اسلامیمقالات

د رمضان میاشتې وروستی اونۍ دفلسطینیانو سره پیوستون د محشرپه ورځ به د غزې دماشومانولاس او داسلامي نړۍ د مشرانو ګریوان وي

حیا ت الله حلیم

د فلسطین اواسرائیلوپه روانه جګړه کې مود اسلامي اوکفري نړۍ بې غوري اوبې تفاوتي ، د ملګرو ملتونوبې خونده اوکم رنګه رول اوسرآنجام دفلسطینیانوپه وړاندې دامریکا ترنیغ اوبرالا ملاتړلاندې دصهیونیستي رژیم ټول جنایتونه، بې عدالتۍ اوغیرانساني کړنې له سمعي اوبصرې رسنیو واورېدې اوولیدې اوپوره وپوهېدو، چې بې رحمه اوبې غیرته یهودانود فلسطینیانود نسل وژنې ترڅنګ د ماشومانوپروژلو، وږي ساتلواودروغتونونوپه بمباردولواوپربې وسلې اوغیرمحاربوفلسطینیانود مرستوپه قطارونوکې له فلسطیني مسلمانانوسره خپله لوړه دښمني دمسلسل وسلو، په چلولو سره څرګنده کړه ، نه یوازې دا جنایتونه بلکې اسرائیلوته په جګړه کې د ملګروملتونود ادارې اونورې کفري نړۍ د اعتدال سپارښتنوهم کوم ځای ونه نیوه ، نومعلومېږي چې د کفري نړۍ په ظاهره انسانیت ته ورته وړاندیزونه به هم ښایي د پردې ترشا د اسلامي اودرېیمې بې غرضه نړۍ د تیرایستلولپاره یومنافقانه مانوروي .

داسیا په ځینې هېوادونود چنګیزد بې رحمیوتاریخ اوس هم ژوندی دی خواسرائیلوپرفلسطینیانوهغه چنګیزي عملیات ترسره کړل چې چنګیزیانوته خلکو د مغفرت لاسونه را لپه کړل .

تیرتاریخونه عادلانه لیکل شوي اورا تلونکي به هم دصهیونیستانولخوا پرفلسطینیانو د ظالمانه کړنوپه ارتباط عادلانه لیکل کېږي ، مانا داچې هغه جنایتونه چې د غاصبواسرائیلولخوا د فلسطنیانوپه حق کې وشول هغه به د راتلونکونسلود سالم اوعادلانه قضاوت لپاره کټ مټ لیکل کېږي او دا به هم سجل کېږي چې اسرائیلوپه منځني ختیځ یانې د اسلامي نړۍ په زړه (فلسطین) کې د نورو جنایاتوتر څنګ فلسطیني ماشومان څنګه وږي وساتل اودا به هم سجل کېږي چې د غزې ماشومان وږي و، ډوډۍ یې غوښته ، ژوند یې ترګواښ لاندې و امنیت یې غوښت ، خوچا پاملرنه ورته ونکړه اونه یې ددوی ستړی غږونه اوفریادونه واورېدل ، وختونه به تېرېږي خویادونه به یې وي .

عمربن عبد العزیزبه د حجازد حاکم په توګه ددښتواوغرونومرغانوته دانه شیندله څوخلک ونه وایی چې په اسلامي قلمروکې د هوا مارغان وږي پاته دي خواوس دا مقدس قلمرو دداسې چا لاس ته لودېدلی چې ایماني جذبه یې مړاوې اوکمزوریې شوې ده نوځکه د عمرد ځای ناستوپه قلمروکې د بې غوری او بې غیرتئ له وجې په میلیونونوانسانان اوپه انسانانوکې تنکي ماشومان وږي دي ، د نورې نړۍ ماشومان په نازنعمت لوېږي خودغزې ماشومان چې زیاتره یې یتیمان دي ، وږي اوکله هم د خیرات خواړه له اوښکواو وینوسره خوري .

ترټولوعجیب اومنافقانه حرکت داچې امریکا په غزه کې له خپلوخیراتي کڅوړوداسې غیرمستقیم بمبونه جوړوي چې په ظاهره له الوتکود خیرات کڅوړې را غورځوي اوترشا یې اسرائیلي پوځيانوته په قطارکې دولاړو بې دفاع فلسطینیانود ویشتلوقومانده صادروي ، که دا کوم منافقانه حرکت نه وای، آیا د امریکا په مرسته اخیستونکوحمله ، پخپله په امریکا حمله نه ده ؟ یا په بل عبارت همزمان غزې ته خیراتي کڅوړې را لیږل کېږي اوسم ورسره له نړیوالو رسنیو د امریکا اواسرائیلوله دهغه تړون څخه پرده پورته کېږي چې په ترڅ کې یې امریکا د فلسطینیانوپه ضد اسرائیلوته هغه وسلې او مهمات ورکوي چې تردوه زره پونډه درانه د ام کې ۸۴  بمونه پکې شامل دي ، دا نوکوم منافقانه عدالت شو ؟ چې له یوه پلوه د غزې په خلکومرستې ویشي اوله بل پلوه په همدې خونړیومرستوکې د فلسطیني مسلمانانود شهیدانولولپاره په پورتني مارک بمبونه را لېږي ؟ اوترټولوعجیب داچې سپینه ماڼۍ اوپه واشنګټن کې د اسرائیلوسفارت بیا ددې بشري ضد تړون په اړه رسنیو ته له وضاحت ورکولوڅخه ډډه کوي.

د فلسطین اواسرائیلوپه جګړه کې نه یوازې د امریکا دوه مخي څرګنده شوه بلکې د ملګروملتونو مشروعیت هم په کلکه له منځه لاړ اوله شک پرته دا اداره د امریکا د (سي آی اې ) د جاسوسي سازمان یوه څانګه ثابته شوه ځکه خبره اوپریکړه یې نه خپل اونه یې پردي مني  اودا ذهنیت اوس ددغه تش په نامه سازمان له ټولوغړوسره پیدا شوی  چې نوردغه سازمان دنړیوالوچاروپه اجرا کې د عدم صلاحیت له وجې منحل اعلان شي، ځکه نه یوازې اجرایوي صلاحیت نلري بلکې یوه غیررسمي اوداسې بې غیرته پالیسي جوړونکې ارګان دی چې څوک یې په خوله پیازهم نه میدوي نو څه تمه به ترې کېږي ؟ مګرهېڅ .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *