ورزش

ورزش په بشپړ ډول د بدن د سلامتیا ضمانت کوي

دا یوه څرگند حقیقت دی چې ورزش تل د بدن لپاره هغه موثره او له اهمیت نه ډکه  وقایه ده چې په وړیا ډول د انسان روحي او جسمي سلامتیا پرې تامینېږي.

حیات الله حلیم

دا یوه څرگند حقیقت دی چې ورزش تل د بدن لپاره هغه موثره او له اهمیت نه ډکه  وقایه ده چې په وړیا ډول د انسان روحي او جسمي سلامتیا پرې تامینېږي نو په همدې خاطر ددې لپاره چې ورزشکاران ښه وهڅېږي هرهېواد په مختلفو رشتوکې دورزشکارانو لپاره لوړه بودجه تخصیص کوي څولوبغاړي یې هم د خپل هېواد او ځان په گټه ښه تمرین وکړي اویا هم د کوم بل هېواد د لوبغاړو سره د سیالیوپه ډگرکې ښه وځلېږي، نړیوالې ورزشي سیالۍ د هېوادونو ترمنځ نهایت لوړملي او نړیوال اهمیت لري ځکه په  آن لاین بڼه د رسنیوله لارې خپریږي اوپه ملیونو کسان یې تماشا کوي  گټونکي یې په لوړه کچه استقبالېږي او بایلونکي دلا ډیرتمرین لپاره هڅول کیږي خو په حقیقت کې  ورزش ددوو موخو لومړی د باډۍ دقوي کېدوښې رو غتیا روحي اوذهني تسکین ، دوهم په ملي اونړیوالوورزشي سیالیوکې د گډون اوښه ځلېدولوپه موخه ترسره کیږي ، پخوابه هېوادونو له بل سره د جگړې په ډگر کې زور ازمایې کوله چې په دې کې لوړه مرگ ژوبله رامنځ ته کېده بیا به هم ښکیل خواوې یوبل ته نه تسلیمېدلې خو د زمانې په تېرېدو سره په ځینو معرکوکې خبره ددواړو لوریو ترمنځ ددوو کسانو د تن په تن سیالۍ ته را ورسېده چې په دې سیالۍ کې به ددواړو لورو لښکرې آرامې یوې اوبلې خواته ودرېدې او ددې دوو کسانو چې یو به له یوې او بل به د بلې غاړې څخه و ننداره به یې کوله هر لوری به چې مغلوب شونو د معرکې مغلوب به هم گڼل کېده ، خود زمانې په تیریدو سره  دغه سیالیو ورو ورو خپل ځای داسې سیالیو ته چې پرته له دې چې لښکرې را غونډې شي ددووتنو اویا هرې خوا د سیالیودنوعیت په اقتضا د څوڅو تنو سیالیو ته چې اهمیت،ماهیت  او مهمیت یې کټ مټ د هماغه رزمي سیالیوپه میزان له اهمیت څخه برخمن اوپه هماغه اندازه به استقبالېده، پریښود.

د جسمي او روحي ګټو ترڅنګ ورزش مرسته کوي چې ښه او آرام خوب وشي، کېدای شي دا خبره ځینو خلکو ته د منلو وړنه وي، خو د ورزش او خوب په هکله چې کوم نوې څېړنې او پلټنې شوې په هغو کې ثابته شوې چې که څوک په یوه اوونۍ کې دری یا څلور ورځې پرلپسې د شلوڅخه تر دېرشو دقیقو پورې آزاد او په خپل زړه تمرین وکړي ښه په زړه پورې آرام او ژور خوب کولای شي.

ددې ترڅنګ ورزش دژر را رسېدونکي بوډا توب مخه هم نیسي اود ناڅاپي مړېنې مخنیوی هم کوي ځکه هرڅومره چې عمر لوړیږي منظم ورزش کول بدن داسې روغ رمټ او قوي ساتي چې د میکروبونو زور پرې نه رسیږي نو طبعا کله چې د میکروبونو مخه ونیول شي د ناروغیو مخنیوی هم کیږي، ورزش هډوکي مفصلونه اوعضلات قوي اوسالم ساتي چې په اسانۍ سره د فزیکي صدمو ښکار هم نه کېږي .

په منظمه توگه  ورزش کول یوه ښه او په زړه پورې عمل دی  کومې ستونزې چې په عضلو او هډوکو کې شته هغه له منځه وړي که د یو منظم مهالویش له مخې ورزش وشي جسمي پیاوړتیا به مو نسبت هغو  خلکو ته چې دوی ورزش نه کوي زیاته وي او خپلې ورځنۍ چارې به په ښه توگه مخکې وړئ.

ورزش حافظه قوي کوي او ذهني تسکین را منځ ته کوي په اونۍ کې د دریو ورځو لپاره ۴۵ دقیقې  په پښو مزل کول د زیرکۍ او ښه فکر کولوسبب کیږي. ډېری څېړنو ثابته کړې کوم خلک چې په منظمه توگه تمرین کوي د لوړفکري تمرکز خاوندان وي او ددې تر څنگ ورزش په مغز باندې مستقیم مثبت تاثیر لري ځکه د مغزي  تمرکز برخه پیاوړې کوي او روحي آرامتیا او ذهني تسکین را منځ ته کوي

ورزش حوصله او انرژی زیاتوي دا د ورزش بل ښه والی دادی کوم کسان چې دوامداره اومنظم تمرین کوي. همېش خوشحاله او مثبت فکر کوي. د ستومانی  احساس ورسره نه وي ځکه په بدن کې یې دومره غښتلتوب موجود وي چې خپل ټولې فزیکي نیمگړتیاوې پرې کنترول کړي

ورزش عصبي فشارواخستگي او کموي ، ورزش په کلکه ددې سبب کیږي چې ویره هم له منځه یوسي په دغه حالت کی بدن له دوه ساعتونوتمرین وروسته د اعصابود تسکین لپاره اندروفین تولیدوي چې هغه د آسودگي سبب کېږي اوبله فایده یې د بدني فعالیت لپاره داده چې خوراکي  رژیم برابروي په ځینو څېړنو کې راغلي چې د ورزش په وسیله د ستړیا د لیرې کېدو لپاره باور پیدا کېږي ، ورزش له ټولو ښېګڼو سره سره لاندې دولس ‌ذهني گټې هم لري د ویرې کموالی٬ د خوشحالۍ زیات والی٬  په نفس د باور زیاتوالی، د آزادې فضا څخه خوند او لذت اخیستل، د ډار او ویرې کموالی٬ د ذهني  قدرت زیات والی د حافظې قوي کېدل، د نشه توکو په وړاندې د ځان ساتنې توان، د تسکین او آرامتیا ډېروالی، د فزیکي قدرت او انرژۍ زیاتوالی، د خلاقیت ذهنیت،  په نورو د (سم) اوتاثیرلویدل همدارنگه د پورتنیو گټو تر څنگ یو ښه ورزشکار د په ملي کچه د لوبې د گټلو په صورت کې دخپل ټیم د سرلوړۍ او همدارنگه په نړیوالو سیالیو کې په گډون او د لوبې په گټلو په صورت کې د خپل هېواد دافتخاراو سرلوړۍ سبب کیږي او ملي او نړیوال نوم خپلوي لنډه داچې یوازنی شی چې هیڅکله نه پښیماني ، نه جانبي عوارض را منځ ته کوي هغه ورزش دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *