فرهنگی
د پکتيا په سپینه شګه کې ګلبڼ مشاعره
په پکتيا کې د سپينې شګې په تفريحي سيمه کې د ګلبڼ مشاعره جوړه شوه
په پکتيا کې د سپينې شګې په تفريحي سيمه کې د ګلبڼ مشاعره جوړه شوه
د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکيو وېیلي، چې دا مشاعره د دوی له لوري د ځاځي آريوب ولسوالۍ د سپينې شګې په سياحتي او تفريحي سيمه کې جوړه شوې ده.
د پکتيا پر اطلاعاتو او کلتور ریيس قاضي ثواب جان اسلام يار وېیلي، چې دغه مشاعره د لومړي ځل لپاره د ګلبڼ په نوم په سپينې شګې تفريحي سيمه کې جوړه شوه.
سرچینه زیاتوي، په دې مشاعره کې د هېواد په کچه له مختلفو ولايتونو څخه نوموتو شاعرانو، فرهنګپالو او د شعر مينوالو پکې ګډون کړی و.
د فرهنګي چارو شنونکي بیا باور لري، چې په دې وروستيوو کې د امنيت په ټینګښت سره د هېواد په ګڼو سيمو کې دوديزې غونډې او مشاعرې جوړې شوې او لا هم دوام لري.