جهان

روسیه: اوکرایین مسکو کې د ډرون برید کړی

د روسیې پلازمېنه مسکو کې د دوشنبې سهار وختي د ډرون بریدونه شوي چې ۲ ودانیو ته پکې زیان اوښتی. مسکو د دغو بریدونو تور پر اوکرایین پورې کړی دی.

د روسیې پلازمېنه مسکو کې د دوشنبې سهار وختي د ډرون بریدونه شوي چې ۲ ودانیو ته پکې زیان اوښتی. مسکو د دغو بریدونو تور پر اوکرایین پورې کړی دی. د روسیې دفاع وزارت وېیلي ۲ ډرون یا بې‌پیلوټه الوتکې یې راغورځولې او چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې. له دغه وزارته په خپره شوې اعلامیه کې دا «ترهګریز» برید بلل شوی دی. یوه ډرون د روسیې د دفاع وزارت ودانۍ ته نږدې راپرېوتې ده. دا تېرو څو میاشتو کې درېیم ځل دی چې روسیه اوکرایین مسکو کې د ډرون بریدونو تورنوي. روسي چارواکو د روانې میاشت لومړیو کې وېیلي وو چې د اوکرایین د ډرون برید له کبله اړ شوي د مسکو له ونوکووا نړیوال هوايي‌ ډګره د الوتنو مسیر بدل کړي.‌ خو کیېف د هغه برید مسئولیت ونه مانه.‌ په می میاشت کې پر کرېملین ماڼۍ د ډرون برید وشو چې اوکرایین پکې خپله ښکېلتیا رد کړه.‌

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *