اسلامی

ستر غازي او مجاهد فقیر ایپي څوک و؟

 

نن د لوی افغانستان په خاوره د یو بل ستر غازي او مجاهد فقیر ایپي ۶۴م تلین دی.

فقیر ایپي چې خپل نوم یې میرزا علي خان و، په (۱۸۹۷) کال د شمالي وزیرستان په کېرته کلي کې دې نړۍ ته راغی. پلار یې حاجي ارسلا خان نومېده چې په خپله سیمه کې به یې د شخړو پر مهال د جرګو او مرکو مشري کوله او یو صالح انسان و.

میرزا علي خان چې لا فقیر ایپي نه و له خپل عالم پلاره یې یو شمېر دیني کتابونه ولوستل او بیا د پښتونخوا بنو ضلعې (ولسوالۍ) ته ولاړ او هلته یې له مولوي ګل بهادره نورې زده کړې وکړې. خو چې په ۱۹۲۲ کال کې له مدرسې کور ته لاړ؛ نو پلار یې مړ شو او ده له خپل ورور سره یوځای د پلار ور پاتې ځمکه خرڅه کړه. خپلو زده کړو ته یې دوام پرې ورکړ او د پخې ځوانۍ پر مهال یې د ملا قاضي شېرزاد له لور سره واده وکړ. زده کړې یې جاري وساتلې او په تاریخ کې یې هم مطالعه پیل کړه. د خوشحال خان خټک، پير روښان او برتانیوي هند پر خلاف د جنګېدلو افغانانو په هکله یې معلومات ترلاسه کړل.

په ۱۹۲۸م کال کې هغه حج وکړ. له خپل پلرني کلي سپلګې سیمې څخه میرالي ته لاړ، دا چې هغه یو ښه دیني عالم او نیک انسان و، د کلي یوې کونډې کور وکړ. په دې وخت کې یې نوم تر لرې سیمو خپور شو او خلک به د دعاګانو د غوښتلو له پاره ورته راتلل؛ ځکه چې هغه له تقوادارۍ سره سره د کلي شتمنو او غریبو ته په یوه سترګه کتل او په یوه ژبه او زړه یې اړیکې ورسره پاللې.

تر ۱۹۳۶م کال پورې چې پښتونخوا کې د برتانیوي هند پر خلاف لوی ولسي لاریون پیل شو، لا هم فقیر ایپي له وسله والې مبارزې لرې پاتې شو؛ خو کله چې برتانیوي هند کې د یوې نوې مسلمانې شوې هندوستانۍ او یو مسلمان پر سر شخړې پیل شوې، هغه هم د جهاد سنګرونو ته راودانګل او د وزیرستان شاوخوا سیمو ډېړ پښتانه پرې راټول شول، چې په دې کار سره یې ستره بریا په نصیب شوه.

نوموړي له برتانیې سره وسله واله جګړه پيل کړه، چې د ۲۰ مې پېړۍ په څلوېښتمو کلونو کې یې هم دوام درلود. نوموړي په خپلې بېساري تاکتیک سره په یرغلګرو پراخ بریدونه وکړل، چې هغوی ته یې درانه تلفات واړول.

کله چې برتانویان له ایپي فقیر څخه پوزې ته راغلل؛ نو د خپل هوايي ځواک پيلوټانو ته یې وویل، چې ایپي فقیر دې له نورو پښتني پاڅونوالو او مبارزینو سره یوځای بمبار کړي؛ خو هغه به هر ځل بچ کېده. یو ځل ۴۰ زره برتانیوي عسکر چې په مجهزو وسلو او وسایلو سمبال و د ایپي فقیر له ۱۰۰۰ یا ۱۵۰۰ ملګرو د هوايي ځواک په مرسته تاو شول او هغوی چې تش لاس وو، په خپلو سمڅو کې تر سختې محاصرې لاندې راغلل؛ خو بیا له سختې مبارزې وروسته یرغلګر ځواکونه بیرته خپلو مرکزونه ته تش لاس ستانه شول.

که څه هم ایپي فقیر د وزیرستان و؛ خو د نوموړي د مجاهد او میړني شخصیت له کبله د افغانستان ډله، ډله خلکو هم د هغه په ملاتړ د نوموړي په لښکرو کې ځان ځای کړ، چې په دې سره به جګړو کې د ایپي فقیر د ټولو جنګېدونکو شمېر هم تر زرګونو پورې ورسېده او هر ځل به یې یرغلګر ماتول.

دغه ستر اتل چې تل یې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړه د عمر په وروستیو کې د سالنډۍ ناروغۍ ور ولوېده، چې له امله یې هغه سخت ضعیف شو؛ ان تر دې چې څو قدمه به یې هم نه شو اخیستلی.

د ۱۹۶۰ میلادي کال د اپریل ۱۶ مه وه چې د شپې مهال یې له دې فاني نړۍ سترګې د تل له پاره پټې کړې او پښتنه سیمه له یو ستر غازي او مجاهده بې برخې شوه.

د نوموړي جنازه په ګورویهت کې خاورو ته وسپارل شوه، چې لسګونو زرو خلکو په کې ګډون کړی و.

د میرزاعلي خان (فقیر ایپي، حاجي صیب) لمسیان او کړوسیان اوس هم ژوندي دي او ټول پښتانه یې عزت کوي.

محمدعلي عظمت

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *