ټولو هغو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د تېرې فاسدې ادارې پر مهال یې موټر د ترافیکي پېښو او یا نورو سرغړونو له کبله توقیف او درول شوي وو د خپلو وسایطو اسناد په کابل کې د ترافیکو لوی ریاست ته د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غوایي میاشتې له ۳مې نېټې څخه تر راتلونکو دوو میاشتو پورې وسپاري. د اسنادو د ارزونې او څېړنې وروسته به یاد وسایط د قانوني ستونزو د نه لرلو په صورت کې خپلو اصلي مالکانو ته سپارل کېږي. له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.