سیاسی

فلسطین نه‌ضایع  کېږي، څنګه؟

د فلسطین قضیه باید دې ته پرېښودل شي ،چې مړه او هېره شي.دالله (ج)   فضل دی چې هېرېدو ته یې نه پرېښودل کېږي.

لیکنه: راغب سرجاني

د فلسطین قضیه باید دې ته پرېښودل شي ،چې مړه او هېره شي.دالله (ج)   فضل دی چې هېرېدو ته یې نه پرېښودل کېږي. دریاد به وي چې یو وخت (پوره ۷ کاله مخکې) د اوسلو له تړونه وروسته دا قضیه لږه ورکه غوندې شوه، خو د ۲۰۰۰ز د سپټمبر په ۲۸مه له اقصی جومات څخه د اریل شارون د لیدنې له امله بېرته راژوندۍ شوه، سره له دې چې دا پېښه له خپلې لويي سره سره له تېرو پېښو اسانه وه؛ ځکه د شارون له لیدنې مخکې هم ډېرې پاروونکې پېښې رامنځته شوې وې چې مسلمانان یې دومره راو نه پارول، د مسلمانانو د وژلو پېښې، د شړلو او بربادولو پېښې، د صبرا او شاتیلا د ټولوژنو په څېر قتل عاملونه، سره له دې چې دا پېښه د مسلمانانو له وژلو ډېره سپکه ده خو خلک یې راوپارول، نو وایو چې دا د الله (ج) کار و او باید شکر یې وکړو ( د قضیې د پارولو نعمت) د نعمت شکر د دې سبب کېږي چې د قضیې پارېدل نور هم دوام وکړي.

له دې ووېرېږه چې یوه دوه ورځې هم د فلسطین له یادولو پرته درباندې تېرې شي، دا خامخا یادوه!

د دې قضیې غم په اوږو واخله او یادوه یې!

په هر ځای، هره حلقه او هر وخت کې یې یادوه!

له دې ټولو شرایطو لاندې یې یادوه:

– په کور کې د فلسطین په تړاو وغږېږه… له مور و پلار سره، له وروڼو او خویندو سره، له زامنو او لمسیانو سره او ….

– د خپلوانو په حلقه کې د فلسطین په اړه وغږېږه! که لرې وي، که نږدې؛ هر یو یې چې پېژنې، ورسره وغږېږه.

– د ملګرو په دایره کې فلسطین یاد کړه، د کار په ځای کې هم. په دې بدو ورځو کې به د نړیوال جام سیالۍ، لوبې، سیریالونه او فلمونه لږ پرېږدو او فلسطین به یاد کړو.

ـ آن په ډېرو سطحي ځایونو کې هم د فلسطین نوم اخله، کله چې د ډاکټر د معاینې انتظار کوې، که په بس یا ټکسي کې سپور یې، هم د فلسطین نوم اخله.

بیا فکر وکړه چې د خبرولو دایره پراخه کړې.

– په یوه مجله کې لیکنه یا یوې ورځپاڼې ته وینا.

– د پوهنتون یا ښوونځي په بورډ یوه لیکنه.

– په جومات، ټولګي یا لوبغالي کې یوه ساده او تېزه وینا.

– چې دوه یا درې دقیقې وي یا د کوم استشهادي برید خبر یا د فلسطین خلکو ته د خیر دعا.

– که کولای شې، د جمعې خطبه وړاندې کړه یا یې له خطیبه غوښتنه وکړه.

– په کور کې فرهنګي سالون جوړ کړه، ملګري راوغواړه او د قضیې په اړه ورسره بحث وکړه، دا هم کومه بده خبره نه ده چې په دې قضیې پوه ویاند راوغواړې، تر څو نورو ته یې تشریح کړي او مرکه ورسره وکړي.

– په ټوله نړۍ کې چې څومره کسان او څومره ادارې پېژنې، د انټرنېټ له لارې پېغامونه ورواستوه. مسلمان او نامسلمان هر یو ته دا قضیه تشریح کړه، د یهودو دسیسې ورته وښيه، د یهودو رسنیو په وړاندې نړیوال عامه نظر جوړ کړه، همدا اوس وخوځېږه، وخت کم دی.

– آن سوله ییزې مظاهرې هم د قضیې د خوځښت معنی لري، که هر څنګه وي خو باید د قانوني ضوابطو تر شرطونو لاندې به وي، فساد او ځان ښودنه به په کې نه وي، نه به په کې کنځلې وي؛ ځکه چې مؤمن نه تور لګوونکی وې نه لعنت ویونکی، نه سپکې او سپورې ویونکی وي او نه هم کنځلمار په دې مظاهرو کې باید دومره ګډوډي نه وي چې له اسلامي ادابو ووځي او نه په کې ګمراهانه شعارونه وي چې قضیه د پرمختګ پر ځای په شا بوځي.

وروره! باید دا حرکت ډېر ژر ترسره شي؛ ځکه اوس وخت نه لرو، له کار پرته د وخت تېرېدل د قضیې په ګټه نه تمامېږي. د وخت په تېرېدو د شهیدانو شمېر ډېرېږي او امت یو په بل پسې خپل سړي له لاسه ورکوي. د وخت په تېرېدو کورونه نړول کیږي او ځمکې اړول کیږي، خلک شیندل کیږي او د بې سر پناه خلکو شمېر ډېرېږي، چې په دې ډول پر مونږ د یهودو فشار لوړېږي.

د وخت په تېرېدو د ښارګوټو شمېر ډيریږي، یهود په فلسطیني ځمکو هستوګن کیږي او د فلسطین د خلکو پر ځای یهود راځي.

د وخت په تېرېدو ټول سرحدونه او بندرونه تړل کېږي چې له امله یې خوراک، پوښاک او درمل کمېږي.

د وخت په تېرېدو په مسلمانانو د یهودو جرأت ډېرېږي چې له امله یې تکراري خبرونه خو په نوي ډول اورو.

ـ په ځانګړي ډول د یو چا د ترور خبر اورو.

ـ له خپل کور څخه د ځينو اشخاصو د تښتونې اورو.

ـ د اپاچي چورلکو د بمبار خبرونه اورو.

– د مسلمانانو سیمو ته د اسرائيلي ټانکونو او بلډوزرونو د ننوتلو اورو.

– د ټولوژنو خبرونه اورو او په وړاندې یې نړیواله شرموونکې چوپتیا وینو.

ـــ د وخت په تېرېدو یو خطرناک څه پېښېږي، چې زه ورته د ناورین مینه وایم.

مسلمانان د وخت په تېرېدو د وینو له لیدلو سره عادت کېږي، د سلګونو او زرګونو ټپيانو له لیدلو سره عادت کېږي، د غمجنو مېندو له لیدلو سره عادت کېږي.

له جنګه د تښتېدونکو(پناه وړونکو) ماشومانو له ژړا او فریاد سره عادت کېږي.

له دې هر څه سره عادت کېږي او پخوا به چې عواطف پرې پارېدل، اوس هماغسې نه کېږي. پخوا به چې اوښکې ورته تویېدې، اوس هماغسې نه کېږي.

ـــ پخوا به یې چې عواطف راپارول، اوس هېڅ اغېز نه پرې کوي. دا د ناورین مینه ده.

بل دا چې ته پوهېږې، په دې ځمکه به څومره واوسې! مرګ خو ناڅاپي راځي او څوک چې مړ شو نو قیامت ورته راغله.

سمه ده چې مونږ به هغه کسان پوښتو چې سهار او ماښام له مونږه لرې زمونږ وروڼه وژنې. دا موضوع به دومره ساده نه نیسو. د دې له پاره چې په ستونزه پوه شې، د دوی په ځای ته کېنه او دا هم لرې نه ده چې همداسې درسره وشي. په خیال کې یې راوله چې په سرک روان یې، ۸ کلن یا ۱۰ کلن زوی درسره دی، یو یهودي راغله، ډزې یې پرې وکړې، مرمۍ یې په زړه یا سر ولګېده او ستا په لاسونو کې راولوېده، ته یې د علاج وس نه لري او د سترګو په وړاندې دې مړ شو. که سر پورته کړې،له یو نیم میلیارد نه زیات مسلمانان به ووینې، چې ته یې ولیدې او و نه خوځېدل! څه به کوې!؟ آیا اسمان ته به لاسونه پورته کوې، تر څو له الله جل جلاله مرسته وغواړې، هغه چې ستا اوري، خو ته نه پوهېږې! تا ویني، خو ته نه پوهېږې! په خیال کې ځان په دې مقام کې راوله‼!

آیا د خپلو مظلومو وروڼو له ښېرا څخه وېرېږې، چې خپلو مشرانو وروڼو ته یې کوي. هغوی چې ویني، روحونه ختمېږي،ځمکې نیول کېږي او  ولس شیندل کېږي، نو لږ افسوس پرې وکړې بیا خپل طبیعي ژوند ته راوګرځې. په چټکۍ سره د قضیې خپرول یوه ضروري دنده ده، چې له هېرېدو او ورکېدو یې ساتي خو د قضیې راپارول باید په سمو مفاهیمو وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *