د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د مس عینک قراردادي شرکت له مسئولینو سره وکتل
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت د مس عینک کان قراردادي شرکت له مسئولینو سره وکتل او د نوموړي کان د اېستلو پروسې لپاره د اوبو او برېښنا د برابرولو په برخه کې د ګډې همکارۍ په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه کتنه کې د ياد شرکت مسئولينو د خپلو فعاليتونو او پلانونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د اوبو او انرژي وزارت له رهبري مقام څخه وغوښتل، چې د لوګر ولایت د مس عینک کان د اېستلو پروسې لپاره د اړتیا وړ اوبو او انرژي چمتو کولو
لپاره د پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړې پروژې ارزښت او ګټې ته په اشارې سره د نوموړې پروژې د اوبو او انرژي چمتو کولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاري په هکله ډاډ ورکړ او ټینکار یې وکړ چې د پروژې د چارو د چټکتیا په موخه اړتیا ده، چې د اوبو او انرژي، کانونو او پټرولیم او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د قراردادي شرکت د استازو یوه ګډه کمیټه جوړه شي او د پروژې د چارو د اسانتیا او چټکتیا لپاره دې په ګډه کار وکړي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د اوبو معین د ياد شرکت له مسئولينو سره په يوه ناسته کې د نوموړي کان د اېستلو پروسې لپاره د اوبو د سرچينو د پېژندنې او د اړتيا وړ اوبو چمتو کولو په برخه کې د همغږۍ او ګډې همکارۍ په هکله خبرې اترې کړې وې.