اخبارافغانستان

بلخ کې ماشومانو لپاره د ګوزن (پولیو) ضد واکسین کمپاین پیل شو

بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار او څلوارلس ګنو ولسوالیو کې د پولیو واکسین کمپاین د عامې روغتيا رئیس حاجي رحمت الله منصور، د عامې روغتيا رياست اړوند همکارو مؤسسو، ډاکټرانو او ددغه ریاست یو شمېر کارکونکو په حضور کې رسماً پرانیستل شو.

ددغه کمپاين د مراسمو په پیل کې د بلخ ولايت د عامې روغتیا رئیس حاجي رحمت الله منصور وويل: چې له نېکه مرغه نن د بلخ ولايت په کچه د پولیو واکسین کمپاین په رسمي توګه پرانيستل شو چې په  په‌دې کمپاین کې ۴۶۰۰۰۰ څلور لکه او 60 زره یو ورځني څخه تر ۵ کلني ماشومان واکسين کېږي او درې ورځې به دوام کوي.  ښاغلي منصور ددغه ولایت له ټولو ولسونو څخه غوښتنه وکړه چې ددوی رضاکاره ټیمونه کلیو او بانډو ته ورځي د واکسین په ښه پلي کېدو سره د هغوی له رضاکاره ټیمونو سره همکاري ورکړي چې هېڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې نشي.

د يادونې وړ ده چې دغه کمپاین پدغه ولایت مرکز او ولسواليو کې درې ورځې دوام وکړي چې د ماشومانو د بدني روغتيا په برخه کې به خورا ګټور تمام شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *