افغانستان

په تېرو ۴مياشتو کې له ايران څخه نږدې ۱۱زره کډوال راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وړمه ورځ (پنجشنبه) وویل، په تېرو ۴ ورځو کې له ایران څخه نږدې ۱۱ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وړمه ورځ (پنجشنبه) وویل، په تېرو ۴ ورځو کې له ایران څخه نږدې ۱۱ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی ،خو نه ده روښانه شوې، چې دا کډوال په خپله خوښه او که په زوره افغانستان ته راګرځول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ۱۰ زره ۷۰۶ تنه افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي، د هرات د اسلام کلا او د نیمروز د ورېښم پل له لاور افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د مالوماتو پر اساس، په تېرو ۶ میاشتو کې ۲۷۰ زره افغانان په خپله خوښه یا هم په جبري ډول له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *