افغانستان

د بلخ والي په عصري او ديني مرکزو کې د زده کړو په ښه والي تنګار وکړ

د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ د تعلیمي اداراتو له علماءکرامو او یوشمېر مسؤلینو سره لومړنۍ ناسته ترسره سوه،

د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ د تعلیمي اداراتو له علماءکرامو او یوشمېر مسؤلینو سره لومړنۍ ناسته ترسره سوه، چي په ياده ناسته کي د بلخ علماوو شورا رئیس شیخ مولوي محمد سعید هاشمي، د بلخ د مرافعه محکمې رئیس شیخ محمدګلاب فاروقي، د بلخ ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي سلطان محمد سعید، د بلخ نظامي محکمې رئیس شیخ الحاج مولوي عبدالوارث، د بلخ پوهني رئیس شیخ عبدالجلیل شهید خیل، بلخ ولايت د حج او اوقافو رئیس مولوي نجيب الله کروخي، د بلخ د امرباالمعروف رئیس مولوي سیدنورآغا هاشمي، د بلخ پوهنتون رئیس مفتي محمد شریف ابوعاصم او د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني ګډون درلود.
د بلخ والي حاجي محمد يوسف وفا وويل چي موږ ټول مسؤلیت لرو، چي د دیني او عصري علم د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړو، تعلیمي اداراتو ته پوره توجه وکړو او په تعليمي مراکزو کې د زده کړو لپاره ښه چاپيريال رامنځته کړو.
د بلخ ولايت والي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته دنده ورکړل شوه چې د رسنیو په وسيله علماءکرام پکې ورته وټاکل شي، ترڅو د رسنیو له لاري ولس ته عام پوهاوی ورکړل شي او د علم په برخه کي یې ذهنیت سازۍ ترڅنګ خپلي شریعي پوښتني له علماءکرامو سره شریکي کړي.
ښاغلي حاجي وفا زیاته کړه، د دې جلسې له لاري به د خپلو اداراتو ستونزي ټولي شریکوو او د حل په موخه به یې ګډ کار کوو.
د غونډي په ورستیو کي ټولو مسؤلینو په نوبتي شکل سره خپل نظرونه او وړانديزونه د بلخ والي ته وړاندي کړل، چي د بلخ والي له لوري د یو شمېر موضوعاتو په موخه کمېټې هم وټاکل سوې، د دې ترڅنګ دوی زیاته کړه، ټول مسؤلیت لرو څو خپل کارونه د اسلامي او شرعي کړنلاري سره سم برابر کړو او د ولس لپاره ځانونه خادمان وګرځو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *