فرهنگی

بغلان ادبي بهیر کلنۍ «غزل شپه» ترسره کړه

څو ورځې مخ کې بغلان ادبي بهیر چې له تېرو څوارلسو کلونو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې فعالیت لري، خپله لومړۍ غزل شپه په ډېره ښه بڼه ترسره کړه. هر کال یاد ادبي بهیر د غزل شپې درناوي په پار یوه شپه ټاکي، شاعران او فرهنګي ځوانان په یوه دېره کې راغونډوي، څو د غزل ویلو او ادبي مجالسو فرهنګ هېر نه شي او نوي تنکي ځوانان په شعر ویلو باندې تشویق او وهڅوي. سږکال یاد ادبي بهیر بیا د بغلان او څنګ ولایت (کندز) شاعرانو او فرهنګي ځوانانو سره په ګډه د غزل شپه په یوه رنګینه دېره کې ونمانځله.

په یاده غونډه کې د ښه راغلاست لپاره د فکري اکاډمیک لړۍ غړي ښاغلي تاج محمد جاهد ټولو مېلمنو ته هر کلی وویل او خوښي یې څرګنده کړه چې د غزل شپې کوربه دی، د بغلان ادبي بهیر فعال غړي عبدالمبین صافي د یاد بهیر د ۱۴۰۱ کال پر لاسته راوړنو او د راتلونکي کال پر نوو زېرو رڼايي واچوله، له کندز څخه راغلی مېلمه او د پردېس ادبي او کلتوري ټولنې مشر (اسلم رشیدي) د غزل شپې د فرهنګ په دودېدو خبرې وکړې. د غونډې دویم پړاو د شعر ویلو برخه وه، چې لاندې شاعرانو پکې ترنم او خپل شعرونه وویل:
عبدالله رحماني، عبدالقدوس شریف، احسان الله احساس، محمد الله درد، غفران سیال، نقیب مومند، عبیدالله ارماني، وسیم مومند، استاد جمعه خان توخی، حاجي صاحب لعل محمد، نقیب الله ژواک، علم جان وردک، خان آغا حسین خیل، لعل محمد ادیب، ضیا ضمیر، جهادي عمري…
په وروستۍ برخه کې د غونډې ارزونه استاد جمعه خان توخي وکړه او د دریځ چارې عبدالوهاب مومند پر مخ وړلې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن