سیاسی

اسلامي امارت د ژمنو خلاف فرمایش نه شي منلی

د نړۍ لوی غوښتونکي او استعماري ځواکونو د تاریخ په اوږدو کې استعماراتی هڅې تر سره کړې خو د آزادۍ غوښتونکو او خپلواکو هېوادونو د ویښتیا له امله په دې نه دي توانېدلي چې تر اوږد مهاله مستعمراتي واکمنۍ ته دوام ورکړي او خپلې ناروا ګټې خوندي وساتي همدا وجه ده چې په نړیواله کچه د مستعمراتي هڅو او موخو په وړاندې د غوڅو غبرګونونو په رامنځته کېدو سره په پوره پیمانه هېوادونه د استعمار له جغ څخه خلاصون وموند او د هرې ورځې په تېرېدو سره د لوی غوښتونکو هېوادونو موخې له خنډ سره مخامخ شوي دي.

متین
د نړۍ لوی غوښتونکي او استعماري ځواکونو د تاریخ په اوږدو کې استعماراتی هڅې تر سره کړې خو د آزادۍ غوښتونکو او خپلواکو هېوادونو د ویښتیا له امله په دې نه دي توانېدلي چې تر اوږد مهاله مستعمراتي واکمنۍ ته دوام ورکړي او خپلې ناروا ګټې خوندي وساتي همدا وجه ده چې په نړیواله کچه د مستعمراتي هڅو او موخو په وړاندې د غوڅو غبرګونونو په رامنځته کېدو سره په پوره پیمانه هېوادونه د استعمار له جغ څخه خلاصون وموند او د هرې ورځې په تېرېدو سره د لوی غوښتونکو هېوادونو موخې له خنډ سره مخامخ شوي دي.
اوس هم د لوی غوښتونکو هېوادونو په ذهن او فکر کې د تېر په څېر د وروسته پاتې هېوادو په وړاندې داسې موخې تر سره کوي چې مستعمراتي بڼه لري ځکه چې د مختلفو لارو په لټون او د خپلو تالي څټو له لارې د واکمنۍ د تر لاسه کولو لپاره خپلې ګټې خوندي ساتي او هر هغه څه چې د دوی د موخو سره سمون خوري، عملي کوي.
زموږ هېواد هم د مستعمراتي او لوی غوښتونکو له ګواښ او شر څخه په امان نه دی پاتې شوی، کله په یوه او کله په بله پلمه د واک د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کړي، طمعه یې درلوده چې د خپلو ستراتېژیکو هدفونو د تر لاسه کولو لپاره د ګوډاګي رژېمونو د پایښت لپاره پانګونه وکړي او د اشغال موده لا پسې اوږده وساتي خو هر هغه څه چې اشغالګرو ځواکونو له یاده ویستلي وو هغه د افغانانو میړنتوب او په هېواد باندې د اشغالګرو ځواکونو له منځه وړل وو، هغوی چې د تاریخ په کلونو کې د افغانستان دجغرافیایي مهال وېش راوروسته په افغانستان کې د تيري کونکو ځواکونو په وړاندې غبرګون او د افغانانو هېوادنۍ مینه هېره کړې وه یو ځل بیا ورته د اشغال پر مهال وریاده شوه، نو له دې کبله یې د هرې لارې په لټون پیل وکړو تر څو د خپل اشغال د پای ته رسېدو لپاره د اوړو او اوبو پځه راجوړه کړي. اشغالګرو ته معلومه شوه چې اوس د استعماراتي هڅو وخت تېر شوی هیڅوک نه غواړي چې د پردیو د لارښونې او یا د نورو د ګټو د خوخندیتوب لپاره لاره هواره شي. همدا وجه ده چې افغانانو د خپلو پلرونو او نیکونو د راپاتې شوې خپلواکۍ او ازادۍ لپاره بې شمېره قرباني ورکړې او تر هغه د هېواد د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره وجنګېدل تر څو چې لوی غوښتونکي او په عصري وسلو سنمبال مغرور اشغالګر یې دې ته اړ کړل چې پرته له کوم شر او معاملې څخه هېواد خوشې کړي. اشغالګر په دې طمعه وو چې په سیاسي برخه کې به لاسته راوړنې تر لاسه کړي خو د اسلامي امارت ځیرکو او ملي ګټو ته ژمن مسؤلین په دې وتوانېدل چې په سیاسي ډګر کې لاسته راوړنې تر لاسه کړي او د دوحې د هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره هېواد د اشغالګرو ځواکونو له شر څخه خلاص او د هېواد خپلواکي او ازادي بیا تر لاسه
کړي.
اوس د دې وخت رارسېدلی چې هېوادوال د اشغالګر دښمن په پوچو او ناوړه تبلیغاتو ونه غولیږي او د اسلامي امارت سره د هغه ستونزو په رغونه او هوارۍ کې مرسته وکړي کومې چې د تېرو ناوړه واکمنانو لخوا راپاتې شوي دي.
ښه به وي چې اشغالګران نور د افغانانو د ځورونې او ستونزو د راپیدا کېدو هڅې ونه کړي ځکه په افغانستان او سیمه کې سوله او ثبات د ټولې نړۍ په ګټه دی. همدا وجه ده چې د اسلامي امارت مسؤلین په وار وار په کور دننه او بهر په مختلفو غونډو کې ټینګار کوي چې مقابل لوری دې د دوحې د هوکړه لیک څخه سرغړونه نه کوي او تر سره شوې ژمنې دې عملي کړي خو په خواشینۍ سره ویلای شو چې مقابل لوری د هوکړه لیک د ژمنو خلاف نور بندیزونه لګولي چې د هوکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه بلل کېږي.
سرغړونکي باید پوهه شي چې د هوکړه لیک د ټولو ژمنو عملي کېدل د دواړو خواو په ګټه دي. طمعه ده چې مقابل لوری د لوی غوښتونکي او فرمایش ورکونکي سیاست پر ځای د افغانانو سوله ئیزو غوښتنو ته مناسب ځواب ووایي او په نړیواله کچه د ستونزو او خنډونو د راپیدا کېدو پر ځای د ښه تحمل لاره غوره کړي تر څو په سیمه او نړۍ کې د تل پاتې او همېشنۍ سولې د ټینګښت لامل وګرځي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *