د عامې روغتیا وزارت: د روغتیا نړیوال سازمان وروستی راپور ردوو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په اړه د روغتیا نړیوال سازمان راپور په کلکه رد کړ.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په اړه د روغتیا نړیوال سازمان راپور په کلکه رد کړ.
د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان باختر آژانس ته په را لېږل شوي غږيز پیغام کې ويلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د مور او ماشوم د روغتیا او پالنې لپاره په کافي اندازه کار شوی دی.
ډاکټر شرافت زمان د روغتیا نړیوال سازمان هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ګواکې په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۹ نوي زېږېدلي ماشومان مړه کېږي.
د نوموړي په خبره په همدې موخه په هېواد کې نوي روغتیايي مرکزونه فعال او دمګړۍ معیاري خدمتونه وړاندې کوي.
هېره دې نه وي، چې د عامې روغتیا وزارت ویاند له ټولو ادارو څخه جدي غوښتنه کړې، چې د راپورونو په خپرولو کې له پوره دقت څخه کار واخلي او د ناسمو راپورونو په خپرولو سره دې د افغانانو ذهنونه نه مغشوشوي.