جهان

سوډانی جنرال: د بمبارۍ بندېدو تر مهاله مذاکرات نه کوم

د جنرال حمیدتي ۱۰۰ زره کسیز ملېشه ځواک د پلازمېنې پر ځینو برخو کنټرول لري. د سوډاني نیمه پوځي ملېشه ځواک (ار اېس ایف) جنرال چې د خپل هېواد له پوځ سره په جګړه بوخت دی، وېیلي، د جګړې تر پایه به خبرو ته حاضر نه شي.

د جنرال حمیدتي ۱۰۰ زره کسیز ملېشه ځواک د پلازمېنې پر ځینو برخو کنټرول لري. د سوډاني نیمه پوځي ملېشه ځواک (ار اېس ایف) جنرال چې د خپل هېواد له پوځ سره په جګړه بوخت دی، وېیلي، د جګړې تر پایه به خبرو ته حاضر نه شي. جنرال محمد حمدان ډاګالو چې د حمدتي په نامه هم شهرت لري وايي، د دریو ورځو لپاره د اوربند له غځېدو وروسته د ده پر ځواکونو ‹›بې درېغه›› بمبارۍ شوې دي. نوموړي د پوځ پر مشر جنرال عبدالفتح البرهان د تاوتریخوالي تور پورې کړی او په خبره یې: ‹›موږ نه غواړو سوډان وران کړو.›› د یادونې ده، چې پوځي مشر جنرال البرهان په سویلي سوډان کې مخامخ خبرو ته چمتوالی څرګند کړی دی. له دې مخکې د پنجشنبې پر ورځ د سوډان ګاونډیو هېوادونو، ملګرو ملتونو، امریکا او بریتانیا له سختو هڅو وروسته د دریو نورو ورځو لپاره اوربند وغځول شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *