فرهنگی

خبرې، په ادبیاتو کې

موږ لا اوس هم د هرې علمي او ادبي موضوع د تاریخي رېښې د شننې او ارزونې چاره د یوناني علومو له دريڅې شنوو، او ډېر کله مو حواله هم د پوهې پر دې لرغوني کان ورکوو داسې ولې کوو؟ دا ځکه چې هغوی د سقراط، افلاطون، ارسطو… په څېر پوه او عالم نابغه ګان لري، هغوی د پوهې او معرفت د اکاډمیکونو باغونو داسې تل پاتې ونې اېښودلې چې دنیا يې له ميوو او ښکلاګانو فیض او حکمت اخلي، دوی د انساني ژوند د ټولو اړخونو اړتیاوې، ستونزې، هیلې، دردونه او غمونه، سوکالي او خوشحالي… په خورا ځېرنه او څارنه تر نظر لاندې نیولي او شنلي دي، دوی د انساني رنځ هر درد ته نسخه او درمل وړاندې کړي دي او بلاخره دوی د انساني ژوند دواړې خواوې یعنې هم روحي او هم جسمي ماهیت په نظر کې نیولی دی، د بېلګي په توګه د یونان د فکر او کمال سړی عاقل فلیسوف سقراط خپلو خلکو ته وايې چې تاسو وشرمېږئ! یوازې په دولت، عزت او شهرت پسې مه ځئ، بلکې خپلو روحونو ته پاملرنه وکړئ، سقراط فلیسوف و ولي! داسې فلیسوف چې له خپلو خلکو سره يې خپل دا فلسفي فکر ګډ کړی و، خلکو ته يې دا شعور ورکړی و چې عقل د ژوند د انتظام او تدبير طناب دی، خلکو د ده فکر هضم کړی و، نو ځکه يې فلسفي فکرو ته لېوالتیا او رغبت زیات و او فلسفه يې د علومو مور بلله، فلسفه چې نوم يې انسان ته د يو پېچلي او مبهم علم تصور تلقینوي، خو د یونان عام خلک د سقراط له برکته دومره دلچسپي ورسره پيدا کوي چې د خپل عملي ټولنیز ژوند سره يې همغالی او شریکوي او د پوهې د روښانه ډېوو په لا ځلولو او بلولو کې ورسره د پام وړ ونډه اخلي.

ودود همت

د یونان د فکر خلک خپلو ولسونو ته د ادبیاتو په نرمه ژبه نور علوم هم رسوي او خپلو خلکوته د شعر، حماسې، ډرامې، کومېډي… په جادويي هنر کې د نورو علومو د درک کولو او کسبولو فکر، تنده او تلوسه ورپيدا کوي، او د دې نرمي او ساحرانه وسيلې څخه په ګټنې د پوهې او عرفان د جاوېدانه څراغونو رڼا آن نړۍ ته لا تر اوسه ورکوي.

د دې يادونې او مثال راوړنې څخه زما مراد زموږ د وطن په ادبیاتو کې د ولسي شعور د بیدارۍ او عمومي ټولنیز ژوندانه د اغېزمنتیا او سلامتیا له زاوې منتقدانه جاج اخيستل دی، زموږ ادبیات د افغان انسان د ژوند د سوکالۍ او ښېرازۍ لپاره څه لري، زموږ ادبي دنیا د مادي دنیا په فکري او شعوري برخه کې څومره او څرنګه مطلوب بدلون راوستی دی؟

د ملالې د ټپي جادويې او انقلابي اغېز مو د هر ادبي ياداښت د سرټکی او د خیال او ویاړ مثال دی!

دا خو یو حماسي او جنګي نمونه ده، چې د اغېز اوتاثرانځور يې د تاریخ د سینګار ټېک دی، بحث دا دی چې زموږ د اوسنیوو ادبیاتو ژبه او پېغام د اوسني وخت افغان انسان ته څومره روښانه او دلچسپه دی، زموږ اوسنی ادیب د خلکو د عام ژوند سره څومره نېږدې فکر او حِس تجربه کوي؟ زموږ ادبیات څومره د خلکو په عام ژوند کې شریک اومحسوس دي؟ زموږ ادبي تخلیق څومره د خلکو د ټولنیز شعور درک ته چمتو دی او د عامي ټولنې د ژوند په رګو کې يې څومره شتون جریان لري؟ زموږ ادبي تولید د خلکو لپاره دی او که د ادبي حلقو د ګډونوالو او برخه والو؟ يوازې ادیب پرې پوهېږي که د کلي دهقان هم خپل هيلې، تخیلات او روحي دنیا پرې تسکینوي؟ د وطن ملي ادبیات د ملي شعور په لوړتابه او ويښتابه کې څومره اوڅرنګه رول لوبوي؟ د ملي هیندارې په څېر زموږ د فلکلور ژبه ولې نوره اوهغسې ونه ږغېده؟ زموږ د ملي روان نبض ولې په ادبي ترمامتر نه معاینه کوو؟ زموږ ادیب ولې د خپل ولس روحي دنیا ته د تسکین ورېښمینه ادبي نسخه نه وړاندې کوي؟ زموږ د فکر او شعور روان مسلسل رنځ ولې نه دوا کېږي؟ زموږ ادب ولې نه ولسي رنګ خپل کړ او نه يې نړیوال دريځ ته لار وموندله؟ آيا د ادب تولید يوازې د ادیبانو لپاره دی؟؟؟

زه د ملي ادب د پرمختګ او ودې ځینې استثنايي هڅې نه هېروم، هر قلمي اوفکري ګام ته ارزښت او قدر ورکوم، ولې په دې ملي رسالت کې يې لږ ګڼم، او د ډېرکار او ډېرې لويې تشي د ډکولو اړتیا محسوسوم، په پورته يادونې کې زه نه غواړم چې پرتله وکړم، زما موخه داده چې د علم او په خاص ډول ادب چې د پوهې او معرفت يوه غوره او اهمه برخه جوړوي پر ولسي او ټولنیز مثبت رول بېلګه وړاندې کړم يونان ولې د پوهې او فکر د صادراتو نړیوال ګدام دی؟ دا ځکه چې علم او ادب يې د عامو خلکو او پوهانو ترمنځ ګډ اوغاړه غړۍ دی.

که موږ د ولس د روح سره خپل د فکر او قلم ژبه مشترکه او یوه کړو آيا دا به مو د ملي ويښتابه د مطلوب مراد د حاصلو ښه تجربه نه وي کړې؟؟؟

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن