پرون د اسلامي نړۍ د ستر عالم او د اسلامي فرهنګ د خپراوي د ستر فیلسوف، لیکوال،اديب، تیوریسن، ستر متعهد عالم،او د انسانیت او انساني کرامت د رښتيني فکر او پر اخلاقو ولاړ مکتب د ځلاند ستوري او د اوومې هجري پېړۍ د اسلامي دعوت د نړیوال غورځنګ د ټول منلي اديب او شاعر شيخ مشرف الدین مصلح بن عبدالله سعدی شیرازي د زوکړې ورځ وه.
هغه چې ټوله بشري نړۍ د یو پلار او مور زامن او له هر ډول فرعي اختلافاتو ور ها خوا،سره سکه او نسبي وروڼه،له یو تن سره تشبيه کوي،او ټول انسانان د دغه تن غړي بولي،هغه داسې چې که د دغه نړیوال واحد تن هر غړی زیانمن، تهدید، او رنځور شي. نو دغه ټول تن او وجود ورسره زیانمن، او په درد او کړاو په راتلود بشري ټولنې نورمال حالت ، امنیت او ثبات ګواښي .
سعدی صاحب پر همدغه اساس وايي :
انسانان باید د همدغو مشترکو خصوصياتو پر بنسټ په خپلو کې د انساني کرامت او خوا خوږۍ پر روحیه ژوند وکړي، آن د ایډیالوژیګانو د اختلاف او فزیکي او پوځي تقابلاتو په صورت کې هم يو د بل پر وړاندې دغه مشترک انساني خصوصيات په پام کې ونیسي کله د انسانیت او بشري کرامت له کړی څخه بهر او د حیوانیت کړی ته ور د ننه نه شي .
د ژوند د ناخوالو او ټولو جانبي عوارضو پر ضد،د منطق او تعقل او حکمت پر پوله، په یو صف کې ودرېږي او د فساد پر وړاندې علمي او عقلاني مبارزه وکړي هیڅکله
سوک او څپېړې ته پر بشري منطق او استدلال ، لومړیتوب ور نه کړي .
« بنى آدم اعضاى يك ديگرند
كه در آفرينش ز يك گوهرند
چو عضوى به درد آورد روزگار
ديگر عضو ها را نماند قرار
تو كز محنت ديگران بي غمي
نشايد كه نامت نهند آدمي»
سعدی شیرازي
لومړنۍ زده کړې يې د ایران په شیراز کې پیل کړې او د لوړو زده کړو لپاره د بغداد « نظامیه مدرسې ته لاړ « اوپه یاده مدرسه کی یې خپلی زره کړې پایته ورسولې او په دغه لاره کې یې نور ډیر سفرونه هم وکړل .
شیراز ته تر راګرځېدو وروسته يې په ٦٥٥ هجری قمري کې سعدینامه ( بوستان سعدی )
او په ٦٥٦ هجري قمري کال هم ( ګلستان سعدی ) تصنیف او بشري ټولنې ته وړاندې کړل .
د خلکو په خوږه او عام فهمه فارسی ژبه ( نثر او نظم ) یې
د اسلام د علم او فرهنګ په بڼ کې دغه دوه نوي ګلان وکرل او له هماغه وخته تر اوسه دغه دوه کتابونه زموږ د هر کور د ادب او اسلامي فرهنګ او کلتور د نړۍ دوه ستوري دي او داسې څوک به نه وي چې دغه دوه ستوري و نه پېژني او هره ورځ یې له خوږو مفاهيمو ګټه وانه خلي .
د دغه لوی مصلح، دعوتګر، اديب او لیکوال د زوکړې کلیزه
ټولو ته مبارک وي
او دغه لوی مصلح ته دې خدای تعالی فردوس جنت ور په برخه کړي.
آمین