصادي او عایداتي ژوند  مثبتې اغیزې وکړي چې  په هراړخیزه توگه یې کلکه ساته او څارنه وشي اوترڅنگ یی هم د هغو له لرگیو څخه دسمی گټې اخیستلو په موخه په بیلا بیلو ولایتونو کې فابریکې جوړې شي،  نوبې له شکه که چېرې د هیواد د ځنگلونو د ساتنې، ودې او پراختیا له پاره جدي او هراړخیزه پاملرنه ونه شي  نو په یقین سره ویلی شو چې د اړوندو ولایتونو ښکلی ځنگلونه او سمسورې سیمې به په بشپړه توگه په سپیرو ډاگونو بدلې شي او په دې توگه به نه یوازی قدرمن هیوادوال  دخپلې  اقتصادي پیاوړتیا سرچېنې او شتمني له لاسه ورکړي، بلکې د داسې یو چاپیریال  خاوندان به شي  چې ژوند کول به هم په کې ستونزمن او حتی ناشونی وي، پردې بنسټ  ډیره اړینه او ضروري ده چې د اسلامي امارت اړوند مسوول ارگانونه باید د ځایي اوسیدونکو په بشپړې همکاري د هیواد په گوټ گوټ کې طبیعي ځنگلونه چې بیت المال او دگران هیواد د هر وگړي شتمني بلل کېږي، دله منځه  تللو له خطرونو څخه وژغوري ترهغو چې  دغه ځنگلونه چې په حقیقت کې د چاپیریال په پاکوالي او د وگړو دروغتیا او سلامتیا په خوندیتوب کې ستر اومهم ارزښت لري  له هراړخیزو گواښونو او نابودي څخه وژغورل شي او دهیواد په گوټ گوټ کې د ځنگلونو  دساتنې، ودې ، احیا او پراختیا له پاره ځانگړی  او جدي پاملرنه وشي، همداشان  ځایی اوسیدونکي هم باید د ځنگلونو  دساتنې او څارنې په برخه کې  د اسلامي امارت  له مسوولو ارگانونواومراجعو سره په پرله پسې ډول خپله مرسته او همکاري جاري وساتي ترهغه دغه ځنگلونه چې د هیواد طبیعي اوملي شتمني بلل کېږي  او دهیواد دملي اقتصاد په پیاوړتیا کې ستر ارزښت لري، نوساتنه یې هم په حقیقت کې د هرهیوادوال  انساني وجیبه ده ، پردې بنسټ په هرراز شرایطو کې باید هیچاته ددې اجازه ورنه کړل شي چې ددغه ملي شتمني له منځه  وړلو سبب شي.

په دې هیله چې په ټولیزه توگه ټول هیوادوال د ملي او هیوادني سپیڅلي احساس له مخې هڅه وکړي چې د اسلامي امارت د اړوندو مسوولو ارگانونو سره د بشپړې مرستې او همکاري له مخې دهیواد په گوټ گوټ کې موجوده ځنگلونه دنابودي له شته خطرونو څخه وژغوري او په دې توگه د چاپیریال  په خوندیتوب کې خپله ونډه په  بشپړې رښتینولی ادا کړي تر هغه چې له امله یې هیواد مو په هراړخیز ډول سمسور او د  ژوندانه چاپیریال مو هم له هره پلوه تل خوندي  شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن