اجتماعی

د ترکیې په زلزله کې د لسګونه افغانانو وژل کېدل

له ترکیې رپوټونه وایی، چې، د تېرې دوشنبې ورځې په زلزله کې د ترکیې هتای ولایت کې لسګونه افغانان هم وژل شوی، خو رسمی کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی ثابت شوی.

له ترکیې رپوټونه وایی، چې، د تېرې دوشنبې ورځې په زلزله کې د ترکیې هتای ولایت کې لسګونه افغانان هم وژل شوی، خو رسمی کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی ثابت شوی.

په انقره کې چارواکیو وېیلی، چې د ترکیې په هتای کې ګڼ افغانان اوسېدل او د افغانانو یو ټیم هلته تللی چې د وژل شویو او اغېزمنو شویو افغانانو په اړه مالومات راغونډ‌ کړی.

دوی زیاتوی، د سیمې خلکو دوی ته ویلی چې د هتای زلزله کې د نژدې ۸۰ او ادیامان ولایت کې د ۳۵ وژل شوو افغانانو مړی خاورو ته سپارل شوی، خو وېیل کېږی داسې قبرونه هم شته چې یو تر درېیو کسانو پکې خښ شوی،‌ خو رسماً ددغو کسانو وژل کېدل لا نه دی اعلان شوی.

په هتای کې سیمه ییزو چارواکو وېیلی، تر اوسه د وژل شوو خلکو نوملړ نه دی جوړ شوی او د وژل شوو د هویت له ثابتېدو وروسته به د هر هېواد د وژل شوو وګړو لېست له هغوی سره شریک شی.

په ترکیه کې مېشت افغانان وایی، په انقره کې د افغان کونسلګرۍ پلاوی د ترکیې ملاتیا، غازی عنتاب او ادانه سیمو ته هم تللی – دا له هغو لسو ولایتونو او سیمو دی چې له خونړۍ زلزلې وروسته پکې فوق العاده یا بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د تېرې دوشنبې په ورځ ګهیځ وختی د ترکیې سوېل او د سوریې شمالی سیمو کې چې دواړه سرحدی سیمې دی، د ریښتر په کچ ۷٫۸ درجې زلزله وشوه، چې تر اوسه په دواړو هېوادونو کې د وژل شوو شمېر نږدې ۳۰ زرو تنو ته نږدې شوی دی.

وایی، په یادو درېیو (غازی عنتاب، ملاتیا او ادانه) ولایتونو کې پلاوو له افغانانو سره لیدلی افغانانو ته زلزله کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې، خو لا هم خلک د بلې ممکنه زلزلې له کبله د شپې مهال خپلو کورونو ته نه ستنېږی.

د ترکیې زلزله کې د یوې افغان کورنۍ یو غړی چې له کاناډا نه د خپلې مور او خویندو د مړو موندلو لپاره ترکیې ته تللی رسنیوو ته د خپل زړه دردوونکی حالت بیان کړی دی.

محمد اجمل نېکزاد په یوه وېډیو کې وېیلی، «دوشنبې په ورځ له کاناډا ترکیې ته ولاړم، هېڅ تصور مې نه کاوه چې له داسې حالت سره به مخامخېږم.‌ قهرمان مارش ښار ته ولاړم لومړی مې د خپلې خور مړی وموند او شپږ ساعته د سړک پر غاړه سړه هوا کې امبولانس ته انتظار وو، خو امبولانسونو یوازې ټپیان لېږدول او مړو ته یې پام نه کاوه، چې بالاخره په پښو ولاړو او مړی مو د مړی خاورو سپارلو د اجازې اخیستو ځای ته ورسوله، هېچا مرسته ونه کړه».‌

نېکزاد وایی، د خپلې مور د مړی موندلو لپاره د هغې ودانۍ له کنډوالو رایستل شویو مړو کې چې کورنۍ یې پکې اوسېده، تر ۲۰۰ مړی ولټول چې بالاخره په لومړۍ ورځ یې د خپلې مور مړی ونه شو موندلی.

دی وایی، داسې مړی وو چې د چا سر نه و او هېڅ د لیدلو وړ نه وو.

یوې افغانې نجلۍ له ترکیې نه وېیلی، « ۳۰۰ جنازې مو ولټولې چې د خپلې مور مړی ومومم. هرڅه مو چې لیدل لټول مو،‌ د مور مړی مو پیدا او خاورو ته وسپارله. خور مې روغتون کې بستری ده،‌ خو په اړه یې هېڅ مالومات نه لرم».

په ادانه کې یوه بله افغانه کورنۍ وایی، د شپې پارک کې ویدېږی او د استوګنې ځای نه لری.

په یوه بله وېډیو کې یو افغان د ترکیې هتای واکنت سیمې په یوه هدیره کې نوی قبرونه ښیی چې وایی دلته هغه افغانان خښ شوی، چې اسناد یې نه لرل او دولت بې برخلیکه پرېښی وو چې بالاخره زلزله کې مړه شول.

دغه افغان وایی، دا سیمه د کوچنی افغانستان په نامه یادېده،‌ ځکه چې د ترکیې دولت پکې بې‌اسناده افغانان مېشت کړی وو.

دی وایی، دا ماشومان زلزله کې ټپیان شوی وو،‌ خو د ترکیې د دولت د بې پامۍ له کبله مړه شوی.

په وېډیو کې دغه افغان وایی «دا قبرونه چې وینئ، هغه افغانان دی چې پنا غوښتلو ته په تمه وو او اسناد یې نه وو، ښځې او ماشومان هم پکې وو، مړه شوی دی».

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن