افغانستان
د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین د نقاشۍ او مېناتورۍ له نندارتون څخه ليدنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د صنعت او سوداګرۍ اوونۍ په مناسبت جوړ شوي د کابل نړیوال نندارتون په څنډه کې د نقاشۍ او مېناتورۍ له برخې څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د صنعت او سوداګرۍ اوونۍ په مناسبت جوړ شوي د کابل نړیوال نندارتون په څنډه کې د نقاشۍ او مېناتورۍ له برخې څخه لیدنه وکړه.
په یاد نندارتون کې د یو شمېر ښځینه او نارینه هنرمندانو هنري اثار پکې نندارې ته ایښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین په دغه لیدنه کې د هنرمندانو د کارونو ستاینه وکړه او د هر راز همکارۍ ژمنه یې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي یادو هنرمندانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او د ستونزو د حل ژمنه يې ورسره وکړه.