افغانستان

د ننګرهار د کانال ښارګوټي پاتې چارې بشپړېږي

د ننګرهار کانال ادارې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کانال اړوند ښارګوټی چې شل کاله وړاندې يې د بنسټ ډبره اېښودل شوې او شل سلنه کارونه يې هم تر سره شوي پلان لري چې ډېر ژر يې پاتې کارونه پيل کړي.

د ننګرهار کانال ادارې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کانال اړوند ښارګوټی چې شل کاله وړاندې يې د بنسټ ډبره اېښودل شوې او شل سلنه کارونه يې هم تر سره شوي پلان لري چې ډېر ژر يې پاتې کارونه پيل کړي.
دا ښارګوټی چې د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند حلقوي سړک ترڅنګ دی د ۵۲ بلاکونو لومړنۍ چارې يې تر سره شوې دي.
د چارواکو په وینا، دا ښارګوټی چې ۱۷۱ جریبه ساحه کې جوړېږي په کې استوګنيز کورونه، مارکيټونه، د تفريح ځايونه، جومات او نور ملحقات په نظر کې نيول شوي دي.
په دې وروستيو کې اسلامي امارت د ننګرهار د کانال سلګونه جریبه غصب شوې ځمکې بېرته راګرځولې دي او د ځینو رغنیزو پروژو چارې یې پيل شوې، چې خلک د ننګرهار کانال د ادارې په پاملرنې خوشاله دي.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې ددغه ریاست اړوند هډې فارم حلقوي سړک ته څېرمه په ۱۰ جریبه ځمکه کې معیاري سړه خونه جوړېږي. د چارواکو په خبره ددغه سړې خونې رغنیزې چارې کابو ۲ کاله مخکې پیل شوې وه، خو د نامعلومو لاملونو له مخې اوس په ټپه ولاړې دي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چاراوکي ددې سړې خونې د رغنیزو چارو د بیا پیل په پار هلې ځلې پیل کړي دي، چې ډېر ژر به یې رغنیزې چارې پیل شي.
د ننګرهار دکرنې ادارې د چارواکو په خبره، ننګرهار کې پر 25 زره جريبه ځمکه بېلابېل ډوله بڼوه لکه د ستروسو، خرماو، بېرې او نورو مېوو بڼونه جوړ شوي، چې دغه سړه خونه د بڼوالۍ د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې یو مهم عامل ګڼل کیږي، چې په جوړېدو سره یې د بڼوالۍ د محصولاتو د خوسا کېدو مخه نیول کیږي.
له سړې خونې څخه په استفادې سره کرنیز محصولات پرخپل وقت او په مناسبه بیه بازار ته وړاندې کیږي، چې د بڼوالو او بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *