افغانستان

څه باندې ۲ زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوه

کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه) ویلي، چې د کوکنارو کښتونو د اړولو او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۹ ولایتونو کې ۲۱۸۳ جریبه د کوکنارو کښتونه له منځه وړي دي.

کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه) ویلي، چې د کوکنارو کښتونو د اړولو او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۹ ولایتونو کې ۲۱۸۳ جریبه د کوکنارو کښتونه له منځه وړي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، ۷۷۷ جریبه د فاریاب ولایت په پښتون کوټ، بلچراغ، المار، کوهستان او خیبر ولسوالیو کې، ۴۰۰ جریبه په پکتیا، ۲۹۲جریبه په ننګرهار، ۱۲۷ جریبه په تخار، ۳۸ جریبه په کونړ، ۱۳ جریبه په بغلان، ۱۱ په بلخ او ۵ جریبه ځمکه د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې له کوکنارو پاکه شوې ده.
په کابل ولایت کې هم د کوکنارو کروندې ویجاړې شوې دي.
تېره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویلي وه، چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږ ولایتونو کې ۸۰۰ جریبه کوکنار له منځه وړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، په هېواد کې د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو لپاره د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق پر ضد جدي مبارزه روانه ده.
مجاهد ټینګار کړی، چې د نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې واک ته له بیا رسېدو وروسته اسلامي امارت د نشه‌یي توکو یو زیات شمېر قاچاق وړونکي نیولي او بندیان دي.
نوموړي دغه راز ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه نه‌لري، بلکې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له دولت او خلکو سره همکاري او د کوکنارو د بديل کښت په موندلو کې مرسته کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *