جهان

تازه څېړنه:په اسیا کې د اقلیمي بدلون له کبله د هوا تودوخه دوې درجې زیاته شوې

نوې څېړنه ښيي، چې د اقلیمي بدلون له کبله د اسیا په ډېرو برخو کې د هوا تودوخه ۲ درجې زیاته شوې ده. د دې څېړنې له مخې له همدې کبله د سختې تودې هوا څپو راتګ احتمال هم ۳۰ برابره زیات شوی دی.

نوې څېړنه ښيي، چې د اقلیمي بدلون له کبله د اسیا په ډېرو برخو کې د هوا تودوخه ۲ درجې زیاته شوې ده. د دې څېړنې له مخې له همدې کبله د سختې تودې هوا څپو راتګ احتمال هم ۳۰ برابره زیات شوی دی. په تېره اپریل میاشت کې د اسیا په ځینو برخو کې د تودوخې خورا سخته څپه راغله او د هند، بنګله دېش، تایلنډ او لاوس په ګډون ځینو هېوادونو کې د هوا تودوخه ان ۴۵ درجو ته ورسېده. په یو شمېر هېوادونو کې ځینې کسان مړه شوي، سړکونه ویلي شوي او ګڼ شمېر کسان له همدې کبله په روغتونونو کې بستري شوي دي.

دغه راز د چین، اندونیزیا او سينګاپور په ګډون ځینې نورو اسیايي هېوادونه هم د ګرمې هوا له کمسارې څپې سره مخامخ دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *