افغانستان

د معاشونو د سیستم پر پیاوړتیا په دوبۍ کې خبرې وشوې

په متحده عربي اماراتو کې وړمه ورځ (جمعه) په افغانستان کې د معاشونو د سیستم د پیاوړتیا مسأله په یوه غونډه کې وڅېړل شوه.

په متحده عربي اماراتو کې وړمه ورځ (جمعه) په افغانستان کې د معاشونو د سیستم د پیاوړتیا مسأله په یوه غونډه کې وڅېړل شوه. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې تر ۱۰۰ د ډېرو نړیوالو بانکونو استازيو، د ډیجیټل سیستمونو متخصصانو او د مدني ټولنې کارپوهانو برخه اخیستې وه. دې غونډې ته د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشرې میلیندا ګوډ ووېیل داسې سیستم باید رامنځته شي چې ډاډ ترلاسه شي چې افغانانو ته مرسته رسېږي او په افغانستان کې له خصوصي سکتور ملاتړ کېږي.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازيو هم ګډون درلود.

د افغانستان بانک ویندوی حسیب اله نوري وړاندیز وکړ چې دوی غواړي له ټولو نړیوالو موسسو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې اړیکې ولري.

د اسلامي امارت تر بیاځلي واکمنۍ راوروسته د افغانستان پر بانکي سکتور بندیزونه لګیدلي دي او له همدې کبله نه یوازې افغانستان د دولت په کچه بلکې خصوصي سیکتور هم له بې شمېره ستونزو سره مخامخ دی.

سوداګر وايي چې د وارداتو لپاره بهر ته په خورا سخته پیسې لېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *