اجتماعی

د بندونو جوړول او رغاول ډیرغوره اقدام دی

سرلوړی افغانستان له شک پرته چې د ټولومیشتو ورونو قومونوافغانانو گډ کوردی او دغه جگړه ځپلی هیواد چې د تېرو کابو څه باندې څلورنیمولسیزو په لړ کې د پردیو له لورې د تپل شوې جگړې په ترڅ کې په بیلابیلو برخوکې سخت زیانمن شویدی.

شاه محمود درویش

سرلوړی افغانستان له شک پرته چې د ټولومیشتو ورونو قومونوافغانانو گډ کوردی او دغه جگړه ځپلی هیواد چې د تېرو کابو څه باندې څلورنیمولسیزو په لړ کې د پردیو له لورې د تپل شوې جگړې په ترڅ کې په بیلابیلو برخوکې سخت زیانمن شویدی، نونن سبا یې واقعاً د ابادولو، رغولو، سمسورتیا او ښیرازۍ په برخه کې هر پتمن هیوادوال ځانگړی مسئولیت لري او ددې ترڅنگ اسلامي امارت هم په مختلفو برخو کې لومړیتوبونو ته په بشپړ دقت او ځانګړې پاملرنې سره لنډمهال، منځ مهال او اوږدمهال پروگرامونه ترلاس لاندې لري، ترهغه چې په ټول هیواد کې په انډولیزه توگه په هراړخیز ډول پراختیایي، رغنیزې او بنسټیزې پروژې طرحه، تطبیق او عملآ پلې کړي. هیره دې نه وي چې اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت د مسئولو ارګانونو له خوا دهیواد په بېلابېلو برخو کې د ډول ډول پروژو د تطبیق ترڅنگ د بهانده او څپانده سیندونو د اوبو د کنټرول او سالمه استفادې په موخه د بندونو جوړولو او رغولو چاروته هم یوڅه پاملرنه ور اوښتې ده او په دې موخه ډیری کوښښ دادی چې په هیواد کې دننه د شته سیندونو اوبه په ښه توګه مهار او د ګرانو هیوادوالو دښې استفادې وړ وګرځي، البته په هیواد کې د اوبو بندونو د رغاولوچارو په لړ کې په دې وروستیوکې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوي، چې په فاریاب ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت  د سرحوض بند د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی، د فاریاب ولایت د سرحوض بند د ساتنې او څارنې پروژې د ترمیم او پیاوړتیا چارې د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودجې څخه د ۳۰۳ زره او ۲۰۰ افغانیو په لګښت بشپړ او د شرین تګاب – میمنې د سمندري فرعي حوزې د مسئولینو په شتون ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یادې پروژې د چارو په بشپړیدو سره د ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزو ځمکود خړوبولو زمینه هم برابره شوې او شپږ زره کورنۍ ترې ګټه اخلي، د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې چارې کابو دوه میاشتې مخکې پیل او په دې وروستیو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

له شک پرته دا ډیره اړینه ده چې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې دشته بهانده او څپانده سیندونو اوبه باید په منظم ډول مهار او په ښه توګه مدیریت شي او په ټوله کې د هیواد له اوبو څخه دې هم لازمه ګټه واخیستل شي، البته افغانستان چې کرنیز هیواد دی د زراعتي ځمکو په منظم ډول د خړوبولو په برخه کې دې هم ترینه ښه او لازمه ګټه پورته شي.

په ټوله کې دهیواد په څپانده سیندونو د بندونو جوړول سره له دې چې د زراعتي ځمکو په منظم ډول د خړوبولو په برخه کې ترینه لازمه ګټه اخیستل کېږي، ترڅنګ یې د هیواد په کچه بریښنایي ستونزې هم له منځه وړي او همدارنګه د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې هم خورا مهم ارزښت لري.

البته داټکي ته مو هم باید پام وي چې د اوبوبندونو رغاول او جوړول سره له دې چې د شاړوځمکو په خړوبولو او د کرکیلې په وده کې مثبت اغیز لري، ترڅنګ یې د بريښنا د تولید په برخه کې هم بنسټیز رول لري او په ټوله کې د بریښنا څخه د استفادې په موخه د پروژو تطبیق هم هغه څه دی چې له یوی خوا په کور دننه مونږ د اړتیا وړ بریښنا ترلاسه کولی شو، ددی ترڅنگ د ښه مدیریت په لړکې کولای شو، چې په راتلونکي کې خپله اضافی بریښنا حتی نوروهیوادونو ته هم صادره کړو، بناً اړینه بریښي چې د برېښنا پرتولید هم باید ډیره پانګونه وشي ترڅو له بهره پر وارداتي برېښنا د اسلامې امارت اتکا کمه شي او په هیواد کې دننه د برېښنایي بندونو په جوړولو، رغاولو او ګټې اخیستنې سره به له شک پرته چې د اړتیا وړ برېښنا په هیواد کې دننه تولید او د دولتي ادارو او خصوصي بنسټونو ترڅنګ به، په ټوله کې د پتمنو هیوادوالو دلازمې استفادې وړ وګرځي، همداشان د بندونو په جوړیدوسره به زرګونه هکټاره ځمکې هم خړوبې او کرکیلې ته به اماده شي، نو له شک پرته دمگړۍ واقعاً چې د اوبو او برېښنا د بندونو د جوړولو او رغاولو د پروژو دپلی کېدو په برخه کې د افغانستان د اسلامې امارت د اړوندو مسئولو ارګانونو کوښښونه او هڅی دقدر وړ دي، پاک الله (ج) دې دوئ ته لاهم ددې توان، توفیق او همت ورکړي چې په ټول هیواد کې د قدرمنو هیوادوالو دلومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره د دوئ دهراړخیزو ستونزو دحل په موخه ډول ډول پروژې دهیواد په گوټ گوټ کې طرحه او پلې کړي، ترڅو دهرډول پروژو په بشپړیدو سره د قدرمنوهیواد والوستونزې حل او په ټولیزه توگه دهیواد ملي اقتصاد پیاوړې شي او په ټوله کې دقدرمنو هیوادوالو د ژوند په هوساینه کې هم اغیزمنې مثبتې پایلې پرځای پرېږدي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *