افغانستان

د کانونو او پتروليم وزارت: د قشقرې د تېلو کان يوې بهرنۍ خصوصي کمپنۍ ته وسپارل شو

د کانونو او پتروليم وزارت د فعاليتونو په لړکې خصوصي سکتورته دقشقري د تيلو کان ورکولو،د افغانستان د کانونو مجموعي ارزښت او همداسې د پنجشېر د زمردو کانونو را اېستلواو داچې په هېواد کې د تيلو څومره زيرمې شتون لري په دې تړاو زموږ خبريال د کانونو او پتروليم وزارت له وياندهمايون«افغان»سره مرکه کړې،چې خپرېږي.

د کانونو او پتروليم وزارت د فعاليتونو په لړکې خصوصي سکتورته دقشقري د تيلو کان ورکولو،د افغانستان د کانونو مجموعي ارزښت او همداسې د پنجشېر د زمردو کانونو را اېستلواو داچې په هېواد کې د تيلو څومره زيرمې شتون لري په دې تړاو زموږ خبريال د کانونو او پتروليم وزارت له وياندهمايون«افغان»سره مرکه کړې،چې خپرېږي.

پوښتنه:داسې خبرونه خپاره شوي ،چې د قشقري کان خصوصي سکتورته سپارل شوی.که ووياست،چې کوم شرکت ته او په کومو شرايطو ورکړشوی دی؟

ځواب:د قشقري نفتي حوزه ،چې د آمو نفتي حوزې په نوم يادېږي ،د هېواد په شمالي ولايتونو لکه سرپل،فارياب او جوزجان ولايتونوکې موقعيت لري. دغه سيمه، خصوصي سکتورته په قرارداد ورکړشوې، ۴ زره کيلومتره مساحت لري.

قرارداد له يوې چينايي کمپنۍ سره لاسليک شوی دی. په تېر حکومت کې په ۲۰۱۴ زېږديز کال لاسليک شوی هغه قرارداد فسخ شو او د نويو شرايطو په نظرکې نيولو سره تعديل او نوی شو، کوم شرايط چې لاسليک شول د دواړو لورو په ګټه دي.د قرارداد يوه ماده داده،چې څومره انجنيرانو ته چې اړتيا ده هغه به افغانان وي،که چېرې افغاني انجنير وړتيا ونه لري په داسې حالت کې به بهرنی انجنير په کار ګمارل کېږي.بله ماده د قرارداد داوه،چې د تيلو پروسس به سل سلنه د هېواد په دننه کې ترسره کېږي. نفت به بهرته نه لېږدول کېږي، دا قرارداد د افغانانو په ګټه دی،ځکه ،چې نفت د هېواد په دننه کې پروسس کېږي، دغه قرارداد د۲۵ کلونو لپاره دی،چې لومړی کال به امتحاني وي.که چېرې دغې کمپنۍ د يوه کال په موده کې د کړيو ژمنو او تعهداتو سره سم کار وکړقرارداد به دوام وکړي او که داسې ونه شي لغوه به شي.سربېره پر دې بل شرط داو،چې دمعقول عذرڅخه پرته که قرارداد دوه مياشتې وځنډېد په داسې حالت کې به هم قرارداد فسخ کېږي.موږ نه شو کولی قرارداد په داسې شرايطو لاسليک کړو،چې د کمپنۍ زړه وغواړي کار وکړي اوچې زړه يې ونه غواړي کار ودروي.داسې يو قرارداد زموږ د هېواد په ضرر دی.پورتني شرطونه د افغانستان د اسلامي امارت په ګټه دي.د همدغو شرطونو له مخې له چينايی کمپنۍ سره قرارداد لاسليک شو.د افغان حکومت ريالتي او ماليه ۱۵ سلنه،د اکتشاف مرحله کې يو ډالر او د رااېستلو مرحلې ته چې کار رسېږي ۴۰ ډالره لوړېږي.همداسې د فورمول په اساس،چې عايد او مصرف برابر وي په داسې حالت کې بياپيسې نه اخيستل کېږي.څومره چې کار زياتېږي اسلامي امارت له ۲۵ سلنې تر۷۵ سلنې پورې په ګټه کې برخه لري.لګښت ته په کتلو سره ګټه ويشل کېږي، لومړی درې کلونه د اکتشاف پړاو دی وروسته له هغې د رااېستلو پړاو دی.له نېکه مرغه د اکتشاف په پړاو کې د کان څخه د رااېستلو پروګرام هم لرو،هلته ځينې څاګانې وې،چې غير فعاله وې فعاله شوې او سربېره پردې څوکړۍ نورې څاګانې هم وکېندل شوې.اوس هره ورځ څلورسوه تڼه تيل استخراج لرو.د راتلونکې کال د جنورۍ ترمياشتې پورې به دغه کچه زر ټنو ته لوړه کړای شي.کله،چې تيل رااېستل کېږي د پروسس لپاره د خصوصي سکتور فابريکې شتون لري.

پوښتنه:په ټوله کې د افغانستان د کانونو ارزښت څو ته رسېږي؟

ځواب:افغانستان د کانونو او معدني موادو له پلوه موړ او بډای هېواد دی.هغه احصائيه،چې خپره شوې۱۷۰۰ ډول ډول نفتي مواداو منرالونه زموږ په کانونو کې شتون لري، د دغو منرالونو ارزښت کابو ۳ ترليون ډالره اټکل شوی دی.د وخت په تېرېډو سره د منرالونو ارزښت مخ په لوړېدو دی، کېدای شي دغه احصائيه بدلون ومومي.

پوښتنه:د تيلو کانونو ذيرمې څه اندازې ته رسېږيي؟

ځواب:د جامدو کانونو ترڅنګ په لوړه کچه د تيلو او ګازو کانونه هم لرو، په ټول هېواد کې د نفتو پنځه لويې حوزې لرو،چې يوه د آمو دريا حوزه  ده،چې د رااېستلو قرارداديې شوی.دويمه حوزه د افغان تاجک حوزه ده،چې په شمالي ولايتونوتخار،کندز اوبلخ کې کې موقعيت لري.د دغې حوزې مساحت ۱۱ زرو کيلومترومربعې ته رسېږي.درېيمه حوزه د کټواز حوزه ده،چې پکتيا،پکتيکا اوخوست ولايتونه برکې نيسي،چې دغه حوزه ډېره پراخه ده او په کې طبيعي ګاز شتون لري.دغه سيمې دقيقو او سمو سروېګانو ته اړتيا لري.څلورمه حوزه د هرات د تيلو حوزه ده،چې تربادغيس ولايت پورې پرته ده.پنځمه حوزه د هلمند حوزه ده،چې د نفتو او ګازو لويې زيرمې په کې پرتې دي.

پوښتنه: د پنجشېر د زمرد کانونو شمېر څو ته رسېږي او خصوصي سکتورته يې د سپارلو بهير څنګه دی؟

ځواب:پنجشېرد هېواد له هغو ولايتونو څخه دی،چې په کې ډېرکانونه شتون لري.په ځانګړې توګه قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې ډېرې دي.د کانونو وزارت د سروې له مخې په دغه ولايت کې ترزرو د زمرد کانونه تثبيت او اکتشاف شوي دي.د دغو کانونو له ډلې څخه د۳۸۰ کانونو د رااېستلو جوازونه صادرشوي دي.البته دغه کار د اميرالمونين په لورينه د دې لپاره شوی ،چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.په دغو۳۸۰ کانونو کې۸ زره کسان په کار بوخت شوي دي.له دغو کانونو،چې زمرد رااېستل کېږي د اسلامي امارت برخه ۱۰ سلنه ده.کله،چې زمرد رااېستل کېږي بيا د آزادې سيالۍ له لارې پانګوالوته ورکول کېږي.د هېواد له ډېرو ولايتونو څخه پانګوال سيالۍ ته راځي کوم کسان،چې ګټونکي شي لس سلنه عايد به امارت ته ورکوي.تراوسه پورې څلور داوطلبۍ ترسره شوي دي.په وروستۍ دواطلبۍ کې د ۸ لکو ډالرو زمرد وپلورل شوو،چې د امارت برخه ورکړل شوه.په مخکينۍ او وروستنۍ دواطلبۍ کې د څه باندې يونيم ميليونو ډالرو په ارزښت زمرد پلورل شوي دي. د زمرد دکانونو ترڅنګ په پنجشېرکې د ياقوتو کانونه هم شتون لري،چې تر۱۵ سلنې پورې سروې شوي دي.د دغو کانونو ګټونکوته هم د فعاليت جوازونه ورکړل شوي دي.سربېره پردې په پنجشېر کې د وسپنې لوی کان هم شتون لري،چې هغه به هم آزادې سيالۍ ته وسپارل شي.

نوري- اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *