اخبارگزارش

د کتاب نړیواله ورځ؛ د لیکوالو ستونزې او د مسوولینو ډاډ

د اپریل ۲۳مه په نړۍ کې د کتاب ورځ او د لیکوال حق په نامه پېژندل کېږي. په افغانستان کې لیکوالان له اقتصادي حالته او کتاب پلورونکي له سوړ بازاره شکایت کوي، خو دولتي مسوولین بیا د ګرم بازار خبرې کوي او راتلونکي کې د لا پرمختګونو ډاډ ورکوي.

لیکوال، شاعر او استاد اجمل ښکلی د لیکوالانو ازادۍ او مادي غنامندي مهمه ګڼي او وایي دا د حاکمو نظامونو مسوولیت دی، چې دغه ستونزو ته رسیدګي وکړي.

د ۵۰ چاپ او ۵ ناچاپ اثارو لیکوال ګل رحمن رحماني بیا معاصره ټکنالوجي د کتاب د ارزښت په کمولو کې یوه وسیله ګڼي او وایي: په دې کې شک نشته چې د اوسنۍ معاصرې ټکنالوجۍ په رامنځته کېدو سره به د چاپي کتابونو ارزښت څه نا څه کم شوی وي، خلک به د وخت د تنګتیا له وجې لوی لوی کتابونه ونه لولي، خو بیا هم حقیقت دا دی، چې له دې سره سره چاپي کتاب او کتابخانې خپل ارزښت لري. نوموړی د ټکنالوجۍ ستونزه ځکه زیاته جدي نه ګڼي چې په وینا یې افغان ولس دغې ټکنالوجۍ ته په پراخه اندازه لاس رسی نلري، خو د افغانانو له نالوستۍ یادونه کوي. هغه د کتاب د نورو ستونزو په اړه هم وایي: د مختلفو موضوعاتو او مسلکونو په برخه کې د کتابونو خپرېدو که ډېر خلک له کتاب، مطالعې سره اشنا کړل او د لیکوال او لوستونکي ترمنځ اړیکې سره نږدې شوې، خو د کیفیت په برخه کې بیا هم یو ډول خپل سري موجوده وه، ځکه خپرندوی ټولنو که څه نا څه کار کړی و، خو ځینو مطبعو هم چې تر ډېره پورې د کتاب د چاپ صنعت مخته وړي، د پیسو په بدل کې یا پخپل سري ډول چې کتابونه یې د پوهانو، مسلکي کسانو یا مشهورو ارګانونو ادارو لخوا نه و کتل شوي، هغه یې خپاره کړل، چې طبعي ده اکثریت کتابونه به معیاري نه و. ښاغلی رحماني د ژباړې بهیر هم ښه ارزوي، خو وایي چې لا هم په افغانستان کې کتاب لیکوال ته ډوډۍ نشي ورکولی، مګر د اوسني حکومت په دې برخه کې له نويو ادارو څخه خوښي ښئيي او ورته ادارې له یو ډاکتر سره تشبه کوي، چې ناروغ ته سالمه دوا ورکوي.

د اطلاعات او کلتور وزارت، د کاپي رایټ امر عبدالحق حماد بیا افغان لیکوالانو ته ډاډ ورکوي او وایي چې د کتاب حقوق به یې محفوظ وي او که د چا حق ته تاوان رسېدلی وي، نو زمونږ ادارې ته دې مراجعه وکړي. هغه وایي چې مخکې د اسلامي امارت څخه د کاپي رایټ سیستم یوازې د کاغذ پر مخ پاتې و او توجه ورته نه کېدله او ډېرو خلکو د بل لیکوال کتاب کاپي کولی شو، په دې اړه ښاغلی حماد زیاتوي: خو کله چې اسلامي امارت حاکم شو دغې موضوع ته جدي پاملرنه شوې ده او د کاپي رایټ قانون او اصول په بشپړه توګه عملي کېږي. نوموړی دا هم وایي چې تېر کال یې په لسګونه قضیو ته رسیدګي کړې ده او د نوموړې ادارې له اصولو سره سم مخته تللي دي.

د اطلاعات او کلتور وزارت، د نشراتو معینیت، د بیهقي ریاست رئیس عبدالعلیم ځان واک د انیس ورځپاڼې خبریال ته و ویل، زمونږ هڅه دا ده چې په ولس کې د کتاب لوستلو ځواک راژوندی کړو. د نوموړي په وینا چې مخکې به د کتاب بازارونه د عشقي ناولونو او سیاسي اشخاصو ستاینو له امله ګرمېدل، چې لیکوالو ته به یې حق الزحمه ورکول کېدله. هغه وایي چې دلته ۴۰ کاله ناخوالې وې، د ځوانانو فکر بل لوري ته اوښتلی او مونږ کوښښ کوو، چې دوی علمي لوري ته وهڅوو چې خپله یو څه ولیکي. ښاغلی واک وایي: سږکال مو تقریبا ۴۱ کتابه چاپ کړي دي، چې دې، کې علمي، فرهنګي، تاریخي، سیاسي، جغرافیوي او هره برخه پکې شته ده، چې دلته نورو رسمي ارګانونو په دې اړه هیچا دومره کار نه دی کړی. هغه د قرانکریم په برخه کې هم وایي چې په ۱۴ سوه کاله کې مو خپل قرانکریم په چاپي بڼه نه درلوده. نوموړی زیاتوي: زه چې کله د بیهقي رئیس مقرر شوی یمه، ۱۸ قسمه قرانکریم چې په نړۍ کې مروج دی، دا ټول مونږ د افغان خطاطانو په مټ لیکلی، ترتیب، صحافت او چاپ کړی دی یانې هر څه یې پخپله افغانانو کړی دی. نوموړی دا هم وایي چې که هر لیکوال غواړي کتاب یې چاپ شي، نو موږ یې وروسته له کره کتنې په وړیا ډول ورته چاپوو. دی وایي چې د کتاب د کیفیت او کمیت په خاطر مو د کره کتنې کمېټه جوړه کړې، د کتاب مخکتنې لړۍ مو پیل کړې او د ښار په مختلفو برخو کې مو د کتاب نندارتونونه جوړ کړي دي، چې په پایله کې دا ویلی شم چې د تېر کال په پرتله سږکال د کتاب د خرڅېدلو بازار ګرم و.

 

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *