په دې لیدنه کې حاجي عبدالظاهر قدیر افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د رامنځته شوی سراسري امنیت ستاینه کړې او ویلي یې دي؛ په افغانستان کې په ډېرو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي چې خلک ترې خوښ دي.
نوموړي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره خپل وړاندیزونه شریکې کړي او د افغانانو ترمنځ یې د یووالي او د دولت او ملت ترمنځ د همکاریو په پیاوړتیا یې ټینګار کړی. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له عبدالظاهر قدیر څخه په مننې ویلي، چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو د حرمت او عزت ساتلو مسئولیت لري او په افغانستان کې د ټولو افغانانو ژوند خوندي دی. نوموړي له بهر مېشتو افغانانو غوښتي، چې هېواد ته راشي او په خپله خاوره کې باعزته ژوند وکړي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې د اسلامي امارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي او دوی د هېوادوالو د مشورو او وړاندیزونو هرکلی کوي.