اسلامی

د صبر او خواخوږۍ مياشت

متدين او ريښتيني مسلمانان هر هغه څه ته لېواله وي چې د الله [ج] رضايت په کې د حاصلېدو وړ ګرځي. له دې کبله مسلمانان د روژې مبارکې مياشتې په راتګ يو بل ته مبارکي ورکوي او د زياتو عبادتونو له پاره تياری نيسي، ځکه د روژې مبارکه مياشت چې د نورو مياشتو څخه يې فضليت ډېر دی او د عبادتونو د اجرا په بدله کې د نورو مياشتو په پرتله ثواب او اجر ورکونکې اندازې زياتې او د قبلېدو لپاره هم د لازمو لارښوونو په هکله څرګندونې شوي دي.

متين

متدين او ريښتيني مسلمانان هر هغه څه ته لېواله وي چې د الله [ج] رضايت په کې د حاصلېدو وړ ګرځي. له دې کبله مسلمانان د روژې مبارکې مياشتې په راتګ يو بل ته مبارکي ورکوي او د زياتو عبادتونو له پاره تياری نيسي، ځکه د روژې مبارکه مياشت چې د نورو مياشتو څخه يې فضليت ډېر دی او د عبادتونو د اجرا په بدله کې د نورو مياشتو په پرتله ثواب او اجر ورکونکې اندازې زياتې او د قبلېدو لپاره هم د لازمو لارښوونو په هکله څرګندونې شوي دي. د روژې مياشت د نورو مياشتو نه ځکه غوره ګڼل شوې چې د الله تعالی [ج] کتاب يعنې قرانکريم پکې نازل شوی دی. دا میاشت د نوور مياشتو نه ځکه په لومړيتوب کې شمېرل کېږي چې په دې مياشت کې د قدر شپه ده چې د قدر شپې عبادت د زرو مياشتو د عبادت نه ډېر دی. دغه راز د دې مياشتې د فضليت له کبله هر هغه روژتي چې د بل مسلمان روژتي ورور سره د روژه ماتي د يوې کجورې مرسته وکړي او روژه ورباندې ماته کړي، الله تعالی [ج] د يوه روژتي د روژې د نيولو په اندازه ثواب او بدله ورکوی. نو که يو مسلمان ورور چې اقتصادي بڼه يې هم ښه وي او ډير ناتوانه او اړمن مسلمان ورور سره مرسته وکړي نو د ثواب او بدلې کچه به يې څومره زیاته وي. نو پر مونږ لازمه ده چې د دې لاسته راغلي وخت څخه ګټه پورته کړو او اړمندو مسلمانانو سره مرستې ته راودانګو.  د ويلو ده چې يو شمېر پانګوال او سوداګر د روژې په مياشت کې لومړنيو خوراکي توکو په بيه کې زياتوالی راولي چې د انصاف او اسلامي لارښوونو څخه لرې ګڼل کېږي. ښه به وي چې د متدينو او زړه سواندو مسلمانانو په توګه د نبی [ص] د لارښوونو سره سم د روژې په مياشت کې د هغو مسلمانانو سره مرسته وکړو چې دا مهال د وچې ډوډۍ وس هم نه لري ځکه چې نبی [ص]  دا مياشت د يو بل سره د همدردۍ او خواخوږۍ مياشت بللې ده.

په دې مياشت کې چې د رحمت، مغفرت او د دوزخ څخه د خلاصون بدله ورکول کېږي په دې هیله چې مسلمانان زيات وخت په عبادتونو ولګوي تر څو د الله [ج] د رحمت او مغفرت څخه ناهيلي پاتې نه شي.

اميد دی چې اسلامي امارت به هم د خپلو اړونده ادارو له لارې هيوادوالو ته د خوراکي لومړنيو توکو په نرخونو مظبوطه څارنه وکړي او سرغړونکو ته لازمه سزا ورکړي ځکه چې دا مهال په زیاتو اسلامی هيوادونو کې د نرخونو کچه په راټيټېدو وی او شتمن وګړي يې د ناتوانه مسلمانانو سره مرستې ته رادانګی. د روژې مياشت چې د صبر، حوصله مندۍ او خواخوږۍ مياشت ده بايد مؤمن مسلمانان په هر ډول حالاتو کې د الله [ج] شکر ادا کړي او صبر ورباندې وشي ځکه د صبر بدله جنت دی نو د جنت لپاره بايد په خپلو نېکو کړو وړو کې زياتوالی راولو او د ګناهونو څخه ځان وژغورو تر څو په دې مبارکه مياشت کې د يو بخښل شوي مسلمان په توګه د الله [ج] د رحمتونو څخه بې برخې پاتې نه شو.

باوري يو چې د امنيت د رامنځ ته کېدو له کبله به هيوادوال د روژې د مياشتې په عباداتو کې برخه واخلي او په ډاډه زړه پرته د امنيتي انديښتو څخه به د الله [ج] د رضا کېدو له پاره په جمع سره لمونځونه او روژې او ټول ارکان په ځای راوړي تر څو د بخښونکو په جمله کې وشمېرل شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *