افغانستان
د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د 9 پروژو قراردادونه منظور شول
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، پرون د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، پرون د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
باختر آژانس ته د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې له اجنډا سره سم پر ۲۴ پروژو مفصل بحث وشو چې د 9 پروژو قراردادونه یې منظور، د 2 پروژو قراردادونه لغوه او د پاتې نورو پروژو په اړه ګډو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې تخنیکي ارزونه یې ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
په منظور شویو پروژو کې د کانونو او پټرولیم، لوړو زده کړو، ټولګټو او د پوهنې وزارتونو، د افغان ملي بانک، د افغانستان برېښنا شرکت او د کابل ښاروالۍ بېلابېلې پروژې شاملې دي چې ټولیز ارزښت یې سلګونو میلیونو افغانیو ته رسېږي.