اجتماعیمقالات

د فرهنګي ميراثونو له پلوه د لوګرلرغونتيا

نوري

لوګرد فرهنګي اوتاريخي ميراثونو له پلوه يو لرغونی او بډای ولايت دی،چې زموږ د هېواد اونورو معتبروتاريخونو کې يې نوم ذکرشوی دی.د اطلاعاتو اوکلتوروزارت ويلي «په لوګر ولايت کې د څلورو تاريخي ابدو په ګډون شپږ لرغونې سيمې او ۱۹ تاريخي کلاګانې کشف او ثبت شوي دي.دغه لرغونې سيمې او تاريخې ابدې د مرکز پل علم په ګډون خوښۍ، برکي برک، محمد اغې، څرخ او خروار والسواليو کې کشف شوي دي. ويل کېږي چې د دغو تاريخي سيمو او ابدو تاريخ د اسلام مبارک دين د ظهور او تر هغې مخکې زمانې ته رسېږي.اوس په لوګر کې ۱۲ لرغونې سيمې، ۱۶ تاريخي آبدې، شاوخوا شل تاريخي کلاګانې، ۱۹ مشهور زيارتونه او ۶ تفريحي سيمې شته، چې له ډلې يې دوې تاريخي ابدې رغول شوي او نورې يې د رغول کېدو په درشل کې دي.د لوګر ولايت د سيمې په کچه مشهورې لرغونې سيمې او تاريخي ابدې لري، چې په محمدآغې ولسوالۍ کې د مس عينک لرغونې سيمه، برکي برک ولسوالۍ کې د سجاونډ او په خروار ولسوالۍ کې د کافرکوټ لرغونې سيمې د بېلګي په توګه يادولی شو.»د لوگر سجاوند له تخت جمشيد سيمې څخه دوه د سروزرو مجسمې چې يوه ېې نارينه اوبله ېې ښځينه وه،رااېستل شوي او په( ۱۹۹۵ – ۲۰۰۱ ) کال کې دگرديز له لارې پاکستان ته قاچاق شوې وې.تر دې مهاله ددغو سترو دوو لرغونومجسمو برخليک نه دی څرگند.همدا ډول د لوگر له عينکو مس څخه ۱۵مجسمې،چې له سرو،سپينو زرو او گچو څخه جوړې شوې وې.په ناقانونه توگه کيندل شوي، خو له نېکه مرغه،چې دا مجسمې په گرديز کې دامنيتي ارگانونو له خوا دقاچاق وړونکو له منگولو څخه ژغورل شوې او بيا دلوگر د وخت اطلاعاتو او کولتور رياست ته وسپارل شوې ،خو له بده مرغه ددې لپاره چې په دغه ولايت کې د فرهنګي اولرغونو اثارو دساتنې لپاره کوم ځای شتون نه درلود ،نو دا۱۵  کولتوري شتمنۍ ملي موزيم ته  ورانتقال شوې دي،چې په دې کارسره ياد موزيم لابډای شو.همدارنګه د خروار په کافر کوټ سيمه کې څوکاله مخکې کيندنې شوي اودا لړۍ لا هم دوام لري.د رپوټونو له مخې «په دغه سيمه کې ديوه زاړه ښارگوټي نښې نښانې ليدل شوي،چې پرکال ۱۳۸۳کې دافغانستان دهغه وخت دکورنيو چارو وزارت استازي او داطلاعاتو او کولتور وزارت استازي هم له دغه لرغوني ښارگوټي څخه ليدنه وکړه اوپه پايله کې ددغه ښارگوټي د ډېرو سروېگانو ژمنې ېې ورکړې.» ددغه ښار نښې شاوخوا۲۰متره سيمه راچاپېروي.اوس ددې سيمې په شاوخوا کې ولسي خلکو کورونه ودان کړي دي.له تاريخي پلوه په لومړۍ څېړنه کې د لوګر ويی له دوو مورفيمونو (لو) او (ګر) څخه رغېدلی دی، چې (لو) دلوی او ستر په مانا او(ګر) د غر يا غره په مانا دی.په روسي کې غره ته (ګړه) ويله کېږي او په ټولو سلاوي ژبو کې د(ګر،ګره،ګري) ريښه شته ده.دغه کليمه په سانسګريټ کې د(ګيري) په اوستا کې ګې ري اورمړي کې دګري په جوله او بڼه استعمالېده، چې دپښتو په ژبه کې د(غر)په شکل لاژوندۍ پاتې ده.په اردو ژبه کې اوس هم د (ګهر)ويی شته،چې کور ته ويل کېږي. د تاريخ کارپوهانو په اند دا(ګهر) د همدغه (ګراوغر) زړه بڼه ده.ځکه پخوانيو آريايانو له بېلابېلو سيلاوونو او نوروطبيعي آفاتو څخه د ژغورنې په موخه ‌ډېر په غرونو کې ميشته کېدل. دا غرونه ددوی لپاره له بېديا او اوارې څخه ښه په امن استوګنځي وو.نو ځکه په اردو ژبه کې کور ته (ګهر) ويل کېږي، چې هماغه دپخواني (غر) چې د استوګنځي په مفهوم کارېده.اوس هم کارېږي.د(ګر)د کليمې په اړه لوی مورخ استاد حبيبي ويلي :«په سانسګريټ کې (غر)ته (ګيري) ويل کېږي او په لرغوني فارس کې دغې کليمې ته د توماسچک په وينا (ګر)ويل کېده. اروپايي څېړونکو چې دبابلي کتيبو په اړه کومې څېړنې کړي،نو په هغو کې د(ګر)کليمه دغره لپاره کارول شوې ده.»داچې لوګر ته ولې لوی غر ويل شوی،علت يې دادی چې په دې سيمه کې لوړ او دنګ دنګ غرونه زښته ډېر دي، چې لړلۍ يې دپکتيا،پکتيکا او دېره جاتو غرونو ته رسېږي.پاتې شوه داخبره،چې لوی غر څنګه په لوګر اوښتی، داژبني اومهالني ابدال يا اوښتنې دي،چې دوخت په تېريدو سره ژبني تړنګونه تحول مومي او کليمې خپلې بڼې بدلوي.په آريايي ژپو کې داډول بېلګې زياتې دي.لکه په پښتو کې هر هغه کليمه چې له دوو خپلواکو مورفيمونوڅخه تړښت موندلی وي، نو د لومړي مورفيم خپلواکه وروستۍ څپه غورځېږي،چې دې عمليې ته په تشريحي ژبپوهنه کې غورځيدن وايي.دساري په توګه مونږ وايو(مرسته) دا يو مورفيم دی، کله چې ورڅخه نوم جوړوو،لکه (مرستندوی)نو وروستۍ(ه) واوله څپه ترې جوړېږي. همداډول په پوهنه کې چې په (پوهنځي )کې د (پوهنه)وروستۍ (ه)غورځېږي. په دې ډول دې ته ورته نورې بېلګې. په ځينو کتابونو کې لوګر ته لهوګر هم کارول شوی دی خو دا کارونه ايتمولوجيک شاليد نه لري.دلوګر درېيم نوم لوکرنا دی. ديونان وتلي او نامتو جغرافيه ليکونکي بطليموس «دکابل څېرمه سيمې د ارګردا(ارغنده) لوکرنا(لوګر)او بګردا(وردګ)په نومونو ياد کړي دي.»له دغو سيمو څخه يوه يې لوکرنا يا اوسنی لوګر دی، چې د پلازمېنې کابل سويل ختيځ ته څېرمه پروت دی. لوګرد فرهنګي اوتاريخي ميراثونو له پلوه يوبډای او لرغونی ولايت دی،چې زموږ د هېواد اونورو معتبروتاريخونو کې نوم ذکرشوی دی.د لوګرد مسوکان په نړۍ کې دويم بډای کان دی،چې سربېره پردې په دغه سيمه کې د ځمکې لاندې يو ښارکوټی د ډېرو فرهنګي اوتاريخي ميراثونه په لرلو سره راوتلی دی.د اطلاعاتو او کلتوروزارت دې دغې فرهنګي اوتاريخي لرغونې سيمې آثارو ته ډېره پاملرنه واړوي.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن