اجتماعی

د نشه یي توکو تمباکو (سګرټو، نسوارو چلم… ) زیانونه

نشه او نشه ییز توکي هغه ستره ستونزه ده چې بشر ورسره له ډیر پخوا مخ دی، په دې اړه د اسلام مبارک دین هم په واضح ډول احکام بیان کړي دي او حرام عمل یې بللی دی.

پوهیالی لومړی څارن موسی خان احمدزی
سریزه
نشه او نشه ییز توکي هغه ستره ستونزه ده چې بشر ورسره له ډیر پخوا مخ دی، په دې اړه د اسلام مبارک دین هم په واضح ډول احکام بیان کړي دي او حرام عمل یې بللی دی.
دا چې په قرآني آیتونو او نبوي احادیثو کې د شرابو په اړه واضح بیان شوی دی او د سګرټو، چلم او نسوارو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د بیان شویو دلایلو څخه داسې جوه تیږي چې هغه نشه یي توکي، کوم چې د انسان په روان باندې ناوړه اغېزې کوي، حرام دي.
الله (ج) د بقرې صورت په ۹۵ آیت کې فرمایي، ژباړه( خپل ځان او نفس په خپله مه وژنۍ ځکه الله تعالی پر تاسو ډیر مهربانه دی). ابن حجر(رح) وایي: ټول شیان چې نشه ولري حرام دي که څه هم شراب نه وي لکه چرس او داسې نور. نشه یوازې پخپله د نشه کونکي له پاره نه بلکې د هغه د کورنۍ او ټولنې له پاره غټه ستونزه ده، ځکه نشه یې خلک له کار او روزګار څخه پاتې وي، څه نه شي کولای او تل یوازې د خپلې نشې له پاره فکر کوي، په کورنۍ بار وي، د کورنۍ غړي مجبوراً د هغه بوج په غاړه اخلي. د غلا او ځینو نور بدو کارونو له کبله یې هر چا ته زیان رسېدلی شي، چې په دې ډول نشیان، ټولنه هم زیانمنوي.
جګړه، کډوالي، اقتصادي او کورنۍ ستونزې، د نشه ییزو موادو له زیانونو څخه بې خبري، نالوستي( بې سوادي)، د ماشومانو په مقابل کې د مور او پلار بې توجهي، خراب ملګري، خراب چاپیریال هغه لاملونه دی چې شخص په دې شومه پدیده اخته کوی.
له نورمال خلکو سره د نشه کوونکي توپیر:
نشه کوونکی تل ناروغ وي، ډېر ژر په ناروغیو اخته کېږي، له خلکو نه ځان ګوښه ساتي او هڅه کوي چې له چا سره اړیکې و نه لري، څوک یې په خبرو باور نه کوي او ټول خلک ترې بیزاره وي، له حلالې لارې روزي نه شي پیدا کولای، د نشه ییزو توکو لپاره هر ډول جنایت لکه غلا، لاره وهنه، او حتی قتل کوي، له خپلې کورنۍ سره ښې اړیکې نه لري او تل د کور او کورنۍ څخه شړل کېږي، ډارن.
خیرن او بد بویناک وي، خلک ترې ځان ګوښه ساتي، د اړتیا په وخت کې د بې هوښۍ درمل پرې اغیزه نه کوي، عمر یې لنډ وي او ژر مړ کیږي.
نشه یي ته کانګې، خوابدي، زیاتې خولې قبضیت او داسې نور بېلابېلو ناروغیو لکه سرطان، د زړه ناروغي، عضلي دردونه، د وینې کموالي، د خوب ستونزې، سرخوږي، د پوستکي ناروغۍ پیدا کېږی.
د تمباکو( سګرټو نسوارو او چلم…) زیانونه
له دې لیکنې وړاندې مې، د پولیس په مجله کې (د چرسو د کارولو ناوړې اغیزې) تر عنوان لاندې لیکنه کړې وه، خو اوس مې وغوښتل چې پیدا کېږی. د تمباکو( سګرټ، چلم او نسوارو) په اړه یوه اندازه معلومات راټول کړم په دې هیله چې ترې برخمن شي.
د تمباکو استعمال له څو کالو راهیسې عام شوي دي، چې خلک هغه په بېلابېلو ډولونو لکه سګرټ، نپیل، چلم او نورو طریقو استعمالوي.
1) اقتصادي ستونزې :
د هر سگرت په لوګي کولو سره په حقیقت کې تاسې یو څه پیسې چې د تمباکو د استعمال لپاره لګوئ، هغه د میوې یا خوړو لپاره ولګوئ، کېدای شي چې یو قوي او غښتلی شخص در څخه جوړ شي.
2) روغتیايي زیانونه
په تمباکو کې ډیر مضر او خطرناک مواد لکه نیکوټین او بینزوین موجود دي. له ۳۰ څخه تر ۴۰ ملي ګرام پورې نیکوټین که چاته پیچکاري شي، له مرګ سره یې مخامخ کولای شي.
هغوی چې سګرټ او چلم څکوي او یا نسوار اچوي، حافظه یې کمزورې کیږي، تل یې خوله بدبویه وي، چې د نورو ترې کرکه کېږي. همدا راز د نسوارو په ترکیب کې چونه هم شته نو له همدې کبله د خولې د زخمونو سبب هم کیږي د هر سګرټ په څکولو سره د څکوونکي عمر پنځه دقیقې لنډېږي، څوک چې سګرټ، چلم یا نسوار استعمالوي، د سرطان او زړه په ناروغۍ اخته کیدای شي، همدا رنګه د معدې د ټپونو پیښې هم پکې ډېرېږي.
3) ټولینز زیانونه
مخکې مو وویل، کله چې څوک په یو عام ځای کې سګرټ څکوي، نور خلک هم په تکلیفوي او هغوۍ ته یې هم زیان رسېږي. ځای بدبویه او چټلوي، کېدای شي چې د سګرټو په وسیله د چا کالي یا ځان وسوزي، ډیر وختونه له سګرټو څخه لوی، لوی اورونه لګېدلي دي، همدارنګه د کورنۍ غړي او ماشومان د هغوۍ کړنې څاري پېښې یې کوي او له سګرټو، چلم او نسوارو سره یې مینه پیدا کیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان WHO په ۲۰۲۲ کال کې ویلي چې هر کال له ۸ میلونو زیات وګړي د دخانیاتو (سګرټو) کارولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې له ۷ میلیونو څخه زیات وګړي په مستقیمه توګه د سګرټو د څکولو له امله مړه کېږي او پاتې ۱.۲ میلونه خلک، سګرټ څکوونکي نه دي خو د سګرټیانو سره د ناستې له امله چې (second- hand smokers) بلل کېږي، او لوګی یې هغوی تنفس کوي، خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د تمباکو د پریښودلو لارې:
– قطعې تصمیم( پریکړه) لومړی شرط دی.
– لومړی د هغې استعمال کم کړئ تر هغې چې په ورځ کې یو ځل ته ورسېږي، بیا یې بیخې پرېږدئ.
– د سګرټو کوتی له ځانه لرې کړئ، د ټولو سګرټو په منځنۍ برخه کې نښه وکړئ، د سګرټ څکولو په وخت کې چې کله دغې نښې ته ورسیدئ، سګرت ګل کړئ، بل سګرت ژر مه لګوئ، پدې کار سره به سملاسي د استعمال لګښت نیمایي ته را ښکته شي.
د دې ناوړه توکو د ورک کولو او محدود کولو لپاره پکار ده چې د یادو نشه یي توکو بیې لوړې شي، په اړه یې تبلیغاتي پروګرامونه پیل شي او د پریښودلو څخه یې ملاتړ وشي.
سرچینې
– قرآن کریم.
– بزګر، محمد فرید، د نشې زیانونه، ۱۳۷۷، او ار ای انترنیشنل خپرندویه څانګه.
– ګنچی، ایوب، مواد مخدر جوانان و اعتیاد، ۱۳۸۲، کتابخانه ملی تهران.
– مجله پولیس ۱۴۰۰، وزارت امور داخله.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *