اجتماعیمقالات

دشهید شېخ  الحدیث خلیفه محمدعمرجان اخونزاده ژوند اوکارنامو ته ځغلنده کتنه

لیکوال: مفتي محمدگل سعید

چې په سر يې بله خښته نه ځایېږي

شهادت مو تر آسمانه پورې دنگ دی

بې له شکه دا نړۍ فاني ده، هر څوک ورته د آخرت په لور دکوچ کولو لپاره راغلي، دا یو داسې حقیقت دی چې هیڅ یو مسلمان ترې انکار کولی نشي، بلکی د گردو آسماني ادیانو پيروان هم داحقیقت مني، نړۍ  کې هر څوک ژوند تیروي که هغه شتمن دی که غریب، که واکمن دی او که بې واکه، که ځواکمن دی او که کمزوری هر یو له خپل ذوق او صلاحیت سره سم ژوند کوي، که دهغه خوښه وي او ناخوښه له نړۍ نه به دآخرت په لور رحلت او کوچ کوي. کومو ظالمانو چې شېخ  الحدیث مولانا محمدعمرجان اخونزاده شهید کړ، هغوئ دې پوهه شي چې دنیا کې دڅه وخت لپاره به داسلام ددښمنانو سیوري ته ځانونه خوندي کړي، خو اخر یوه ورځ به دوئ هم خامخا دنیاڅخه ځي او دخدای جل جلاله په مخکې به ددې نه بښوونکي کافرانه جنایت ترخه وڅکي او هیڅکله به خلاص نشي.

دهیواد علمي او جهادي او شخصیت شهیدشېخ  التفسیر والحدیث خلیفه محمدعمرجان اخونزاده  دشېخ  المشایخ حضرت مولانا عنایت الله (دغبرگۍ اخندزاده) صاحب زوی او دمولانا عبدالرازق لمسی  ددیني علومو مدرس او استاد ؤ ، چې خپل ټول ژوند يي ددیني علومو په زده کړه ښوونه، او تدریس کې تېر کړی او د زرگونو عالمانو استاد او دهیواد په کچه ستر علمي او معنوي شخصیت ؤ. نوموړی په خټه توخى پيروزي د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ د غبرګۍ په کلي کې زېږېدلى دى.

پلار يي شېخ  الحدیث مولوي عنايت الله په غبرګۍ اخونزاده مشهور د هېواد لوى او متبحر ديني عالم ؤ، چې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) لخوا د کندهار په تميز کې د ملي امنيت د رئيس او د افتاء د مشاور په توګه مقرر شوی ؤ.  څه موده د سترې محکمې کفیل ؤ او بيا د کندهار ښار په لويه جهادي مدرسه کې مدرس ټاکل شوی ؤ.. نیکه يي مولانا عبدالرازق نومېده چې هغه هم دخپل وخت تکړه او نوموکی عالم ؤ.

شهید شېخ  صاحب (تقبله الله) دعمر زیاته برخه داحادیثو، تفسیر او نورو دیني علومو په تدریس کې تېره کړه، او هم يي په تصوف علم کې لوی لاس درلود، ده دمرحوم شيخ المشايخ الحاج خليفه مولوي عنايت الله (دکسټم خليفه صاحب) نه دتصوف منازل سرته رسولي وؤ او دهغه خلیفه او دخلافت لوړ منصب باندې فائز ؤ او په پای کې الله تعالی دشهادت په انعام هم ونازاوه.

نوموړی دافغانستان داسلامي امارت دکندهار ولایت دجهادي مدرسې استاد، دهیواد جید او ممتاز دیني عالم او د اسلامي امارت دکره کتنې ادارې او دمرکزي دارالافتاء غړی هم ؤ.

شهید شېخ  صاحب پخوا په کویټه کې داحادیثو استاد، د نوي کلي ملیزي دجومات امام او خطیب او دفقهي مجالسو مشر غړی ؤ.  داچې د لوی متبحر عالم  او فاضل پلار په روزنه او تربیه کې رالوی شوی ؤ، نو له همدې امله نوموړی په جهادي او انقلابي مفکوره سنبال  او ښه مبارز عالم ؤ.

نوموړي خپل ټول ژوند ددین په دفاع کې تېر کړ او په کلکه يي ددین دفاع کوله، چې دا په اصل کې دالله تعالی د سترو لورینو څخه یوه لورینه ده چې هرچاته یې وغواړي دټول عمر لپاره هغه دخپل حقاني دین  داعي گرځوي او ترپایه هغه ته پخپل دریځ او موقف دصبر او استقامت ویاړ ورپه برخه کوي او ټول ژوند دالله تعالی ددین په دفاع او ساتنه کې تیروي، دالله تعالی انتخاب دی چې دیو چانه کوم کار په څه ډول اخلي، نوموړی په رښتنې توگه مبلغ او داعي ؤ او په دې لاره کې دهرچا د رعب او دبدبې نه بې پروا ؤ. لکه حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الله تعالی په دې دین کې ونې نیالوي، هغوئ پخپل اطاعت او بندگۍ کې استعمالوي. یقیناً: شهیدشېخ  الحدیث خلیفه مولوي محمدعمرجان اخونزاده هم دداسې غوره بنده گانو له ډلې څخه ؤ، چې الله تعالی دخپل دین دفاع او د اعلی کلمة الله ددعوت لپاره غوره کړی ؤ.

شېخ  الحدیث محمدعمرجان اخندزاده ددین او اسلام د سخت زړو دښمنانو له لوري دخپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه په ډیره نامردۍ دپنجشنبې په ورځ د گاونډي هیواد پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې شهید کړای شو. جنازه يې له کندهار ولایت څخه دمشرتابه مقام دځانگړي هدایت پر اساس او دزابل ولایت دولایتي رهبري په زیار او هڅو له کندهاره د الوتکې پر مټ د زابل شاجوۍ ولسوالۍ ته انتقال شوه  او هلته یې دشاه جوۍ ولسوالۍ په مرکزي عیدگاه کې دشهید شېخ  صاحب د زوی مولوی فضل الله فاضل په امامت لمونځ په داسې حال کې ترسره شو، چې دسرحدونو، قومونو او قبائلو چارو سرپرست وزیر الحاج مولوي نورالله نوري، دزابل ولایت والي مولوي حزب الله افغان، داستخباراتو رئیس الحاج مولوي نقیب الله ابولیث، او نورو گڼ شمېر مشرانو، مشایخو، علماؤ او عامو مسلمانانو په جنازه کې گډون کړی ؤ.  جنازه یې د۲۰۲۴م کال داپریل دمیاشتې په ۱۹مه نېټه دجمعې په ورځ پخپل پلرني ټاټوبي زابل ولایت، شاه جوۍ ولسوالۍ کې دماسپښین په څلور بجو ادا شوه . او دا دعلم لویه پانگه هملته خاورو ته وسپارل شو. دنوموړي شهادت دهیواد او ولس لپاره نه جبرانېدونکې علمي ضایع ده، کورنۍ، شاگردانو او متعلقینو ته یې له رب لایزال نه صبرجمیل او اجر عظیم غواړو.

             انالله واناالیه راجعون

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *