افغانستان

دبهرنیوچارو وزارت :مونږ د هند او نړۍ دهیوادونو سره د اړیکو لا پرختیا غواړو

د افغانستان دبهرنیو او داخلي دښمنانو د ناوړه نیتونوله امله  څه کم درې کاله وشول چې افغانستان د همدې نابکارو له لاسه په ګوښه توب او انزوا کې پاتي دي او هغه داچې پر افغانستان ېې ډول، ډول بندیزونه او تحریمونه ولګول په میلیاردونوډالر چې ددي هیواد د ملي اقتصاد دپراختیا پشتوانه وه هغه ېې بنده او کنګل کړه. بانکي سیستمونه ېې فلج کړل یعني څه نه و چې امریکا او متحدینو ېې  ونه کړل خو دافغانستان اسلامي امارت د خپل بهرني متوازن سیاست او کړنلاری له مخې نړۍ ته دا ثابته او، وښودله چې مونږ دهیڅ هیواد په کورنیو چارو کې دلاس وهني او مداخلې نیت نه لرو او د نوروهیوادونو څخه هم غواړو چې زمونږ په داخلي چارو کې لاس وهنه او مداخله ونه کړي، زمونږ هیواد بهرنۍ پالیسي په متقابل احترام اومتقابلې همکارۍ ولاړه پالیسي ده او د نړۍ د هیوادونو په تېره بیا د ګاونډیانوسره دوستي او ورورولي غواړو .

دافغانستان اسلامي امارت دنړۍ له هیوادونو څخه داهم غواړي چې دسیاسي، امنیتي، اقتصادي او تجارتي اړیکو ترڅنګ د نړۍ اوسیمي هیوادونو سره د خپلو ملي ګټو په رڼا کې چال چلند وکړي ځګه دا د ټولو په ګټه دي .

اسلامي امارت دنړۍ د هیڅ  هیواد سره داړیکو خړپړتیا نه غواړي بلکې دنړۍ دهیوادونو سره ددوستۍ او همکارۍ پراختیاېي اساسي هدف دي، ځکه زمونږ بهرني سیاست او کړنلاره د نړیوالو اصولو سره سمه په بهرنۍ متوازنې پالیسۍ ولاړه او په دې برخه نړیوالو اصولو ته ژمن او متعهد یو .

دلته زمونږ د خبرو موضوع د هند هیواد سره په اړیکو اوتعاملاتو باندې ده چې غواړي د افغانستان سره په بېلا، بېلو سیاسي، امنیتي او په تېره بیا په تجارتي او سوداګریزو برخو کې خپلي اړیکې لاپراخه  اوپیاوړي کړي .

دروان ۲۰۲۴ ع کال د مارچ په ۸مه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د هند خاص سفیر او

استازی (ج، پي، سنګ )سره په لیدنه کې د افغانستان داسلامي امارت د بهرني متوازن سیاست اوپه بېلا، بیلو برخو کې لاس ته راوړنې وستایلې او ویلی دي : چې دهند هیواد غواړي د سیاسي ، اقتصادي او تجارتي همکاریو په برخو کې له افغانستان سره اړیکې لاپراخه کړي او دچابهار تجارتي بندر له لاري سوداګرۍ او (راکړي ورکړي )ته وده او پراختیا ورکړي.

په مقابل کې دبهرنیوچارو وزیر مولوي متقي ویلي : افغانستان د خپل متوازن بهرني سیاست په رڼاکې غواړي چې سیمي او نړۍ په تېره بیا د هندوستان له هیواد سره چې په تېر کې هم له افغانستان سره مرستي او همکارۍ کړي غواړو ددی هیواد سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لا ټینګې او پیاوړي کړو چې مونږ ورته د قدر په سترګه ګورو.

زمونږ په نظر اوس ددی وخت رارسېدلي چې د اسلامي امارت چارواکي په تېره بیا دبهرنیوچارو وزارت خپل دایمي نماینده  د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د امنیت شورا ته ولېږدوي چې په دی سره به نه یوازې د نړۍ هیوادونوسره اړیکي لا پراخه شي بلکې د رسمیت پېژندنې پروسه به آسانه او افغانستان به په نړیوال ستېج کې د یو آزاد او خپلواک هیواد په توګه وپېژندل شي.

ناصرشاه سرحدي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *